• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان ادعا بې بنسټه ده په افغانستان کې داعش نشته

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي د ادعاو په غبرګون کې ویلي چې له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ نشته او کومې امنیتي پېښې چې رامنځته کیږي عاملان یې په پاکستان کې دي.

د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان‬⁩ استازي منير اکرم ‪وویل چې«افغانستان د داعش خراسان‬⁩ څانګې د ګومارنو اصلي مرکز دی او موږ هغه ادعاوې ردوو، چې ویل کېږي په پاکستان کې دغه ډول استخدام ترسره کېږي.»
اکرم‬⁩ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د داعش په ګډون د افغانستان دننه له شلو ډېرې وسله‌والې ډلې فعالیت لري.

خو د نوموړي ادعاوو ته په غبرګون نن سې شنبه (د سلواغې ۲۳مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي چې د دوی له واک څخه وروسته په افغانستان کې داعش او نورې وسله والې ډلې ځپل شوې دي.

اعلامیه زیاتوي: " پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې ځینې هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنیو سیاستونو کې د سمونونو له لارې خپل سياسي، امنيتي او اقتصادي ثبات ته كار وكري، هڅه كوي افغانستان د ناسمو تبليغاتو له مخې بې ثباته وښيي."

په اعلامیې کې طالبانو ادعا کړې ده، چې پاکستان د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ بې باوري رامنځته کوي.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې داعش او څو نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او له یو بل سره همکاري کوي.

هغه ټینګار وکړ ،چې دغه ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بلل کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پاکستان ته ورته ادعا چین هم کړې او د چین استازي په افغانستان کې د داعش، القاعدې او شرقي ترکستان ډلو د وسله والو په موجودیت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه د طالبانو له حکومته وغوښتل چې "په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي او مشخص اقدامات وکړي."

فو کانګ دغه راز څرګنده کړه، چین ژمن دی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره له طالبانو سره د همکارۍ لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان له هڅو ملاتړ وکړي.

طالبانو د چین او روسیې د استازو پر څرګندونو خاموشي غوره کړې ده.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د طالبانو ډېپلوماتان هره میاشت له ۲۴۰۰ ډالرو ډېر معاش اخلي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د افشا شویو اسنادو له مخې، په تهران کې د طالبانو په سفارت کې ددې ډلې ډېپلوماتان د میاشتې له ۲۴۰۰ ډالرو ډېر معاش اخلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په لیک کې راغلي چې ددې ډلې د پوهنې اتشې، دوو مامورینو او دوو کارمندانو د دریو میاشتو ټول معاش شاوخوا ۲۵ زره ډالره دی.

دا سند چې د ۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۱۲مه په تهران کې د افغانستان سفارت ته لیکل شوی، د پوهنې وزارت د هغه لیک له مخې چې د مرغومي پر ۱۹مه وزارت ته لېږل شوی، د تلې، لړم او لیندۍ میاشتو کې د پوهنې اتشې دوو مامورینو او دوو سیمه ییزو کارکوونکو معاشونه مشخص کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په سند کې راغلي چې په تهران کې د طالبانو د پوهنې اتشه احسان الله خطاب درې میاشتنی معاش ۷،۵۲۷ ډالر او ۷ سینټه دی او د یادې ډلې د پوهنې اتشې مامورینو کفایت الله مظهري او محمود هاشمي هر یوه معاش ۷،۳۰۳ ډالر او ۵ سینټه دی.

په سفارت کې د پوهنې اتشې په څانګه کې د دوو سیمه ییزو کارکوونکو معاش هم یو زر و ۱۲۷ ډالر ښودل شوی دی.

په دغه سند کې، چې ناڅرګندو هېکرانو خپور کړی او افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، په تهران کې د طالبانو له خوا اداره کیدونکي افغان سفارت د دریو ډېپلوماتانو او ځایی کارکوونکو لپاره د "معاشونو او طبي لګښتونو" لپاره ټولټال ۲۴ زره او ۳۸۸ ډالره ذکر شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي چې د پستې صادرات ۲۱ سلنه زیات شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي امر وایي، بهر ته د پستې په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی. محمد یوسف امین ویلي، په تېرو نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادره شوې، چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د هرات د رسنیو دفتر ددغه ولایت د سوداګرۍ خونې اجرایوي امر محمد یوسف په حواله وايي، چې د هرات د نهو میاشتو ټول صادرات ۱۱۹ میلیونه او ۳۲ زره ډالرو ته رسېدلي، چې پکې کرنیز محصولات، وچې مېوې، معدني توکي او قیمتي ډبرې شاملې دي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیر احمد بهادري ویلي، چې په دغه ولایت کې ۱۲ زره او ۶۳۰ هکتاره ځمکه د پستې تر کرکېلې لاندې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال په هرات کې د پستې ۶۰۰ هکتاره بڼونه دي او د پراختیا په حال کې دي.

بلخوا د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلام جار د روان کال لپاره د پستې، بادامو او غوزانو بڼونو د پراختیا خبر ورکړی دی.

د هغه په وینا، د دې پروژې موخه د اقلیمي کډوالۍ مخنیوی او خلکو ته د کاري زمینو برابرول دي.

اسلام جار زیاته کړې، چې سیمه‌ییزه اداره به په کشک رباط سنګي، کشک کهنه، شینډنډ، ادرسکن او نورو غرنیو سیمو کې د پستې نیالګي کېنوي.

د یادونې وړ ده، چې د للمي پستې ځنګلونه یوازې په کشک کهنه او رباط سنګي کې شته، خو په نورو سیمو کې د پستې کرکیله اوبیزو بڼونو ته اړول شوې ده.

د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې؛ افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۲ سلنه ډېر شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د پاکستان دولتي بانک رپوټ ورکړی چې د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۲.۰۵ سلنه زیات شوي دي. افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه تر دسمبر پورې ۵۰۴ میلیونه او ۳۰۸ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

د خپر شویو احصایو له مخې، دغه اندازه د تیر کال په ورته موده کې ۲۶۲ میلیونه او ۵۸۳ زره ډالر وه.

په کلني پرتلیز ډول، افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۴۸.۴۵ سلنه زیات شوي، ځکه د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کې د صادراتو اندازه ۲۸ میلیونه او ۱۹ زره ډالر وه چې په ۲۰۲۴ کال کې بیا ۹۷ میلیونه او ۶۳۴ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

خو په میاشتنۍ پرتلنه کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۵.۰۲ سلنه کم شوي دي، ځکه د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشت کې صادرات ۱۱۴ میلیونه او ۹۰۲ زره ډالر وو، خو په دسمبر میاشت کې دغه صادرات ۹۷ میلیونه او ۶۳۴ زره ډالر ته کم شوي دي.

په وارداتو کې پاکستان هم له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالی تجربه کړی دی.

د ۲۰۲۴ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۱۲۵.۸۵ سلنه زیات شوي، ځکه د تېر کال د ورته مودې په پرتله د وارداتو اندازه له څلور میلیونه او ۴۲۵ زره ډالرو څخه ۹ میلیونه او ۹۹۴ زره ډالرو ته رسیدلې ده.

د پاکستان دولتي بانک د احصایو له مخې، په کلنۍ پرتلنه کې له افغانستان څخه واردات ۱۸.۴۱ سلنه زیات شوي، ځکه د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کې واردات یو میلیون او ۲۳۸ زره ډالر وو چې په ۲۰۲۴ کال کې یو میلیون او ۴۶۶ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

سربېره پر دې، د میاشتنۍ پرتلنې له مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۸.۲۷ سلنه زیات شوي ځکه د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې واردات یو میلیون او ۳۵۴ زره ډالر وو چې په دسمبر کې بیا یو میلیون او ۴۶۶ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

د جرمونو نړيوالې محکمې پر کریم خان د ټرمپ بندیزونه وغندل

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د جرمونو نړيوالې محکمې د امریکا له لوري د محکمې پر لوی څارنوال کریم خان لیګدلي بندیزونه غندلي دي. سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان یې تحریم کړی دی.

د جرمونو نړيوالې محکمې نن سې شنبه « د سلواغې ۲۳مه» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دې محکمې پر لوی څارنوال کریم خان لګېدلو بندیزونو ته غبرګون ښودلی.

یاده محکمه وايي، « محکمه ژمنه کوي چې د ظلمونو او د میلیونونو بې ګناه قربانیانو په ګټه به خپل قضایي ماموریت ته دوام ورکړي.»

د جرمونو نړیوالې محکمې له خپلو ۱۲۵ غړو هېوادونو، مدني ټولنې او د نړۍ له ټولو ملتونو غوښتي، چې د نړیوال عدالت لپاره سره متحد شي.

د ټرمپ د حکم له مخې، کریم خان او د هغه کورنۍ ته اجازه نشته چې امریکا ته سفر وکړي او په امریکا کې د دوی ملکیتونه او بانکي حسابونه ضبط شوي دي.

سپینې ماڼۍ د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال له خوا د متحده ایالاتو او اسراییل پر وړاندې تورونه "غیر قانوني او بې اساسه" وبلل.

رویټرز درې ورځې وړاندې راپور ورکړ، چې کریم خان د امریکا د بندیزونو په لیست کې شامل شوی دی.

د یادې محکمې لوی څارنوال مخکې ویلي و چې د امریکا بندیزونه به د محکمې پریکړه بدله نه کړي او هیڅوک له قانون څخه پورته نه دي.

بلې خوا، د ټرمپ امریکایي منتقدینو هم خبرداری ورکړ، چې دا بندیزونه به د جنګي جرمونو قربانیانو لپاره عدالت ته د هغوی لاسرسی نور هم ستونزمن کړي.

کریم خان لا دمخه د طالبانو د مشر هبت الله او د دې ډلې د قاضي القضات د نیولو امر صادر کړی دی، خو امریکا په رسمي ډول د دې غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.

حامد کرزي د کندز ځانمرګی بريد د انساني او اسلامي اصولو خلاف ګڼلی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي په کندز کې کابل بانک ته څېرمه ځانمرګی بريد غندلی او دا پېښه یې د «انساني اواسلامي موازينو خلاف» عمل ياد کړی. طالبان وايي، د کابل بانک مخې ته په ځانمرګي بريد کې ۵ نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي پر خپله ايکس پاڼه ددې پيښې د غندنې ترڅنګ د پيښې قربانيانو ته تسليت ويلی.

نوموړي ليکلي: « دغه پیښه د انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل دی او د لوی خدای (ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوم.»

تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی، اخستې خو له دې وړاندې په کندهار کې د ورته یوه برید مسوولیت داعش پرغاړه اخستی و.

دغه برید داسې مهال ترسره کیږي، چې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه ناسته کې په افغانستان کې دداعش حضور اندېښمنوونکی ګڼل شوی دی.