مسعوده جلال چې د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره او د دغه هېواد د تاریخ لومړنۍ ښځه ده، چې د ولسمشرۍ لپاره نومانده شوې وه، له فرانس پرېس اژانس سره په مرکه کې ویلي: «کله چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې بېرته واک ته ورسېدل هر څه له لاسه ووتل.»
هغې زیاته کړه: «طالبانو پر افغانستان بېرته توره تیاره راوسته چې مونږ له ډېرې سختۍ سره مخ شوو او ترې وتښتېدلو.»
د طالبانو له دغو ژمنو سره سره چې ګواکې دوی به د ۹۰یمې لسیزې د سخت دریځۍ سیاست ته بېرته ستانه نه شي، یادې ډلې د اسلامي شریعت په نوم سخت قوانین وضع کړي دي چې په کې پر ښځو توندلاري بندیزونه، په دار ځړونې او په عامه ځایونو کې د صحرایي محکومو د سزاګانو سربېره وژنې هم شاملې دي.
ښځې او نجونې له ۱۲ کلنۍ وروسته د زده کړو، ښځینه دندو، او عامه ځایونو ته له تګ راتګ څخه منعه کړل شوې دي، هغه محدودیتونه چې ملګري ملتونه یې د «جنسیتي اپارټایډ» په نوم یادوي.
د تیارو ختمولو لارې شته؟
مسعوده جلال، چې ۶۱ کلنه ډاکټره ده او له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۶ پورې افغانستان کې د ښځو چارو وزیره وه ټینګار کوي: «د دې تیارو پر روښنایي د بدلولو لپاره لاره شته.»
هغې دا خبرې د سویس جینیوا ښار کې وکړې، چیرې چې د ښځو د حقونو په برخه کې د یوې جایزې د ترلاسه کولو لپاره له خپلې لور حسنا جلال سره د بشر حقونو او ډېموکراسۍ کلني کنفرانس ته تللې وه.
اغلې جلال وویل: «دا کار سخت دی، خو ناشونی نه دی. دا ستونزه د حل وړ ده.»
د نړۍ وال کنفرانس اړتیا
مسعودې جلال د ۲۰۰۱ د بن کنفرانس په څېر د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د بن کنفرانس چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د جرمني په بن ښار کې جوړ شوی و، د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ له پرځېدو وروسته د یو نوي حکومت د جوړېدو او د افغانستان ډېموکراسۍ ته د رسیدو هوکړه رامنځته کړه.
هغې وویل: «د کابل اوسنی رژیم نه د خلکو ملاتړ لري او نه هم د نړۍوالو لهخوا په رسمیت پېژندل شوی.»
نوموړې د افغانانو د اوسني حالت په اړه وویل: «میلیونونه خلک په دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي. ولې باید دا حالت دوام ومومي؟»
هغې ټینګار وکړ چې که نړۍواله اراده موجوده وي، طالبان او د هغوی ملاتړي اړ کیږي، چې د مذاکراتو مېز ته کیني.
د مسعوده جلال په خبره، نړۍواله ټولنه مسوولیت لري، چې د افغانستان دا ژور کړاو پای ته ورسوي او نړۍ باید یوازې د ننداره کوونکو په توګه پاتې نه شي.
افغانان به بیا راپورته کیږي
جلال د ۲۰۰۱ کال خوشحالي یادوله هغه مهال چې: «نړیواله ټولنه افغانستان ته راغله او یو دموکراتیک سیستم یې رامنځته کړ.»
مسعوده جلال، چې په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو کارکوونکې وه، لومړنۍ ښځه وه، چې په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره نومانده شوه.
که څه هم چې هغې د ټولټاکنو په پایله کې یوازې ۱.۱ سلنه رایې ترلاسه کړې او حامد کرزي ته یې ماتې وخوړه، خو هغې وویل: «ما فکر کاوه چې زه به وګټم.»
هغې وویل: «زما سیالان ټول د وسله والو ډلو غړي وو، خو زه د هېواد ګوټ ګوټ ته تللې وم او خلکو ته مې مرستې رسولې، چې له همدې امله مې د خلکو زړونه ګټلي وو.»
که څه هم چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې ماتې خوړل نا هیلې کوونکې وه، خو جلال دا خبره رد کړه چې ګواکې د افغانستان خلک چمتو نه دي چې ښځې واک ته ورسېږي.
هغې ډېموکراسۍ ته د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ :«البته چې ښځې باید په کې مساوي حقوق ولري.»
د مسعوده جلال په وینا: «څرنګه چې ښځو تر ټولو ډېر درد لیدلی، هغوی ته باید زیات امتیازات ورکړل شي. موږ باید ډېرې ښځې د سیاسي بهیر برخه کړو او هغوی د هېواد د رهبرۍ مقام ته ورسوو.»
مسعوده جلال چې د جینیوا د بشر حقونو په کنفرانس کې یې وینا کوله، د «جبري جلاوطنۍ» یادونه وکړه، خو په خپلو خبرو کې یې په ډاګه وویل چې «جلا وطني» د تسلیمیدو په معنا نه ده.