• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت موثریت نه درلود

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د تېر یوه کال په اوږدو کې په افغانستان کې د یوناما دفتر فعالیتونه ګټور نه وو او په خپلو راپورونو کې یې د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کړی دی. حمدالله فطرت وايي، یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان امنیت او پرمختګونه بل ډول تعبیرول.

د طالبانو د ویاند مرستیال د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د تېر یوه کال پر مهال په افغانستان کې ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) فعالیتونه ګټور نه وو.

نوموړی وایي:«په افغانستان کې د یوناما ماموریت موثریت نه درلود، په ډیر تاسف سره چې دوی په تېر یوه کال کې په خپلو راپورونو کې د افغانستان د واقعیتونو په تحریفولو او د افغانستان د ناسم تصویر په وړاندې کولو باندې زیات تمرکز درلود او دلته ډیرو وړو پېښو ته یې ډیره هوا ورکوله او په افغانستان کې دغه شته امنیت او پرمختګونه یې په بل ډول تعبیرول».

فطرت وايي، د ملګرو ملتونو په ناستو کې د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان په اړه د منفي نظریاتو لامل هم د یوناما ناسم راپورونه وو.

یاد طالب ویاند وايي، « دوی هڅه کوله خلکو ته یو ډول اندېښنه ایجاد کړي او بل کله کله چې د ملګرو ملتونو اړوندو ناستو کې د افغانستان په اړه منفي نظریات خپریږي، په دې کې هم د یوناما د ناسمو راپورونو او تبلیغاتو لوی رول و، د دوی اکثریت راپورونه په ناسمو او غیر درست منابعو ولاړ وو.»

طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د فعالیتونو په اړه نیوکه کوي، چې یوناما د جنوري په وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

یوناما په خپل راپور کې ویلي و، چې د طالبانو د فرمانونو له امله د رسنیو په منځپانګه او چارو کې لاسوهنې د رسنیو ازادۍ ته جدي زیان رسولی او د طالبانو له لوري پر زده کړو، کار او عام ژوند د سختو بندیزونو له امله د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین حد ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د حامد کرزي او د ایران د سفیر لیدنه

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره په کابل کې ولیدل او خبرې یې وکړې.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د سیمې پر روان وضعیت بحث وکړ او د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د لا پراخوالي او پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د پخواني ولسمشر دفتر د نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي، چې حامد کرزي د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو د دوام له امله خوښي څرګنده کړه او په ایران کې د افغان ځوانانو لپاره د ښوونیزو اسانتیاوو د برابرولو له امله یې مننه وکړه.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول د ښه ګاونډیتوب د ټینګېدو او ګډو کلتوري ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ګټور وبلل.

ایران په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو په دغه هېواد کې د ژوند او کار ساحه تنګه کړې او هره ورځ ګڼ افغانان نیسي او افغانستان ته یې اخراجوي.

د طالبانو دفاع وزیر: موږ د نړۍ یوه برخه یو او غواړو له دنیا سره ژوند وکړو

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزير ملامحمد یعقوب په یوه غونډه کې وویل، چې د « خپلې عقيدې او ملي ګټو» په چوکاټ کې په ټولو برخو کې له ټولو هېوادونو سره تعامل ته تيار دي. نوموړي ويلي، چې دوی د نړۍ برخه ده او غواړي له دنیا سره ژوند وکړي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب د پنجشنې په ورځ د سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د څلورو طبي څانګو د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې له ټولو هېوادونو سره په متقابل احترام اړيکي غواړي او دوی نه غواړي، چې افغانان بیا ناخوالو ته وګرځي.

هغه زياته کړه: «موږ د دې نړۍ يوه برخه یو. غواړو چې د دنیا سره ژوند وکړو.د ټولو اسلامي او ملي منافعو په نظر کې نيولو سره، په متقابل احترام ولاړې اړيکې ولرو، نه غواړو چې بیا پرديو اشغالګرو ته زمينه برابره شي».

د نوموړي په وینا، ځيني ستونزې درک کوي او د ملت ژغورنې لپاره به د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

هغه وویل: «باید د دې ملت د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړو، ځينې وختونه د ځينو مشکلاتو د حل په وجه تر هغه د لویو مشکلاتو سره موږ مخامخ کیږو.» نوموړي دا ونه ویل چې له کومو ستونزو سره مخ دي.

هغه غوښتنه وکړه، چې د تل پاتې ثبات لپاره باید حوصله وشي.

د طالبانو دفاع وزير په بهر کې له افغان ډاکټرانو غوښتنه وکړه، چې وطن ته راشي او د خلکو خدمت وکړی.

دغه طالب چارواکی پر داسي مهال له نړیوالو سره د تعامل غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په خپلو خبرو کې ویلي و، چې له نړۍ سره د تعامل هيڅ اړتیا نه لري او هيڅ وخت به «د شریعت پر سر معامله ونه کړي».

د کابل ـ کندهار پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ تنه مړه شوي

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۰

په زابل کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د یوه باروړونکي ټېلر او کوچني موټر ترمنځ د ټکر له امله ۷ تنه مړه شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

په زابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې دغه ټرافیکي پېښه نن غرمه مهال د کابل ـ کندهار پر عمومی لاره د کلات ښار اړوند پل سنګي سیمه کې د یوه باروړونکي ټېلر او یوه کوچني موټر ترمنځ شوې ده.

د زابل امنیه قومانداني وايي، په یاده ټرافیکې پېښه کې څلور ښځې او درې ماشومان مړه شوي او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان دي.

د یادې ترافیکي پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

د زابل امنیه قومانداني وايي، ټپي شوي کسان روغتون ته لیږدول شوي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، د باروړونکي ټېلر موټر چلوونکي تر پېښې وروسته د تیښتې هڅه کړې، خو طالبانو نیولی دی.

د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د روان کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې هم دوو ټرافیکي پېښو له امله ۴۴ تنه مړه او ۷۶ نور ټپیان شوي وو.

د ویانا غونډې ته د طالبانو لوی درستيز غبرګون: له طالبانو وروسته افغانستان نشته

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۰

د طالبانو لوی درستيز فصیح الدین فطرت نن په کابل کې د ویانا ناستې ته په اشارې وویل، چې له طالبانو وروسته افغانستان وجود نه لري او څوک دې يې پر وړاندې د توطيو جوړولو هڅې نه کوي. نوموړي ويلي، چې د طالبانو په منځ کې هيڅ اختلافات نشته.

د طالبانو لوی درستيز فصیح الدین فطرت په کابل کې د سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د طبي مرکزونو د پرانيستې په مراسمو کې وویل، چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د وروستۍ ناستې ګډونوال د ملت له خوا رد شوي او هيڅ وخت به خپلو موخو ته ونه رسيږي.

فطرت ويلي، چې دغه کسان د «کفارو په شتون کې» له وطنه تښتيدلي او اوس د دوی په وړاندې توطيې جوړوي.

نوموړي زياته کړې: « د ویانا د غونډي کسان له طالبانو وروسته د افغانستان په اړه فکر کوي، زه یقین لرم، چې دغه خلک په ملت کې ځای نه لري، دوی باید پوه شي، چې له طالبانو وروسته افغانستان وجود نه لري».

د طالبانو لوی درستیز وایي، چې د دوی په منځ کې واک، څوکۍ او قدرت مهم نه دی او هغه کسان ډېر پرمختګ کوي، چې د خلکو خدمت وکړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو په منځ کې اختلاف نشته او هر څوک چې د امنیت ګډولو هڅه کوي ځواکونه به یې پر وړاندې دريږي.

هغه زياته کړه: « هر څوک چې د افغانستان په هره برخه کې د امنیت د ګډوډولو هڅه او فکر کوي دوی به یې مخه نیسي، امنيتي ځواکونه کمزوري نه دي، دا هغه ځواکونه دي، چې ۲۰ کاله له لویو قدرتونو سره وجنګيدل او اوس امنيت هم ساتلی شي».

فصیح الدین فطرت خپلو مخالفو ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان نيول د هغوی لپاره یو خوب او خيال دی او هيڅ وخت به بریالي نه شي.

د طالبانو مخالفانو پرله پسې دوه ورځې په ویانا کې غونډه وکړه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې اعلان وکړ، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یې مهم سندونه تصویب کړي دي.

د دې غونډې ګډونوالو وويل، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یې د ډیموکراتیک نظام جوړښت، نړیوالو اړیکو، بشري حقونو او اقتصادي برخو په اړه ارزښتناک سندونه تصویب کړي.

د ویانا له پروسې د حنیف اتمر هرکلی: هغه څه باید شاته پرېږدو چې د جمهوریت د سقوط لامل شول

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر محمد حنیف اتمر د ویانا پروسه یو مثبت او د ملاتړ وړ ګام بللی او د دې پروسې د پنځمې ناستې د ترسره کېدو مبارکي یې د هغې تنظیموونکو او ګډونوالو ته ویلې ده.

نوموړي په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د ویانا پروسې او ملي هڅو سره د افغانستان د راتلونکي لپاره یو قوي فکري اشتراک لري.

د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ اتمر پر خپل اېکس ولیکل، « موږ ټول غواړو ملي حاکمیت بېرته د افغانستان خلکو ته را ستون شي او یو داسې سیاسي نظام رامنځته شي چې د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ ولاړ وي، د ټولو افغانانو، ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو، اساسي حقوقو ته ژمن وي».

اتمر وویل چې دا ډول نظام نه یوازې د افغانستان د دوامدارې سولې بنسټ دی، بلکې د سیمه‌ییز ثبات او نړیوال امنیت لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

نوموړي د ویانا پروسې هڅې د ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې دا پروسه وکولای شي د سیاسي او مدني جریانونو له پراخو مشورو سره یوه هر اړخیزه لارنقشه او مهم اسناد چمتو کړي.

خو اتمر د دې پروسې د لا پیاوړتیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم کړي دي.

اتمر د ملي مشورتي پروسې پراخول او د هغې ټول‌ شموله کول مهم ګڼي او ټینګار کوي، چې نور سیاسي جریانونه هم ورته پایلې ته رسېدلي دي، نو باید ګډ کار ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه وايي، « که سیاسي او لوژستیکي محدودیتونه د ګډو غونډو مخنیوی کوي، باید له نوښتګرو لارو کار واخیستل شي، استازي واستول شي او د ملي همکارۍ لپاره ګډ تفکر رامنځته شي».

اتمر زیاتوي، « موږ باید یو بل ته د دوستۍ او همکارۍ لاس ورکړو او هغه اختلافات شاته پرېږدو چې زموږ د جمهوریت د سقوط لامل شول».

هغه دغه راز ویلي، چې لومړی باید پر هغو ټکو ملي همکاري پیل شي، چې ټولیز توافق پرې موجود دی.

د اتمر په باور، د مشروع نظام رامنځته کول او د بین‌الافغاني سیاسي مذاکراتو ترسره کول د ټولو لپاره د منلو وړ دي، نو باید ژر تر ژره پرې کار وشي.

اتمر په پای کې یو ځل بیا خپل او د خپلو همکارانو تعهد څرګند کړی او ډاډ یې ورکړی، « موږ چمتو یو چې له هر هغه افغان سره همکاري وکړو چې د دې اصولو ملاتړ کوي او موږ به د یو هدفمند او اصولي ګډ کار لپاره هېڅ ډول هڅه ونه سپموو».