سرچینې: امربالمعروف په جلالاباد ښار کې لګېدلی لوی سکرین غیرفعال کړ

له ننګرهاره ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو د جلالاباد ښار په «مخابراتو څلورلارې» کې د ښاروالۍ لهخوا لګېدلی لوی سکرین غیرفعال کړی دی.

له ننګرهاره ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو د جلالاباد ښار په «مخابراتو څلورلارې» کې د ښاروالۍ لهخوا لګېدلی لوی سکرین غیرفعال کړی دی.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲مه) زیاته کړې چې دا اقدام د طالبانو د امربالمعروف ریاست د سپارښتنې له مخې شوی دی.
د سرچینو په خبره، په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست غړو د جلالاباد ښاروالۍ لپاره د دغې ډلې له ښاروال سره په ناسته کې د دغه سکرین د غیرفعالولو جدي سپارښتنه کړې ده.
سرچینو په جلالاباد ښار کې د طالبانو د امر باالمعروف ریاست لهخوا دغه لوی سکرین د غیرفعالولو د لامل په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، وړمه ورځ ځینو خبریالانو د یوې خبري غونډې پرمهال په جلالاباد کې د طالبانو ښاروالۍ له مرستیال مولوي محمد اسحاق سعید څخه د دغه سکرین د غیرفعالولو د لامل په تړاو پوښتي، خو هغه د دې موضوع د تایید ترڅنګ ادعا کړې چې بل مناسب ځای ته یې لېږدوي.
دا سکرین تېر کال د طالبانو د جلالاباد ښاروالۍ له خوا د شاوخوا ۵.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت اخیستل شوی او وخت ناوخت پرې سوداګریزې خبرتیاوې، د کرېکټ لوبې او نور پروګرامونه خپرېدل.
د یادونې ده چې د طالبانو د امربالمعروف غړي د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرېدو سره ډېر کلک مخالفت لري او په وار-وار یې په خپلو غوڼدو کې هم خبریالانو ته د فلم یا عکس اخیستلو اجازه نه ده ورکړې.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل له روم اساسنامې څخه د طالبانو وتلو ته په غبروګون کې ویلي چې دا ډله د خپلو مشرانو د نیولو له حکم څخه ډاره شوې ده.
طالبان وایي، چې د روم اساسنامې ته مکلف نه دي او د تېرې ادارې لهخوا دې اساسنامې ته الحاق دوی ته «هېڅ ډول حقوقي اعتبار» نهلري. طالبانو همدا راز د جرمونو نړۍوالې محکمې کړنې د عدالت او انصاف له مخې نه بلکې د «سیاسي تمايلاتو» له مخې ګڼلې دي.
محمود صیقل پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي: «طالبان، چې پهخپله هېڅ مشروعیت نهلري، په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان پرېکړه چې د نړۍوالې جنایي محکمې د جوړولو تړون سره یوځای شي "غیرقانوني" اعلان کړه ځکه چې دوی د خپلو مشرانو د نیولو له حکم څخه ویره لري. دا یوه څرګنده دسیسه ده چې د هغو مشرانو د نیولو په امرونو باندې سیوری غوړوي چې د محکمې په اجنډا کې دي.»
طالبانو د جرمونو پر نړۍوالې محکمې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه محکمه ولې پهخوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو چوپه خوله وه او پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی.
دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د «اشغالګرو» او د هغوی د متحدینو لهخوا د عامو افغانانو پر خلاف د ترسره شویو جنګي جرمونو هېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه هم د هغو «ظالمانه کړنو» مخنیوی شوی دی.
یاده دې وي چې د طالبانو حکومت د روم له اساسنامې داسې مهال د وتو اعلان وکړ چې تېره میاشت د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر ملاهبت الله او د دغې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني موجرمین اعلان کړل او د نیولو امر یې وکړ.

د څارونکو څېړنیز بنسټ (او ار ایف) د چین له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوې ستراتیژۍ یوه مقاله خپره کړې، چې پهکې افغانستان، پاکستان او چین کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو پراخوالي، پر طالبانو د چین نفوذ او د افغانستان له طبیعي زیرمو د چین پراخې ګټې اخیستنې ته کتنه شوې.
د چين له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتيژي د سینکیانګ په کور دننه کنټرولولو څخه د بهرنيو ګټو تر خوندي کولو او له اقتصادي او دېپلوماتيکو ګټو سره د سيمه ييزو ګواښونو انډول کولو پورې پراخه شوې ده.
په مقاله کې راغلي د پاکستان او افغانستان تر منځ روان کړکېچ د چین د ترهګرۍ ضد هڅې نورې هم پېچلې کوي.
په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې، دغه ډله د ټي ټي پي په څېر سازمانونو په وړاندې د افغان خاورې څخه فعالیت کولو ته زړه نازړه ده.
دغه کار بیجینګ په یوه نازک دریځ درولی او په سیمه کې یې د خپلو دېپلوماتیکو اړیکو انډول ساتلی او د هغو امنیتي ګواښونو په وړاندې مبارزه کوي، چې د دوی ستراتیژیکې ګټې زیانمنوي.
چین په دې لټه کې دی چې پر طالبانو خپل اقتصادي اغېز زیات کړي، په ځانګړې توګه د یو کمربند او یوه لار د نوښت (پي ار ای) په څېر د نوښتونو له لارې، چې موخه یې د افغانستان د طبیعي زیرمو له پراخو شتمنیو څخه ګټه اخیستنه ده.
مقاله وړاندې لیکي: «د چین د پانګونې دا نفوذ نه یوازې د چین لپاره، بلکې د طالبانو لپاره هم مهم دی، چې په اغیزمنه توګه د نړۍوال مشروعیت په لټه کې دي.»
مقاله کې راغلي: «له اقتصادي هڅونې سره سره، په افغانستان کې د چین د ستراتیژۍ بنسټ د دفاعي ګټو لهخوا پرمخ وړل کیږي. د پانګونې د فرصتونو په وړاندې کولو سره، چین هیله لري چې طالبان دې ته وهڅوي چې د ټي ټي پي په څېر ډلو په وړاندې قوي اقدام وکړي او په دې توګه د خپلو اړتیاوو ساتنه وکړي.»
دغه امنیتي تمرکز خورا مهم دی ځکه، چې چین د خپلو پولو په اوږدو کې د ناامنیو په ډېرېدو کې د خپلو ملي ګټو ساتنه کوي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستیو پوځي نښتو، په افغانستان کې د ټي ټي پي پر مرکزونو د هوايي بریدونو په ګډون، د طالبانو سخت اعتراضونه راپارولي دي، چې پاکستان د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو په رامنځته کولو تورنوي.
مقاله کې راغلي، که د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې کیږي، دا د خپلو پانګوونو د ثبات په اړه د چین اندیښنې زیاتوي، په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي زیاتوالی د سیپېک په څېر مهمې پروژې کمزورې کوي.
سربیره پردې، که چېرې افغانستان د وسله والو ډلو په پټنځای بدل شي او سیمه نوره هم بې ثباته کړي، د چین ستراتیژیکې ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي.
د چین دوه اړخیزه ستراتیژي
په کور دننه په شينجيانګ کې د چين سخت امنيتي تدابیر د تروريزم ضد پراخې تګلارې منعکس کوي، چې د افغانستان او طالبانو د رژيم په اړه يې د تګلارې پراخوالی ښيي.
په داسې حال کې چې د طالبانو هغه ښکاره ژمنه، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادنو په ضد نه کاریږي اوس یوازې ژمنه ښکاري او دغه هېواد د ترهګرو ډلو د شتون له امله سخت کمزروی شوی، د دوی محدودې سرچینې او داخلي اختلافات له تروریزم سره د مبارزې اغیزمنې هڅې ځنډوي، او د ترهګرو پر فعالیتونو د مرکزي کنټرول پلي کولو وړتیا پیچلې کوي.
لکه څنګه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی د ټي ټي پي د فعالیتونو او غچ اخیستونکو اقداماتو له امله زیاتیږي، د منځګړیتوب په توګه د چین رول نور هم مهم کیږي.
دا د څو اړخیزه ستراتیژیو اړتیا په ګوته کوي، چې له جیوپولیټیک ملحوظاتو سره د امنیتي اندیښنو انډول برابر کړي.
د ترهگرۍ ضد سناریوګانو په اړه د متحده ایالاتو او چین روانه سیالي، د ټرمپ د ادارې د بېرته راستنېدو لاندې به سیمه ییز ثبات او نړۍوال امنیتي خوځښت ته بل شکل ورکړي.
د چین له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتیژي احتمال لري چې سیاله پاتې شي - د اوږدمهاله اقتصادي هیلو په وړاندې د سملاسي امنیتي اړتیاوو برابرول، چې موخه یې د نړیوال امنیت په جوړولو کې د یو مهم لوبغاړي په توګه په ځان بسیا کېدل دي.
په پاکستان کې د ګواښونو زیاتوالی
مقالې په پاکستان د سخت دریځو د فعالیتونو ډېروالي ته هم اشاره کړې او لیکي: په ګاونډیو سیمو کې د (ټي ټي پي) په څیر ډلو بیا راپورته کیدل د چین ملي امنیت په مستقیم ډول ګواښي.
لکه څنګه چې بیجینګ په پاکستان کې خپله اقتصادي پانګونه زیاتوي، په ځانګړې توګه په ټوله سیمه کې د لویو زیربنایي پروژو له لارې، د دې پانګونو امنیت خورا مهم شوی دی.
ټي ټي پي، له حکومت سره د ایډیالوژیکي مخالفت او د سیمه ییزو سرچینو د بهرني استخراج په وړاندې د ناراضۍ له امله، په زیاتیدونکي توګه هغه چینایي وګړي په نښه کوي چې په دغو پروژو کې کار کوي.
په پاکستان کې نا امنۍ په بیجینګ کې امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ټي ټي پي ترڅنګ، نورو وسله والو اورپکو ډلو، لکه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډله (بي ایل اې) د چینایي وګړو په وړاندې د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی، او ادعا کوي چې د سیپېک نوښتونو په سیمه کې بلوڅ ټولنې ته زیان رسولی او له سیمه ییزو سرچینو څخه یې ګټه اخیستې ده.
دا پرمختګونو له چین سره د پاکستان اړیکې د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ کې ژورې نغښتې دي. لکه څنګه چې په چینایي کارګرانو بریدونه زیات شوي، پاکستان اړ شوی چې د ترهګرۍ ضد هڅو ته وده ورکړي، اضافي پوځي سرچینې ځای پرځای کړي او د چینایي پانګونو په شاوخوا کې امنیتي پروتوکولونه پراخ کړي.
د راپورونو له مخې د چینایي وګړو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو شمیر د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ ترمنځ دوه پر دریمه برخه ډیر شوی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترهګرۍ ضد نوې ستراتیژي اعلان کړه چې تمرکز یې د نوي پوځي عملیاتو پر ځای د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د روانو عملیاتو پیاوړتیا باندې تمرکز کوي.
دغه تګلاره نه يوازې په شينجيانګ کې د چين له تګلارو سره سمون خوري، بلکې په پاکستان کې اوسنۍ سياسي فضا هم منعکسوي، چې موخه يې د اوږدې مودې داخلي شخړو وروسته پر پوځ د خلکو باور بېرته راګرځول دي.

ایراني رسنۍ وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک او د ایران مرکزي بانک مشرانو، نوراحمد اغا او محمد رضا فرزین په روسیه کې د پیسو او بانکي راکړېورکړې د پراختیا په موخه یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
تسنیم چې د ایران دولتي خبري اژانس دی، د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، د دواړو بانکونو مشرانو د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د «نوې بانکدارۍ ټېکنالوژۍ» تر نامه لاندې د کنفرانس په یوې څنډه کې لیدلي دي.
د نوموړي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دواړو اړخونو د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته په اشارې د بانکدارۍ او پولي اړیکو پر پیاوړتیا او دوامداره همکارۍ ټینګار کړی دی.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې پر امریکا د ټرمپ له واکمنېدو وروسته، په ایران او افغانستان کې د هغه د شدیدو بندیزو له امله د دواړو هېوادونو پولي واحدونه ورځ تر بلې مخ پر کښته روان دي.
د یادونې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مشر نوراحمد اغا څو ورځې مخکې د «په مالي چارو کې د سایبري امنیت» په نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی و.
ایران او روسیه طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته دواړو هېوادونو له یادې ډلې سره په اقتصادي او نورو برخو کې ښې اړیکې ساتلي او پاللي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي له افغان کرکټ لوبډلې سره د پرېکون سیاسي غوښتنې رد کړې. په برېټانیا او سویلي افریقا کې یو شمېر سیاستوالو له خپلو کرکټ بورډونو غوښتنه کړې چې د اتلانو جام ګروپي سیالیو کې دې له افغانستان سره لوبې نه کوي.
دا غوښتنې د طالبانو لهخوا د ښځو پر سپورت د بندیز او د ښځو د حقونو د محدودېدو له امله شوې دي.
د سویلي افریقا د سپورت وزیرګېټون مکینزي ویلي چې که وروستۍ پرېکړه د ده په لاس کې وای، نو د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ سیالي به بېخي نه وای ترسره شوې خو دا لوبه د جمعې په ورځ په کراچۍ کې پلان شوې. همداراز د افغانستان او بریټانیا لوبه راتلونکې چارشنبه په لاهور کې ترسره کېږي.
شهیدي د پنجشنبې په ورځ وویل: « زموږ دنده د لوبې کول دي، موږ د کرکټ له بهرنی ماحول سره کار نه لرو».
هغه زیاته کړه: « موږ یوازې هغه څه کنټرولوو چې د لوبغالي دننه دي، نو دا زموږ دنده ده او نورې خبرې پر موږ فشار نه شي راوړلای».
د افغانستان وروستۍ ګروپي لوبه د فبرورۍ پر ۲۸مه د اسټرالیا پر وړاندې په لاهور کې ده.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو سترو نړیوالو ټورنمنټونو کې ښې لاسته راوړنې لرلې او د اتلانو جام سیالیو کې هم ترې د حیرانوونکو بریاوو تمه شته.
په ۲۰۲۳ نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې بریټانیا او پاکستان ته ماتې ورکړې او په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې یې اسټرالیا او نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.
د اې پي د رپوټ له مخې، همداراز افغانستان خپل وروستي څلور یو ورځني نړیوال سیریزونه ګټلي، چې یو یې په تېره سپټمبر میاشت کې د سویلي افریقا پر وړاندې و.
شهیدي وویل: « موږ ۱۰۰ سلنه د دې ټورنمنټ د ګټلو لپاره لوبېږو، ځکه موږ په تېرو دوو کلونو کې ډېر معیاري کرکټ کړی».
هغه زیاته کړه: « دا زموږ لپاره یو ښه فرصت دی، ځکه زموږ لوبغاړي تجربه لري او د دې سیالیو شرایط هم موږ ته مناسب دي. هیله لرو چې په یوه بري سره پیل وکړو او په همدې قوت سره ټورنمنټ ته دوام ورکړو».
شهیدي هیله وښوده چې د کراچۍ په سټيډیوم کې به د افغان لوبډلې لپاره قوي ملاتړ وي.
هغه وویل: « دلته ډېر افغانان اوسیږي، او موږ تېر ځل په اسیا کپ کې ولیدل چې یو شمېر افغان مینه وال د لوبو لیدو ته راغلل. زه پوهیږم چې دلته په پاکستان کې ډېر پښتانه هم اوسیږي، نو هیله لرو چې سټيډیوم به ډک وي».

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د تېر یوه کال په اوږدو کې په افغانستان کې د یوناما دفتر فعالیتونه ګټور نه وو او په خپلو راپورونو کې یې د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کړی دی. حمدالله فطرت وايي، یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان امنیت او پرمختګونه بل ډول تعبیرول.
د طالبانو د ویاند مرستیال د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د تېر یوه کال پر مهال په افغانستان کې ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) فعالیتونه ګټور نه وو.
نوموړی وایي:«په افغانستان کې د یوناما ماموریت موثریت نه درلود، په ډیر تاسف سره چې دوی په تېر یوه کال کې په خپلو راپورونو کې د افغانستان د واقعیتونو په تحریفولو او د افغانستان د ناسم تصویر په وړاندې کولو باندې زیات تمرکز درلود او دلته ډیرو وړو پېښو ته یې ډیره هوا ورکوله او په افغانستان کې دغه شته امنیت او پرمختګونه یې په بل ډول تعبیرول».
فطرت وايي، د ملګرو ملتونو په ناستو کې د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان په اړه د منفي نظریاتو لامل هم د یوناما ناسم راپورونه وو.
یاد طالب ویاند وايي، « دوی هڅه کوله خلکو ته یو ډول اندېښنه ایجاد کړي او بل کله کله چې د ملګرو ملتونو اړوندو ناستو کې د افغانستان په اړه منفي نظریات خپریږي، په دې کې هم د یوناما د ناسمو راپورونو او تبلیغاتو لوی رول و، د دوی اکثریت راپورونه په ناسمو او غیر درست منابعو ولاړ وو.»
طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د فعالیتونو په اړه نیوکه کوي، چې یوناما د جنوري په وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.
یوناما په خپل راپور کې ویلي و، چې د طالبانو د فرمانونو له امله د رسنیو په منځپانګه او چارو کې لاسوهنې د رسنیو ازادۍ ته جدي زیان رسولی او د طالبانو له لوري پر زده کړو، کار او عام ژوند د سختو بندیزونو له امله د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین حد ته رسېدلی دی.