• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه محمود میاخېل: د ویانا غونډې زیات شمېر ګډونوال د قومي اجنډا فکر لرونکي وو

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۰

د وروستي جمهوري نظام د دفاع پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل په ویانا کې د طالبانو مخالفو سیاسي اشخاصو پنځمې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو ظالمانه واکمنۍ لپاره مخالفت د ستاینې وړ دی خو د دغې غونډې زیات شمېر ګډونوال د قومي اجنډا فکر لرونکي وو.

په ویانا کې د طالبانو سیاسي مخالفینو پنځمه ناسته د سلواغې په ۳۰ نېټه تر سره کړه او د یو دوامداره، ډیموکراټیک افغانستان د راتلونکي لپاره یې تګلاره وړاندې کړه. د دې غونډې ګډونوال وايي، د افغانستان د راتلونکي لپاره یې ارزښتناک سندونه هم تصویب کړي.

شاه محمود میاخېل دغه غونډې په اړه پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي: «ډېری افغانان په بنسټیز ډول د ویانا غونډې سره د هغې د انحصار او د ځینو اشخاصو د ترویج له امله مخالفت کوي. لکه څنګه چې ډېری افغانان د واک او استثنایي سیاست په اړه د طالبانو انحصار ردوي، دوی د ورته دلیلونو لپاره د ویانا ډلې مخالفت هم کوي.»

ښاغلی میاخېل زیاتوي چې د طالبانو پر وړاندې د یووالي ټولې هڅې د ستاینې وړ دي خو د‌دغه جریان زیات شمېر ګډونوال په قومي اجنډا تورن دي.

نوموړی زیاتوي: «دا ډول هڅې یوازې هغه وخت اغیزمنې کیدای شي کله چې دوی د قومي اجنډاګانو له ترویج څخه ډډه وکړي. په لنډه توګه، ددغه غونډې ډېری ګډونوال د ورته فکر لرونکي ډلې څخه وو چې د خپلو پنځو غونډو په جریان کې یې په پراخه کچه د افغان سیاسي او مدني ټولنې استازیتوب ونه‌کړ.»

د ویانا غونډې ګډونوالو په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: « د ویانا پنځمې غونډې پرېکړه کړې چې د ویانا غونډی د تګلارې پر اساس له ۱۹ کسانو یو ملي کمېسیون جوړ شي.»

په اعلامیه کې د یاد کمېسیون جوړېدو په اړه ویل شوي، چې د دغه کمېسیون اساسي دندې به د وروستیو مسودو لید او له بحران څخه د وتلو لپاره د سیاسي جوړښتونو چمتو کول وي.

د افغانستان د راتلونکي لپاره د ویانا غونډې په بل سند کې د خلکو په خوښه نظام او د بشري حقونو ژمنتوب ته په اشاره د افغانستان پر جغرافیه، ملي حاکمیت، بشري حقونو او ملي یووالي پر باور تیینګار شوی.

یاده دې وي چې د طالبانو دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین د ویانا پنځمې ناستې په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو په نشتون کې به افغانستان وجود ونه‌لري او څوک دې هم د توطیو جوړولو هڅې نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ مرستیال په افغانستان کې د امریکا د مرستو پر ضایع‌ کېدو نیوکه وکړه

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۰

د امریکا ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس د بهرنیو مرستو له ځنډېدو څخه په دفاع کې ویلي چې د امریکا حکومت د دغه هېواد د مالیه‌ ورکوونکو پیسې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د «خځلو پر پروژو» لګولي دي.

نوموړي ادعا کړې: «مونږ ولې په افغانستان کې د تشناب په څېر پر پروژو بې‌ځایه پیسې مصرف کړو؟ په حقیقت کې دا هغه څه و چې تر وروستیو پورې ستاسې پیسې د دې لپاره مصرف کېدلې.»

هغه زیاته کړې :«زه فکر کوم موږ ټول دلته ناست یوو او له خپل ځان څخه پوښتنه کوو: موږ په تېرو څلورو کلونو کې د امریکا د خلکو له پیسو سره څه کړي دي؟»

جي ډي وېنس په ​​افغانستان کې د «عصري او هنري تشناب پروژې» په تړاو نور زیات څه نه‌ دي وړاندې کړي.

د ټرمپ ځینو ملاتړو محافظه‌کاره وېب‌پاڼو لیکلي چې د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې په افغانستان کې د عصري هنر په هکله د یوې بریټانوي موسېسې د پروژې تمویل کاوه.

په دې پروژه کې خلک د مشهورو او جنجالي معاصرو له هنري اثارو سره لکه د فرانسوي هنرمند مارسیل دوشان «فواره» چې په حقیقت کې د ادرارو کولو لپاره د تشناب بهرنۍ کاسه ده، اشنا کېدل.

جي ډي وېنس له دې مخکې هم د ټاکنیز کمپاین پرمهال د جو بایډن دولت له‌خوا طالبانو ته د مالي مرستو پر لېږلو پوښتنې راپورته کړې وې او دا یې یو «بشپړ لیونتوب» بللی و.

هغه ویلي و: «د طالبانو لپاره د سلګونو میلیونه ډالرو د لېږد فکر په ځانګړې توګه پر افغانستان د هغوی له بشپړ کنټرول وروسته او د امریکا د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو ترلاسه کول، په بشپړه توګه لېونتوب او غیرمنطقي دی.

امریکا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د افغانستان حکومتونو ترټولو لوی مالي او سیاسي ملاتړکوونکې وه او پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم د متحده‌ایالاتو مالي مرستې تر دغې ډلې پورې ورسېدې.

د راپورونو پر بنسټ، متحده‌ایالاتو په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې افغانستان ته څه باندې درې میلیارد ډالر د بشرپالو مرستو په نوم ورکړې دي.

عبدالسلام حنفي: د ککړې هوا د مخنوي لپاره د تودوخې په مرکزونو کې فلټرونه لګول کیږي

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۰

د طالبانو رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ککړې هوا د مخنوي په اړه د څېړنو او د تودخې په مرکزونو کې د فلټرونو د لګولو په اړه خبر ورکړی، دا په داسې حال کې ده چې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو له ۴۰ سلنې زیاتې مړینې د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کیږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف د ۲۰۲۴ په جون میاشت کې پر خپله اېکس خواله رسنۍ خبر ورکړی وو چې ماشومان د لویانو پرتله ډېره هوا تنفس کوي چې په پایله کې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو اخته کېږي او په دې توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ارګ په خپله ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې د پنج شنبې په ورځ د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اداري کمیسون غونډه ته ویلي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د تودوخې په مرکز کې د فلټرونو د نصبولو، د موټرو د کنټرول او د مضرو ګازونو په وسیله د شیانو د سوځولو د مخنیوي په اړه هر اړخیز بحث او څېړنې وشوې او په دې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

راپورونه وایي چې، هر کال په سلګونه میلیونه افغانۍ د هغو ناروغانو په درملنه لګول کېږي چې د هوا د ککړتیا له امله په تنفسي او نورو ناروغیو اخته کېږي.

تر دې وړاندې په کابل کې د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو او د دغه ښار له مخورو سره د ښاروالۍ په انګړ کې ناسته شوې وه او هغو کسانو ته خبرداری ورکړل شوی وو چې د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې ناغېړي کوي.

په کابل ښار کې د ژمي په موسم کې د خونو د ګرمولو لپاره خلک تر ډېره د ډبرو سکاره کاروي، چې ورسره هوا ککړېږي او چاپېریال ته درانه زیانونه اوړي.

ددې ترڅنګ په دغه ښار کې لوړپوړیزې ودانۍ مرکز ګرمي لري چې د سون توکي یې زیات وخت د موټرو ټایرونه، او ډبرین سکاره وي چې د هوا په ککړتیا کې پوره ونډه لري.

د چارو پوهان په دې باور دي چې د ککړې هوا د مخنوي له پاره باید رغنده ګامونه پورته شي، د زړو موټرو په چلولو بندیزو ولګول شي، مرګز ګرمۍ بندې شي او تر څنګ یې ونې بوټي کېنول شي چې د ککړې هوا مخنوی وکړي.

سرچینې: امربالمعروف په جلال‌اباد ښار کې لګېدلی لوی سکرین غیرفعال کړ

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۰

له ننګرهاره ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو د جلال‌اباد ښار په «مخابراتو څلورلارې» کې د ښاروالۍ له‌خوا لګېدلی لوی سکرین غیرفعال کړی دی.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲مه) زیاته کړې چې دا اقدام د طالبانو د امربالمعروف ریاست د سپارښتنې له مخې شوی دی.

د سرچینو په خبره، په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست غړو د جلال‌اباد ښاروالۍ لپاره د دغې ډلې له ښاروال سره په ناسته کې د دغه سکرین د غیرفعالولو جدي سپارښتنه کړې ده.

سرچینو په جلال‌اباد ښار کې د طالبانو د امر باالمعروف ریاست له‌خوا دغه لوی سکرین د غیرفعالولو د لامل په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، وړمه ورځ ځینو خبریالانو د یوې خبري غونډې پرمهال په جلال‌اباد کې د طالبانو ښاروالۍ له مرستیال مولوي محمد اسحاق سعید څخه د دغه سکرین د غیرفعالولو د لامل په تړاو پوښتي، خو هغه د دې موضوع د تایید ترڅنګ ادعا کړې چې بل مناسب ځای ته یې لېږدوي.

دا سکرین تېر کال د طالبانو د جلال‌اباد ښاروالۍ له خوا د شاوخوا ۵.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت اخیستل شوی او وخت ناوخت پرې سوداګریزې خبرتیاوې، د کرېکټ لوبې او نور پروګرامونه خپرېدل.

د یادونې ده چې د طالبانو د امربالمعروف غړي د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرېدو سره ډېر کلک مخالفت لري او په وار-وار یې په خپلو غوڼدو کې هم خبریالانو ته د فلم یا عکس اخیستلو اجازه نه ده ورکړې.

محمود صیقل: طالبان د خپلو مشرانو د نیولو له حکم ډار شوي

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل له روم اساس‌نامې څخه د طالبانو وتلو ته په غبروګون کې ویلي چې دا ډله د خپلو مشرانو د نیولو له حکم څخه ډاره شوې ده.

طالبان وایي، چې د روم اساسنامې ته مکلف نه دي او د تېرې ادارې له‌خوا دې اساسنامې ته الحاق دوی ته «هېڅ ډول حقوقي اعتبار» نه‌لري. طالبانو همدا راز د جرمونو نړۍوالې محکمې کړنې د عدالت او انصاف له مخې نه بلکې د «سیاسي تمايلاتو» له مخې ګڼلې دي.‌

محمود صیقل پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي: «طالبان، چې په‌خپله هېڅ مشروعیت نه‌لري، په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان پرېکړه چې د نړۍوالې جنایي محکمې د جوړولو تړون سره یوځای شي "غیرقانوني" اعلان کړه ځکه چې دوی د خپلو مشرانو د نیولو له حکم څخه ویره لري. دا یوه څرګنده دسیسه ده چې د هغو مشرانو د نیولو په امرونو باندې سیوری غوړوي چې د محکمې په اجنډا کې دي.»

طالبانو د جرمونو پر نړۍوالې محکمې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه محکمه ولې په‌خوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو چوپه خوله وه او پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د «اشغالګرو» او د هغوی د متحدینو له‌خوا د عامو افغانانو پر خلاف د ترسره شویو جنګي جرمونو هېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه هم د هغو «ظالمانه کړنو» مخنیوی شوی دی.

یاده دې وي چې د طالبانو حکومت د روم له اساسنامې داسې مهال د وتو اعلان وکړ چې تېره میاشت د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر ملاهبت الله او د دغې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني موجرمین اعلان کړل او د نیولو امر یې وکړ.

له سینکیانګ څخه تر پولې پورې؛ د ترهګرۍ پر وړاندې د چين پرمختللې ستراتيژي

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۲ GMT+۰

د څارونکو څېړنیز بنسټ (او ار ایف) د چین له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوې ستراتیژۍ یوه مقاله خپره کړې، چې په‌کې افغانستان، پاکستان او چین کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو پراخوالي، پر طالبانو د چین نفوذ او د افغانستان له طبیعي زیرمو د چین پراخې ګټې اخیستنې ته کتنه شوې.

د چين له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتيژي د سینکیانګ په کور دننه کنټرولولو څخه د بهرنيو ګټو تر خوندي کولو او له اقتصادي او دېپلوماتيکو ګټو سره د سيمه ييزو ګواښونو انډول کولو پورې پراخه شوې ده.

په مقاله کې راغلي د پاکستان او افغانستان تر منځ روان کړکېچ د چین د ترهګرۍ ضد هڅې نورې هم پېچلې کوي.

په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې، دغه ډله د ټي ټي پي په څېر سازمانونو په وړاندې د افغان خاورې څخه فعالیت کولو ته زړه نازړه ده.

دغه کار بیجینګ په یوه نازک دریځ درولی او په سیمه کې یې د خپلو دېپلوماتیکو اړیکو انډول ساتلی او د هغو امنیتي ګواښونو په وړاندې مبارزه کوي، چې د دوی ستراتیژیکې ګټې زیانمنوي.

چین په دې لټه کې دی چې پر طالبانو خپل اقتصادي اغېز زیات کړي، په ځانګړې توګه د یو کمربند او یوه لار د نوښت (پي ار ای) په څېر د نوښتونو له لارې، چې موخه یې د افغانستان د طبیعي زیرمو له پراخو شتمنیو څخه ګټه اخیستنه ده.

مقاله وړاندې لیکي: «د چین د پانګونې دا نفوذ نه یوازې د چین لپاره، بلکې د طالبانو لپاره هم مهم دی، چې په اغیزمنه توګه د نړۍوال مشروعیت په لټه کې دي.»

مقاله کې راغلي: «له اقتصادي هڅونې سره سره، په افغانستان کې د چین د ستراتیژۍ بنسټ د دفاعي ګټو له‌خوا پرمخ وړل کیږي. د پانګونې د فرصتونو په وړاندې کولو سره، چین هیله لري چې طالبان دې ته وهڅوي چې د ټي ټي پي په څېر ډلو په وړاندې قوي اقدام وکړي او په دې توګه د خپلو اړتیاوو ساتنه وکړي.»

دغه امنیتي تمرکز خورا مهم دی ځکه، چې چین د خپلو پولو په اوږدو کې د ناامنیو په ډېرېدو کې د خپلو ملي ګټو ساتنه کوي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستیو پوځي نښتو، په افغانستان کې د ټي ټي پي پر مرکزونو د هوايي بریدونو په ګډون، د طالبانو سخت اعتراضونه راپارولي دي، چې پاکستان د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو په رامنځته کولو تورنوي.

مقاله کې راغلي، که د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې کیږي، دا د خپلو پانګوونو د ثبات په اړه د چین اندیښنې زیاتوي، په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي زیاتوالی د سیپېک په څېر مهمې پروژې کمزورې کوي.

سربیره پردې، که چېرې افغانستان د وسله والو ډلو په پټنځای بدل شي او سیمه نوره هم بې ثباته کړي، د چین ستراتیژیکې ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي.

د چین دوه اړخیزه ستراتیژي

په کور دننه په شينجيانګ کې د چين سخت امنيتي تدابیر د تروريزم ضد پراخې تګلارې منعکس کوي، چې د افغانستان او طالبانو د رژيم په اړه يې د تګلارې پراخوالی ښيي.

په داسې حال کې چې د طالبانو هغه ښکاره ژمنه، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادنو په ضد نه کاریږي اوس یوازې ژمنه ښکاري او دغه هېواد د ترهګرو ډلو د شتون له امله سخت کمزروی شوی، د دوی محدودې سرچینې او داخلي اختلافات له تروریزم سره د مبارزې اغیزمنې هڅې ځنډوي، او د ترهګرو پر فعالیتونو د مرکزي کنټرول پلي کولو وړتیا پیچلې کوي.

لکه څنګه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی د ټي ټي پي د فعالیتونو او غچ اخیستونکو اقداماتو له امله زیاتیږي، د منځګړیتوب په توګه د چین رول نور هم مهم کیږي.

دا د څو اړخیزه ستراتیژیو اړتیا په ګوته کوي، چې له جیوپولیټیک ملحوظاتو سره د امنیتي اندیښنو انډول برابر کړي.

د ترهگرۍ ضد سناریوګانو په اړه د متحده ایالاتو او چین روانه سیالي، د ټرمپ د ادارې د بېرته راستنېدو لاندې به سیمه ییز ثبات او نړۍوال امنیتي خوځښت ته بل شکل ورکړي.

د چین له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتیژي احتمال لري چې سیاله پاتې شي - د اوږدمهاله اقتصادي هیلو په وړاندې د سملاسي امنیتي اړتیاوو برابرول، چې موخه یې د نړیوال امنیت په جوړولو کې د یو مهم لوبغاړي په توګه په ځان بسیا کېدل دي.

په پاکستان کې د ګواښونو زیاتوالی

مقالې په پاکستان د سخت دریځو د فعالیتونو ډېروالي ته هم اشاره کړې او لیکي: په ګاونډیو سیمو کې د (ټي ټي پي) په څیر ډلو بیا راپورته کیدل د چین ملي امنیت په مستقیم ډول ګواښي.

لکه څنګه چې بیجینګ په پاکستان کې خپله اقتصادي پانګونه زیاتوي، په ځانګړې توګه په ټوله سیمه کې د لویو زیربنایي پروژو له لارې، د دې پانګونو امنیت خورا مهم شوی دی.

ټي ټي پي، له حکومت سره د ایډیالوژیکي مخالفت او د سیمه ییزو سرچینو د بهرني استخراج په وړاندې د ناراضۍ له امله، په زیاتیدونکي توګه هغه چینایي وګړي په نښه کوي چې په دغو پروژو کې کار کوي.

په پاکستان کې نا امنۍ په بیجینګ کې امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ټي ټي پي ترڅنګ، نورو وسله والو اورپکو ډلو، لکه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډله (بي ایل اې) د چینایي وګړو په وړاندې د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی، او ادعا کوي چې د سیپېک نوښتونو په سیمه کې بلوڅ ټولنې ته زیان رسولی او له سیمه ییزو سرچینو څخه یې ګټه اخیستې ده.

دا پرمختګونو له چین سره د پاکستان اړیکې د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ کې ژورې نغښتې دي. لکه څنګه چې په چینایي کارګرانو بریدونه زیات شوي، پاکستان اړ شوی چې د ترهګرۍ ضد هڅو ته وده ورکړي، اضافي پوځي سرچینې ځای پرځای کړي او د چینایي پانګونو په شاوخوا کې امنیتي پروتوکولونه پراخ کړي.

د راپورونو له مخې د چینایي وګړو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو شمیر د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ ترمنځ دوه پر دریمه برخه ډیر شوی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترهګرۍ ضد نوې ستراتیژي اعلان کړه چې تمرکز یې د نوي پوځي عملیاتو پر ځای د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د روانو عملیاتو پیاوړتیا باندې تمرکز کوي.

دغه تګلاره نه يوازې په شينجيانګ کې د چين له تګلارو سره سمون خوري، بلکې په پاکستان کې اوسنۍ سياسي فضا هم منعکسوي، چې موخه يې د اوږدې مودې داخلي شخړو وروسته پر پوځ د خلکو باور بېرته راګرځول دي.