اسراییل وايي، چې حماس د غزې د اوربند له تړونه دوه سرغړونې کړې دي

اسراییل او حماس د اوربند له تړونه د سرغړونو په اړه یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي. تازه د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د وروستۍ تبادلې پرمهال حماس دوه سرغړونې کړې دي.