• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دوې معتبرې سرچینې: د طالبانو جګپوړی مشر سراج حقاني د داخلي اختلافاتو له امله لا هم بهر دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان نه بهر دی، چې دا چاره د طالبانو رژیم د داخلي اختلافاتو په اړه اټکلونه زیاتوي. د طالبانو دوو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حقاني د ملاهبت الله له کړنو ناراضه دی.

په کابل کې د طالبانو دوه معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو سره مخالف دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.

ملا هبت الله په دې وروستیو کې پر حقانیانو حلقه تنګه کړې او په یوه تازه اقدام کې یې د حقاني شبکې اړوند ۳۱۳ بدري قول اردو د انتقال پرېکړه کړې، چې تر اوسه ددواړو خواوو ترمنځ پرې ناندرۍ دي. هبت الله اخوندزاده ددې قطعې پخوانی مشر او د سراج الدین حقاني ورور عزیزالدین کندهار ته احضار کړی و او د یادې قطعې له مشرۍ لرې شوی.

هبت الله د نوموړي په غیاب کې د کندهار امنیه قوماندان چې د کورنیو چارو د وزیر له مسوولیتونو ګڼل کیږي، لرې کړی او پرځای یې د خپلې قطعې قوماندان ګومارلی دی.

حقاني په دوبۍ او برادر په دوحه کې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سراج الدین حقاني په متحده عرب اماراتو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره اوسیږي.

حقاني دوبۍ ته په سفر کې ددغه هېواد له چارواکو سره هم ولیدل او وروسته سعودي عربستان ته د عمرې لپاره لاړه، خو سرچینې وايي، چې هغه د ۲۰۲۴ کال په جون کې له حج څخه راګرځېدلی و او په څو میاشتو کې بېرته عمرې ته تګ ډېر معمول نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ددې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر غني هم ددرملنې په هدف قطر ته د یوې میاشتې په مخه په سفر تللی دی.

د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د رپوټونو په جریان کې ددې دوو چارواکو بهر ته اوږده سفرونه او د یوه بل چارواکي عباس ستانکزي د نیولو امر ښيي، چې ددې ډلې ترمنځ اختلافات نور د پټېدو وړ نه دي.

د امنیت شورا د بندیزونو معافیت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په لومړیو کې د طالبانو دریو جګپوړو چارواکو ته د سفر بندیز استثناوې ورکړې، چې دوی ته یې اجازه ورکوله سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د مذهبي او دیپلوماتیکو موخو لپاره سفر وکړي.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر۲۲مه، د امنیت شورا کمیټې د ۱۹۸۸ (۲۰۱۱) پرېکړه لیک له مخې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لپاره د سفر بندیز استثنا تصویب کړه. د دې پرېکړې له مخې، حقاني ته اجازه ورکړل شوې چې د جنورۍ له ۲۳ څخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر درېیمې پورې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو لپاره سفر وکړي، خو نن د فبروري ۱۷مه ده، چې نوموړی لا بېرته کابل ته نه دی راستون شوی.

سره له دې چې د طالبانو سرچینو څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې نوموړی بېرته راستون شوی، خو اوس د طالبانو سرچینې دا تاییدوي، چې نوموړی لاهم له هېواده بهر دی.

حقاني، چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، د ملګرو ملتونو تر سفري بندیزونو، شتمنیو کنګلتیا او نورو بندیزونو لاندې دی.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۵کال د جنورۍ پر۱۰مه د امنیت شورا اړوندې کمیټې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي نور محمد ثاقب لپاره د سفر بندیز استثنا تصویب کړې، چې هغه وکولی شي د جنورۍ له ۱۳مې نه تر۱۶ مې پورې سعودي عربستان ته د حج مراسمو او یوه نندارتون کې د ګډون لپاره سفر وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر چې د درملنې لپاره قطر ته تللی، د څه کم یوې میاشتې لپاره هلته پاتې کېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملا برادر پر سفري بندیز د ۲۰۲۵ کال د فبروري له ۹مې څخه د مارچ تر ۳مې پورې معافیت تایید کړی دی.

تېره اونۍ، عبدالغني برادر په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.

طالبانو تر اوسه د سراج الدین حقاني او ملا برادر د دوحې او متحده عرب اماراتو د سفرونو دلیل نه دی روښانه کړی خو ویل کیږي چې دغه دواړه چارواکي د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زده کړو د بندیزونو او د شخصي پالیسیو د تحمیل له امله د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره مخالفت لري.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د تېښتې رپوټ ور کړی و، چې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او نورو معتبرو سرچینو هم تایید کړ.

ستانکزي د ښځو پرزده کړو بندیزونه د ملا هبت الله شخصي غوښتنې او پرېکړې بللې وې او له هغه سره یې په ګڼو برخو کې ښکاره مخالفت کاوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د افغانستان په هر ولایت کې د سرطان او نورو ناروغیو لپاره روغتونونه جوړوو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته روغتیايي سکټور له یوه ناوړه وضعیت سره مخ شوی، د دغې ډلې د عامې روغتیا سرپرسرت وزیر مولوي نور جلال جلالي ادعا کړې، چې هڅه کوي څو د افغانستان په هر ولایت کې د سرطان ناروغۍ لپاره روغتونونه جوړ کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) راپور ورکړی، چې دا ډله د سرطان ترڅنګ د انتاني، ساري او غېرساري ناروغیو روغتونونه هم جوړوي.

جلالي زیاته کړې ده: «موږ باید خپل مسوولیتونه په صادقانه توګه او له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم ترسره کړو. غواړو چې لږترلږه په هر ولایت کې د ساري ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیا، غېرساري ناروغیو او سرطان لپاره جلا روغتونونه ولرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ادوین سنیزا سلواډور ویلي و، چې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د ملي روغتون وضعیت کړکېچن دی او په وینا یې، د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د دې ناروغۍ پر وړاندې د یوه ناڅرګند دوښمن په توګه خاموشه جګړه روانه ده.

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست نور جلال جلالي د روان کال د مرغومې په ۶مه هم ادعا کړې وه، چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د دولتي روغتونونو د جوړېدو کار پیل شوی دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له کبله د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

نیویارک ټایمز: له طالبانو سره له مستقیم تماس پرته د امریکایي وسلو ترلاسه کول ناشونی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۰

نیویارک ټایمز په خپله یوه مقاله کې ویلي، چې له طالبانو سره له مستقیم تماس پرته د اوه میلیاردو امریکايي ډالرو پوځي تجهیزاتو بېرته اخیستل او د بګرام هوايي اډې کنټرول ناشونی دی.

په مقاله کې ویل شوي، چې دا تګلاره ښايي امریکا ته هم دومره نفوذ ورکړي، چې د افغانستان په ټولییز لوري کې له پرمختګ سره مرسته وکړي.

نیویارک ټایمز په خپلې دغې مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۷مه) خپره شوې، له نړۍ سره د امریکا د نوې تګلارې په اړه د ټرمپ ژمنې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اوس له افغانستان څخه بل ځای ته اړتیا نه شته.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پخوانی سفیر او د منځني ختیځ د انسټیټیوټ څېړونکی جاوید احمد په دې مقاله کې ویلي، چې طالبان نه یوازې دا چې خپل مخالفین ځپي او د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې امریکايي وګړي یې هم یرغمل نیولي او اجازه یې ورکړې، چې افغانستان د القاعدې په ګډون د جهادي شبکو د مرکز په توګه فعالیت وکړي.

نوموړي په دې مقاله کې زیاته کړې، چې د ټرمپ اداره دوه لارې لري، یا دې پرېږدي چې افغانستان نور د جهادیانو په لاس کې ډوب شيي او یا هم له دې ډلې سره اړیکه ونیسي.

د مقالې د لیکوال په باور، که څه هم له طالبانو سره اړیکه ستونزمنه ده، خو له طالبانو سره مستقیم تماس د امریکا د امنیت او ملي ګټو ته د احتمالي جدي ګواښونو د راکمولو یوازینۍ لار ده.

د نیویارک ټایمز د دې مقالې لیکوال ویلي، چې د ټرمپ اداره باید لږ تر لږه په افغانستان کې محدود ډیپلوماتیک حضور ولري او یا په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د لیکوال له نظره، دا امریکا ته اجازه ورکوي چې د طالبانو له مشرانو سره منظم تماسونه ولري ترڅو "په افغانستان کې ځانګړي استخباراتي ټیمونه ځای پر ځای کړي، احتمالي ګواښونه تعقیب او ځواب ورکړي".

که څه هم د دې مقالې لیکوال ویلي، چې د طالبانو په اړه د ټرمپ د ادارې پالیسي روښانه نه ده، خو د ټرمپ لپاره د نوې تګلارې د غوره کولو یو دلیل هم شته.

جاوېد احمد په افغانستان کې د تېر حکومت پر پالېسۍ د ټرمپ نيوکې د هغه د غير واقعي ماهيت له امله کړې دي.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي: «په دې وروستیو کې ښاغلي ټرمپ په ښکاره په افغانستان کې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د بېرته اخیستو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. هغه دا هم وویل چې د بګرام لویه اډه باید د امریکا تر څارنې لاندې په سیمه کې د چین د قدرت د څارنې په توګه ساتل شوې وای. له طالبانو سره له مستقیم تماس پرته دا موخې ناشونې دي.»

نیویارک ټایمز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د چین د نفوذ په اړه د ټرمپ اندېښنه سمه ده. ورځپاڼې لیکلي، چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته چین په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په بیجینګ کې یې د طالبانو د سفیر هرکلی وکړ او چینايي شرکتونو د تېلو او کانونو په برخه کې قراردادونه واخيستل.

د مقالې د لیکوال په باور، که څه هم بېجنګ افغانستان په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره مهم ګڼي، خو طالبان لا هم امریکا ته د یوه «غوښتونکي ملګري» په سترګه ګوري او د امریکا فعاله تګلاره کولای شي، چې په افغانستان کې د چین د حضور له لارې د چین په څارنه کې مرسته وکړي.

دغه ورځپاڼه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې افغانستان ته د امریکا پاملرنه مهمه ګڼي.

د دې مطلب له مخې، افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو مرکز دی چې د طالبانو له واکمنۍ سره د عمل ازادي ډېره ده.

په عین حال کې، په دې هیواد کې د زرګونو دیني مدرسو پرانیستل د افراطیانو او جهادیانو د نوي نسل د راپیدا کولو لپاره شکمن کړي دي.

نیویارک ټایمز په دې مقاله کې په خراسان کې د داعش د پراخېدو په اړه بحث کړی او ویلي یې دي، چې د امریکا د کورني امنیت وزیر په اکټوبر میاشت کې د داعش خراسان په څېر ډلو له خوا له افغانستانه بهر د بریدونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی و.

په دې مقاله کې له القاعدې سره د طالبانو د اوږدې اړيکې دوام ته هم اشاره شوې او په ورته وخت کې ويل شوي، چې طالبانو له دې جهادي شبکې د فشار د وسيلې په توګه ساتلي، چې ترې ګټه پورته کولای شي.

ورځپاڼې د مقالې په دوام کې او دا چې طالب مشران امریکا ته په څه سترګه ګوري ویلي، چې ښايي طالبان متحد ښکاري، خو نه دي.

د مقالې لیکوال په دې باور دی، چې د طالبانو ډېر عملي دریځونه له امریکا سره د نږدې اړیکو په لټه کې دي، څو د دې ډلې حکومت ته نړۍوال مشروعیت ورکړي او د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت ښه کړي.

نیویارک ټایمز د بېلګې په توګه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال څرګندونو ته اشاره کړې، چې تېره میاشت یې ټرمپ د یوه "پرېکنده" او "زړور" کس په توګه وستایه او په کابل کې یې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، که امریکا د دوستۍ لاس وغځوي، طالبان به یې ځواب ورکړي.

د مقالې لیکوال په پای کې لیکي: «له طالبانو سره تعامل به ستونزمن وي، خو افغانستان په پراخه جهادي معما کې یوه مهمه برخه ده. دا غیر واقعي او له خطر سره مخامخ ده چې ودرېږي او د طالبانو د سقوط انتظار وکړي.»

د مقالې د لیکوال په باور، له طالبانو سره اوږدمهاله ښکېلتیا ښايي امریکا ته دومره نفوذ ورکړي چې د بشري حقونو د وضعیت په ګډون د افغانستان په ټولییزه توګه د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.

افغان کډوال ټرمپ ته: امریکا دې مونږ سره پر خپلې شوې ژمنې عمل وکړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰

په پاکستان کې مېشت د امریکا د کډوالۍ ویزو غوښتونکو یو شمېر افغان کډوالو د دغه هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د دوی قضیو ته دې سملاسي پاملرنه وکړي.

دغو کډوالو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې د امریکا د کډوالۍ ویزو بهیر د ځنډ له امله خواشينې ښودلې او په وینا یې، د پاکستاني پولیسو له خوا د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

افغان کډوال زیاتوي چې د تېرو دوو لسیزو پرمهال یې په افغانستان کې د امریکايي همکارانو ترڅنګ د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې کار کړی او اوس له پاکستانه په اېستلو سره د مرګ له ګواښ سره مخ کېدونکي دي.

د یادو کډوالو په وینا، دوی د طالبانو د ګواښونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي او دا مهال په پاکستان کې د ژوند تر سختې کرښې لاندې اوسېږي.

همداراز، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له امریکا غواړي چې له خپلې ژمنې سره سم د دوی لپاره د کډوالۍ د ویزو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

افغانستان انترنشنل-پښتو ته د یو شمېر افغان کډوالو په رارسېدلې ویناپاڼه کې راغلي دي: «یوازینۍ هیله مو دا ده چې امریکا له مونږ سره پر خپلې شوې ژمنه عمل وکړي. مونږ په عاجزانه او اوښکو ډکو سترګو له تاسو په ځانګړې توګه د هغو ښځو او ماشومانو لپاره چې تر ټولو ډېر زیان‌منونکي دي، د مرستې غوښتنه کوو.»

ورته مهال، افغان کډوالو د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه هم غوښتي چې په پاکستان د دوی ناوړه وضعیت ته دې جدي پاملرنه وکړي او زیاتوي، چې دوی په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یې له سختو شرایطو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډ‌والو د نیولو او اېستلو بهیر چټک شوی دی.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د یو فرمان په صادرولو سره د افغانانو په ګډون دغه هېواد ته د ځینو هېوادونو د کډوالو د ننوتلو بهیر د درېیو میاشتو لپاره وځنډاوه.

د مقاومت جبهه: په کندوز کې مو ۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د دوی جنګیالیو درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دغې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا برید یې د دوشنبې په ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې کړی.

مقاومت جبهه زیاتوي، چې په دغه برید کې یې د لویې لارې د کنډک وسله وال طالبان په نښه کړي، چې له برید وروسته د طالبانو دوه میله وسله او یو مخابره د دوی جنګیالیو ته په لاس ورغلي.

دغې جبهې د اېکس په دغه پوسټ کې لیکلي، چې په یاد برید کې د دوی جنګیالیو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو بیا تر اوسه د مقاومت جبهې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې د مقاومت او ازادۍ جبهې په دې تورنې کړې، چې په خپلو بریدونو کې یې عامو خلکو ته زیان رسولی، خو مقاومت جبهې بیا دغه ادعا رد کړې وه.

د طالبانو د افغانستان بانک مشر د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د کډون لپاره روسیې ته لاړ

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي چې د دې بانک د رییس نور احمد اغا په مشرۍ یو پلاوی د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د کډون لپاره د روسیې فدراسیون یکاترینبورک ښار ته لاړ. دې کانفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي برخه اخلي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کنفرانس به د فبرورۍ له ۱۹مې تر ۲۱مې دوام کوي.

په دې کنفرانس کې به د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي په کې برخه اخلي، ترڅو د مالي امنیت، عصري بانکوالۍ سیستمونو او د سایبري ګواښونو پر ضد د مؤثرو تدابیرو په اړه بحثونه وکړي.

په دې کنفرانس کې به د سایبري بریدونو پر وړاندې د مقاومت ځواک لوړولو، د ډیجیټل بانکوالۍ ساتنې او د نوو ټکنالوژیو د امنیتي چوکاټونو پر پراختیا خبرې وشي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کنفرانس کې ګډون به د افغانستان بانک لپاره نه یوازې د سایبري امنیت د نوې پوهې ترلاسه کولو یوه مهمه موقع وي، بلکې د هېواد د بانکي سکتور لپاره به د نړیوالو تجاربو او نوو نظریاتو سره د همکارۍ لپاره فرصتونه هم برابر کړي.

دوی زیاتوي چې د افغانستان بانک د دې کنفرانس د ګډون له لارې تمه لري چې د سایبري امنیت په برخه کې نوې تجربې ترلاسه کړي او د هېواد د بانکي سکتور لپاره لاښه امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.