رانا ثناالله: ښایي د تحریک انصاف غوښتنو ته د حکومت ځواب دغه ګوند د خبرو اترو لپاره وهڅوي

په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غوښتنو په اړه د حکومت ځواب ښایي دغه ګوند د خبرو اترو میز ته د راستنېدو لپاره قانع کړي.