طالبانو د افغان نجونو لپاره د پاکستان بورسیو په اړه د دوی لهخوا د مشروطې هوکړې خبر رد کړ

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې په کې ویل شوي وو د افغان نجونو لپاره د پاکستان سکالرشیپونو سره د طالبانو لهخوا مشروطه هوکړه شوې ده. تر دې وړاندې ځینو رسنیو د طالبانو او پاکستان تر منځ نجونو ته د مشروطو بورسیو د ورکړې په اړه خبرونه خپاره کړي وو.