احمد الشرع: د غزې په تړاو د ټرمپ پلان نه عاقلانه دی او نه هم اخلاقي

د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع له یوه برېټانوي پاډکسټ سره په مرکه ویلي، چې د «غزې مالکیت» د ترلاسه کولو لپاره د ډونالډ ټرمپ پلان به له ماتې سره مخ شي.
د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع له یوه برېټانوي پاډکسټ سره په مرکه ویلي، چې د «غزې مالکیت» د ترلاسه کولو لپاره د ډونالډ ټرمپ پلان به له ماتې سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېڅ ځواک نه شي کولای فلسطینان له خپلې خاورې وباسي او زیاتوي چې ډېرو هېوادونو هڅې وکړې، څو دا کار ترسره کړي، خو بریالي شوي نه دي.
الشرع زیاته کړې ده: «د شاوخوا ۸۰ کلونو په اوږدو کې د فلسطینیانو د بېځایه کولو ټولې هڅې ناکامې شوي او هغه کسان چې خپله خاوره یې پرېښې ده، پر خپلې پرېکړې پښیمانه دي. هغه درس چې هر نسل د فلسطین له موضوع څخه زده کړی، د خپلې ځمکې د ساتنې ارزښت دی.»
دغهراز، د سوریې ولسمشر خبرداری ورکړی، چې که ټرمپ وغواړي د فلسطینیانو د کډهکولو مشري پر غاړه واخلي، عاقلانه کړنه نه ده او نه هم له سیاسي اخلاقو سره سمون لري.
د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ ویلي و، چې د «غزې مالکیت» لپاره د نوموړي د پلان په چوکاټ کې بېځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي هلته د بېرته ستنېدو حق نهلري.
د هغه په وینا، غزه به د نوموړي لپاره د «املاکو جوړونې» یوه پروژه وي او د دغې سیمې اوسېدونکي به د خپلې خاورې له پرېښودو پرته بله لار ونهلري.
دې سره جوخت، مسلمانو هېوادونو او فلسطیني ډلو د ټرمپ له دغه پلان سره مخالفت ښودلی، خو اسراییلي چارواکو یې بیا ملاتړ کړی دی.