• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال د یوه سوداګريز کمپلکس د پرانيستې پر مهال وویل، چې هيڅ هېواد ته د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي. عبدالسلام حنفي د دغه سوداګريز کمپلکس جوړېدل د خپلې واکمنۍ تر ټولو ستره ملي پروژه ياده کړې.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې په ورځ د یوه سوداګريز کمپلکس د پرانيستي پر مهال وویل: « دا لومړنۍ ستر ملي پروژه ده، چې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ پر مهال پيل او په ټاکلي وخت پای ته رسېدلې.»

نوموړي ويلي، چې دغه سوداګريز کمپلکس د ۳۴ ميليونه ډالرو په ارزښټ په ۹ پوړه کې جوړ شوی.

حنفي هيله ښودلې، چې په دې سره به په افغانستان کې د پانګونې برخه زياته شي.

هغه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د دوی سیاست اقتصاد محوره او له نړۍ سره په ښو اړیکو متمرکز دی، «اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او چا ته به د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه هم ورنه کړي.»

نوموړي د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په اړه د کوم هېواد نوم وا نخیست خو تر دې وړاندي طالب چارواکو په دا ډول غير مستقیمو څرګندونو کې پاکستان ته اشاره کړې.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزير عبدالمنان عمري هم د دې پروژې پلي کېدل د افغانستان د ثبات په مانا یاد کړي او هيله يې ښودلې، چې په دې سره به زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د کندز په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۸ تنو ته لوړ شوی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۳ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دکندز ولایت په ننني ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. په دې پېښه کې د طالبانو سرتېرو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تر اوسه، طالبانو یوازې د تسلیت څرګندونې کړې دي او د برید رسمي تلفات یې نه دي په ډاګه کړي.

د معلوماتو له مخې، ځانمرګي بریدګر د کندز ښار د کابل بانک څانګې په ورودي دروازه کې د طالبانو پر هغو سرتېرو برید وکړ چې د خپل میاشتني معاش د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

د کندز حوزوي روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې ۱۸ مړي او ۱۴ ټپيان دغه روغتون ته انتقال شوي دي. د محلي سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو سرتېري، د پوهنتون یو استاد او یو شمېر ملکي کسان شامل دي.

د طالبانو ریاست الوزرا دغه پېښه د اسلام او بشریت ددښمنانو کار بللی دی.

د طالبانو مرستیال ویاند وايي، چې د پېښې په اړه څیړنې او پلټنې روانې دي.

له دې وړاندې د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه دین ویلي و، چې دا برید ځانمرګی و.

هغه د پېښې په اړه وویل: « یو ځانمرګی بریدګر چې ځان سره یې چاودېدونکي توکي لېږدول، د کندز ولایت د کابل بانک څانګې پر وړاندې ځان والوزاوه».

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې عالي شورا مخکیني رییس ډاکتر عبدالله، د قطر هېواد پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.

دغه برید داسې مهال کیږي چې له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزارت او استخباراتو ولایتي چارواکو او د اردو قوماندانانو ته سپارښتنه کړې وه، چې معاشونه د بانک پرځای په خپلو قرارګاوو کې واخلي.

افغانستان انټرنشنل په دې اړه د اړوندو چارواکو مکتوبونه هم خپاره کړي وو.

داعش ډلې له دې وړاندې په کندهار کې د طالبانو د هغو سرتېرو او مامورانو په منځ کې ځان والوزاوه، چې د معاشونو ترلاسه کولو لپاره د کابل بانک پر وړاندې راټول شوي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان ادعا بې بنسټه ده په افغانستان کې داعش نشته

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي د ادعاو په غبرګون کې ویلي چې له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ نشته او کومې امنیتي پېښې چې رامنځته کیږي عاملان یې په پاکستان کې دي.

د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان‬⁩ استازي منير اکرم ‪وویل چې«افغانستان د داعش خراسان‬⁩ څانګې د ګومارنو اصلي مرکز دی او موږ هغه ادعاوې ردوو، چې ویل کېږي په پاکستان کې دغه ډول استخدام ترسره کېږي.»
اکرم‬⁩ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د داعش په ګډون د افغانستان دننه له شلو ډېرې وسله‌والې ډلې فعالیت لري.

خو د نوموړي ادعاوو ته په غبرګون نن سې شنبه (د سلواغې ۲۳مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي چې د دوی له واک څخه وروسته په افغانستان کې داعش او نورې وسله والې ډلې ځپل شوې دي.

اعلامیه زیاتوي: " پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې ځینې هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنیو سیاستونو کې د سمونونو له لارې خپل سياسي، امنيتي او اقتصادي ثبات ته كار وكري، هڅه كوي افغانستان د ناسمو تبليغاتو له مخې بې ثباته وښيي."

په اعلامیې کې طالبانو ادعا کړې ده، چې پاکستان د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ بې باوري رامنځته کوي.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې داعش او څو نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او له یو بل سره همکاري کوي.

هغه ټینګار وکړ ،چې دغه ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بلل کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پاکستان ته ورته ادعا چین هم کړې او د چین استازي په افغانستان کې د داعش، القاعدې او شرقي ترکستان ډلو د وسله والو په موجودیت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه د طالبانو له حکومته وغوښتل چې "په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي او مشخص اقدامات وکړي."

فو کانګ دغه راز څرګنده کړه، چین ژمن دی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره له طالبانو سره د همکارۍ لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان له هڅو ملاتړ وکړي.

طالبانو د چین او روسیې د استازو پر څرګندونو خاموشي غوره کړې ده.

په ایران کې د طالبانو ډېپلوماتان هره میاشت له ۲۴۰۰ ډالرو ډېر معاش اخلي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د افشا شویو اسنادو له مخې، په تهران کې د طالبانو په سفارت کې ددې ډلې ډېپلوماتان د میاشتې له ۲۴۰۰ ډالرو ډېر معاش اخلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په لیک کې راغلي چې ددې ډلې د پوهنې اتشې، دوو مامورینو او دوو کارمندانو د دریو میاشتو ټول معاش شاوخوا ۲۵ زره ډالره دی.

دا سند چې د ۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۱۲مه په تهران کې د افغانستان سفارت ته لیکل شوی، د پوهنې وزارت د هغه لیک له مخې چې د مرغومي پر ۱۹مه وزارت ته لېږل شوی، د تلې، لړم او لیندۍ میاشتو کې د پوهنې اتشې دوو مامورینو او دوو سیمه ییزو کارکوونکو معاشونه مشخص کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په سند کې راغلي چې په تهران کې د طالبانو د پوهنې اتشه احسان الله خطاب درې میاشتنی معاش ۷،۵۲۷ ډالر او ۷ سینټه دی او د یادې ډلې د پوهنې اتشې مامورینو کفایت الله مظهري او محمود هاشمي هر یوه معاش ۷،۳۰۳ ډالر او ۵ سینټه دی.

په سفارت کې د پوهنې اتشې په څانګه کې د دوو سیمه ییزو کارکوونکو معاش هم یو زر و ۱۲۷ ډالر ښودل شوی دی.

په دغه سند کې، چې ناڅرګندو هېکرانو خپور کړی او افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، په تهران کې د طالبانو له خوا اداره کیدونکي افغان سفارت د دریو ډېپلوماتانو او ځایی کارکوونکو لپاره د "معاشونو او طبي لګښتونو" لپاره ټولټال ۲۴ زره او ۳۸۸ ډالره ذکر شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي چې د پستې صادرات ۲۱ سلنه زیات شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي امر وایي، بهر ته د پستې په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی. محمد یوسف امین ویلي، په تېرو نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادره شوې، چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د هرات د رسنیو دفتر ددغه ولایت د سوداګرۍ خونې اجرایوي امر محمد یوسف په حواله وايي، چې د هرات د نهو میاشتو ټول صادرات ۱۱۹ میلیونه او ۳۲ زره ډالرو ته رسېدلي، چې پکې کرنیز محصولات، وچې مېوې، معدني توکي او قیمتي ډبرې شاملې دي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیر احمد بهادري ویلي، چې په دغه ولایت کې ۱۲ زره او ۶۳۰ هکتاره ځمکه د پستې تر کرکېلې لاندې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال په هرات کې د پستې ۶۰۰ هکتاره بڼونه دي او د پراختیا په حال کې دي.

بلخوا د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلام جار د روان کال لپاره د پستې، بادامو او غوزانو بڼونو د پراختیا خبر ورکړی دی.

د هغه په وینا، د دې پروژې موخه د اقلیمي کډوالۍ مخنیوی او خلکو ته د کاري زمینو برابرول دي.

اسلام جار زیاته کړې، چې سیمه‌ییزه اداره به په کشک رباط سنګي، کشک کهنه، شینډنډ، ادرسکن او نورو غرنیو سیمو کې د پستې نیالګي کېنوي.

د یادونې وړ ده، چې د للمي پستې ځنګلونه یوازې په کشک کهنه او رباط سنګي کې شته، خو په نورو سیمو کې د پستې کرکیله اوبیزو بڼونو ته اړول شوې ده.

د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې؛ افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۲ سلنه ډېر شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د پاکستان دولتي بانک رپوټ ورکړی چې د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۲.۰۵ سلنه زیات شوي دي. افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه تر دسمبر پورې ۵۰۴ میلیونه او ۳۰۸ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

د خپر شویو احصایو له مخې، دغه اندازه د تیر کال په ورته موده کې ۲۶۲ میلیونه او ۵۸۳ زره ډالر وه.

په کلني پرتلیز ډول، افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۴۸.۴۵ سلنه زیات شوي، ځکه د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کې د صادراتو اندازه ۲۸ میلیونه او ۱۹ زره ډالر وه چې په ۲۰۲۴ کال کې بیا ۹۷ میلیونه او ۶۳۴ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

خو په میاشتنۍ پرتلنه کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۵.۰۲ سلنه کم شوي دي، ځکه د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشت کې صادرات ۱۱۴ میلیونه او ۹۰۲ زره ډالر وو، خو په دسمبر میاشت کې دغه صادرات ۹۷ میلیونه او ۶۳۴ زره ډالر ته کم شوي دي.

په وارداتو کې پاکستان هم له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالی تجربه کړی دی.

د ۲۰۲۴ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۱۲۵.۸۵ سلنه زیات شوي، ځکه د تېر کال د ورته مودې په پرتله د وارداتو اندازه له څلور میلیونه او ۴۲۵ زره ډالرو څخه ۹ میلیونه او ۹۹۴ زره ډالرو ته رسیدلې ده.

د پاکستان دولتي بانک د احصایو له مخې، په کلنۍ پرتلنه کې له افغانستان څخه واردات ۱۸.۴۱ سلنه زیات شوي، ځکه د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کې واردات یو میلیون او ۲۳۸ زره ډالر وو چې په ۲۰۲۴ کال کې یو میلیون او ۴۶۶ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

سربېره پر دې، د میاشتنۍ پرتلنې له مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۸.۲۷ سلنه زیات شوي ځکه د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې واردات یو میلیون او ۳۵۴ زره ډالر وو چې په دسمبر کې بیا یو میلیون او ۴۶۶ زره ډالرو ته رسېدلي دي.