طالبانو له ایران سره د بانکي پراختیا په برخه کې هوکړه وکړه

ایراني رسنۍ وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک او د ایران مرکزي بانک مشرانو، نوراحمد اغا او محمد رضا فرزین په روسیه کې د پیسو او بانکي راکړې‌ورکړې د پراختیا په موخه یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.