• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت‌الله خپل ویاند ته ویلي چې د دوی له لیدلوري پرته پر نورو مسایلو د غږېدو اجازه نه‌لري

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د «کابل‌لیکس» په نوم د ناڅرګندو هېکرانو له خوا په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان شامل دی، چې پر خپل ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دغې ډلې د بېلابېلو وزارت‌خونو پر ویاندویانو یو شمېر بندیزونه لګېدلي دي.

د هبت‌الله د دغه فرمان پر بنسټ، مجاهد ته هم سپارښتنه شوې چې د هغو مسایلو په تړاو دې له خبرو کولو ډډه وکړي‌، چې د دغې ډلې سیاسي او ټولنیز لیدلوری په‌کې روښانه نه وي.
په دغه فرمان کې ویل شوي، چې ویاندویان یوازې هغه ویناپاڼې نشرولای شي چې د طالبانو مشر له خوا تایید شوي وي.
په یاد فرمان کې همداراز راغلي، چې د وزارت‌خونو او بېلابېلو ادارو ویاندویانو د خپلو ادارو له کاري چتر څخه بهر هېڅ ډول رسنیز فعالیتونه نه شي کولای.
همداراز د یاد فرمان په سرلیک کې زیاته شوې، چې په ټولنیزو مسایلو کې یوازې ملا امام بشپړ واک لري او نور هېڅوک اجازه نه لري څو په ټولنیزو مسایلو کې د ملا امام مخالفت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هېکرانو یوې ناڅرګنده ډلې د طالبانو پر معلوماتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارت‌خونو او خپلواکو ریاستونو یو شمېر سندونه یې په انټرنېټ کې خپاره کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کولتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارت‌خونې او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه بلل کېږي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي دي.
له دې پېښې وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هم ومنله چې د دغې ډلې یو شمېر اسنادونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو اسنادو کمپيوټرونو امنیتي خوندیتوب نه درلود.

100%
100%

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو افشا شوي اسناد؛ د ای اېس ای د مشر فیض حمید زنداني کول سیاسي مسله ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې طالبانو د ای اېس ای یا د‌ پاکستان د څارګرې ادارې پخواني مشر فیض حمید زنداني کېدل سیاسي مسله بللې ده.

د پاکستان پوځ د تېر ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۱۲مه خبر ورکړی و، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر متقاعد جنرال فیض حمید یې له واک څخه د ناوړه کټې اخیستنې له امله نیولی دی.

د طالب لیکس له لوري په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو د اسلام اباد سفارت او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت اړوند معلوماتي مکتوبونه دي.

په دغو مکتوبونو کې په پاکستان کې د طالبانو سفیر کابل په یاد هېواد کې له هر ډول سیاسي بدلون او وضعیت څخه په جریان کې ساتلی.

په یوه مکتوب کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې په پاکستان کې د څارګرې شبکې ای اېس ای پخواني مشر فیض حمید نیول کېدل سیاسي انګیزه لري او دا قضیه هېڅ ډول جرم پورې تړلې نه ښکاري.

په مکتوب کې لیکل شوي : «ښايي د فیض حمید نیول کېدل د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د هغه د نږدې اړیکو او خواخوږۍ له کبله وي.»

په یاد مکتوب کې همداراز ویل شوي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د انټرنیټ پر کارولو، وټس اپ او یو شمېر نورو خواله رسنیو محدودیتونه وضع کړي، چې ښايي لامل یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د پراخو لاریونونو یا تبلیغاتو مخنیوی وي.

د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د پوځي محکمې له مخې فیض حمید د پوځ له لورې توقیف شوی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې هغه له تقاعد کېدو راهیسې د پاکستان د اردو له قانون څخه "ګڼې سرغړونې" کړي دي.

یاده دې وي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر فیض حمید په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ترلاسه کولو سره هم مهاله د کابل په سرینا هوټل کې د چایو له پیالې سره راڅرګند شو او ویې ویل چې، ''خواشیني کېږئ مه هر څه به سم شي''.

په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدو سره یو ځای د فیض حمید دغه ډول راڅرګندېدل په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شول.

100%

سندونه: د طالبانو په امربالمعروف وزارت کې طالبان له دولتي بودجې خپل شخصي موټرونه ترمیموي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې د طالبانو په امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت کې طالبان له دولتي بودجې خپل شخصي موټرونه ترمیموي او تېل یې هم کاروي.

په دې اړونده خپاره شوي مکتوب کې د طالبانو د یاد وزارت له بېلابېلو معینیتونو، ریاستونو او ادارو غوښتل شوي، چې د دغه وزارت په بودجه دې د خپلو شخصي موټرو د ترمیم او ورته د تېلو اچولو څخه ډډه وکړي.
همدا راز مکتوب څخه انګېرل کېږي، چې د دغه وزارت یو شمېر غړي دولتي موټر په شخصي توګه کاروي‌ او ان د دولتي موټر چلوونکو پر ځای یې ورته شخصي هغه ګومارلي دي.
په مکتوب کې راغلي، چې د رسمي وخت څخه وروسته که هر کارېدونکی دولتي موټر خرابېږي؛ نو د ترمیم مسوولیت یې د دغه وزارت پر غاړه نه دی.
په مکتوب کې دا هم راغلي، چې له رسمياتو وروسته که د شخصي موټرچلوونکي له لوري دولتي موټر ټکر شي؛ نو دوی یې د جوړېدو مسوولیت نلري او د جوړېدو مسوولیت یې د هماغه چلوونکي او کاروونکي پرغاړه دی.

100%

تېره ورځ هم د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د رسنیو هغه راپورونه او ادعاوې بې بنسټه یادې کړې، چې پکې راغلي ویل شوي و چې د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ته زغروال موټر او وسلې ورکړل شوې دي.
د ښاغلي خیبر په وینا، په مرکز او ولایاتو کې د دغه وزارت هیڅ یو چارواکی زغروال ګاډی او وسله نلري.
هغه زیاته کړې، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبین د نورو وزارتونو له کارکوونکو هیڅ ډول لوړوالی نه‌لري او په وړیا ډول په پوځي مرکزونو کې د دوی د وړیا درملنې راپورونه هم بې بنسټه دي.

د طالبانو کانونو وزارت ۱۴۰۲ زېږدیز کال کې د عوایدو لپاره ۱۷.۵ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په افشا شویو سندونو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند یو سند کې ښکاري، چې دغې ډلې په ۱۴۰۲ زېږدیز کال کې له عایداتي سرچینو څخه ۱۷.۵ میلیارده افغانیو د لاسته راوړلو هدف ټاکلی و.

د کانونو او پټرولیم وزارت په افشا شوي مکتوب کې لیکل شوي، چې دغه هدف یې د خپلو بېلابېلو سرچینو څخه د عوایدو راټولولو په موخه ټاکلی و او اړونده ادارو ته یې لارښوونې کړې وې چې د راټولولو په تړاو یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

100%


په اړونده مکتوب کې راغلي، چې د کانونو قراردادونه د دغو عوایدو یو تر ټولو مهمه سرچینه ده او باید په دې تړاو په ټولو ولایتونو کې د طالبانو ریاستونه خپل فعالیتونه پراخ کړي.
په یاد راپور کې د طالبانو ولایتي ریاستو ته سپارښتنه شوې، چې په تېرو دوو کلونو کې د ترلاسه شویو عوایدو او قراردادونو اړوند معلومات هم د طالبانو د کانونو له وزارت سره شریک کړي.

افشا شوي سندونه؛ د طالبانو مشر په لغمان کې د «فراشغان» په نوم نوې ولسوالي جوړه کړې ده 

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په افشا شویو اسنادو کې د کورنیو چارو وزارت یو مکتوب د ملاهبت الله د هغه حکم اړوند دی، چې له مخې یې په لغمان ولایت کې د «فراشغان» په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړېدو امر ورکړی دی.

په دغه مکتوب کې ویل شوي‌، چې یاده ولسوالي د طالبانو د واکمنۍ دوام لپاره سیاسي ارزښت ورکوي او دوی لا پیاوړي کولای شي.
په مکتوب کې دارنګه راغلي، چې په لغمان کې د طالبانو والي او د سیمې خلکو د یادې ولسوالۍ د جوړېدو په تړاو له ملا هبت الله څخه غوښتنې کړې وې.
په دې تړاو یو بل مکتوب هم شته، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو سختدریځي وزیر ندا محمد ندیم په ګډون د یادې ډلې د یو شمېر نورو وزارتونو د وزیرانو لاسلیک هم پکې شته او له ملا هبت الله څخه یې د یادې ولسوالۍ د منظورۍ غوښتنه کړې ده.

100%


په دغه مکتوب کې راغلي، چې دغه ولسوالي دې د ۱۴۰۴کال په تشکیل کې ونیول شي.
فراشغان تر دې وړاندې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند یوه دره وه، چې طالبانو په ولسوالۍ بدله کړه.

طالبانو یوه نیول شوي قاچاقبر ته له ګران بیه ډبرو سره بل هېواد ته د تګ اجازه غوښتې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۰

د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې د طالبانو د کانونو وزارت د قاچاق په تور نیول شوي کس ته له خپل مالیې وزارت څخه یوه بهرني هېواد ته د قیمتي ډبرو د لېږد اجازه غوښتې.

څو ورځې وړاندې د هېکرانو یوې ډلې چې هوېت یې څرګند شوی نه دی په یوه سایبري برید کې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو زرګونه اسناد خپاره کړل، چې په دغو سندونو کې د کانونو وزارت اړوند ځينې اسناد هم خپاره شوي دي.

د یاد وزارت اړوند یوه مکتوب کې راغلي، چې پکې د ګران بیه ډبرو د یوه کاروباري یما نیازي د نیول کېدو خبره شوې ده.

په مکتوب کې ویل شوي، چې یاد کس د کابل په هوایي ډګر کې د طالبانو د امنیتي ادارو له لوري د ګران بیه ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی و.

په دغه مکتوب کې د طالبانو د کانونو وزارت د دې ډلې له مالیې وزارت څخه غوښتي، چې یاد کس ته دې یوه بهرني هېواد ته د یاقوت، زمرد او عقیق د لېږد اجازه ورکړي.

د دې ترڅنګ چې په دې مکتوب کې نه دي ویل شوي، چې یاد کس دغه ګران بیه ډبرې او ګوتمۍ چېرې لېږدوي، د دغو ډبرو د وزن او بڼې په تړاو هم معلومات شریک شوي نه دي.

طالبان له یوې خوا د قاچاق په تور خلک نېسي؛ خو نورې ډلې یې بیا بېرته د خوشې کېدو او له هېواده بهر د همدغو نیول شویو قیمتي ډبرو د وړل کېدو اجازې غواړي.

هم مهاله ویل کېږي، چې د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي غړي د کانونو په سترو قرادادونو کې ښکېل دي او د قیمتي ډبرو قاچاق له لارې هم په پراخ فساد کې ډوب دي.

داسې راپورونه هم شته، چې د افغانستان قیمتي ډبرې پېښور ته هم قاچاق کېږي او د پېښور له نمک منډيي نورو هېوادنو ته لېږدول کېږي.

د هېکرانو دغې ډلې د کانونو وزارت ترڅنګ د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو او د امربالمعروف وزارتونو او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.

د دغو سندونو له خپرولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تایید کړه، چې د دې ډلې ځیني سندونه افشا شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.

تر اوسه د هېکرانو هوېت نه دی روښانه شوی او نه هم کومې ډلې د دغه سایبري برید پړه په غاړه اخیستې ده.

100%