د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم وویل چې«افغانستان د داعش خراسان څانګې د ګومارنو اصلي مرکز دی او موږ هغه ادعاوې ردوو، چې ویل کېږي په پاکستان کې دغه ډول استخدام ترسره کېږي.»
اکرم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د داعش په ګډون د افغانستان دننه له شلو ډېرې وسلهوالې ډلې فعالیت لري.
خو د نوموړي ادعاوو ته په غبرګون نن سې شنبه (د سلواغې ۲۳مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي چې د دوی له واک څخه وروسته په افغانستان کې داعش او نورې وسله والې ډلې ځپل شوې دي.
اعلامیه زیاتوي: " پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې ځینې هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنیو سیاستونو کې د سمونونو له لارې خپل سياسي، امنيتي او اقتصادي ثبات ته كار وكري، هڅه كوي افغانستان د ناسمو تبليغاتو له مخې بې ثباته وښيي."
په اعلامیې کې طالبانو ادعا کړې ده، چې پاکستان د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ بې باوري رامنځته کوي.
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې داعش او څو نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او له یو بل سره همکاري کوي.
هغه ټینګار وکړ ،چې دغه ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بلل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پاکستان ته ورته ادعا چین هم کړې او د چین استازي په افغانستان کې د داعش، القاعدې او شرقي ترکستان ډلو د وسله والو په موجودیت اندېښنه څرګنده کړه.
هغه د طالبانو له حکومته وغوښتل چې "په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي او مشخص اقدامات وکړي."
فو کانګ دغه راز څرګنده کړه، چین ژمن دی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره له طالبانو سره د همکارۍ لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان له هڅو ملاتړ وکړي.
طالبانو د چین او روسیې د استازو پر څرګندونو خاموشي غوره کړې ده.