• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند: افغانستان کې له سوډان وروسته د نړۍ تر ټولو ډېر وږي خلک شته

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ويلي، چې افغانستان له سوډان وروسته په نړۍ کې د لوږې له تر ټولو سخت بحران سره مخ دی. هغه وویل؛ ۲۳ میلیونه خلک، چې د افغانستان د نفوس له نیمایي څخه ډیر دي بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرداری ورکړ: «افغانستان لاهم له سخت بشري ناورین سره مخ دی، د لسیزو جګړو، پراخې بې وزلۍ، د اقلیمي بدلون او مخ په زیاتیدونکي امنیتي خطرونو له امله رامینځته شوی بحران، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره.»

دوجاریک ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د وږو خلکو شمیر په نړۍ کې تر ټولو لوړ دی.

د هغه په ​​وینا، افغانستان د فقر او لوږې له پلوه له سوډان وروسته دوهم ځای لري، چې ۳۰ میلیونه خلک مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو ناامني او خوارځواکي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وویل، چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکي د اندیښنې وړ ده.

هغه زیاته کړه:«د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې نږدې ۱۵ میلیونه خلک، یا په هرو دریو افغانانو کې یو به د لوړې کچې د خوړو ناامنۍ سره مخ شي.»

د هغه په ​​وینا وړاندوینه کیږي، شاوخوا ۳.۵ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي او له یو ملیون څخه ډیرې امیندواره او شیدې ورکونکې میرمنې به د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

هغه دا هم زیاته کړه، چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۵ کسان وژل کیږي یا ټپیان کیږي، چې ډیری یې ماشومان دي.

د نړیوالو مرستو کمښت او د هغې پایلې

دوجاریک افغانستان ته د نړیوالو مرستو کمښت ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، چې دې کمښت د مرستندویه ادارو هڅې سختې اغیزمنې کړې دي.

هغه وويل: «په تېره مياشت کې له ۲۰۰ څخه ډېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي، چې ۱.۸ ميليونه خلک يې له اساسي روغتيايي خدماتو څخه محروم کړي دي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د بودیجې کمښت د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ سره د مبارزې خدمات هم ګډوډ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړه، چې د بشري مرستو کموالی ژوند له خطر سره مخ کوي او بشري لاسته راوړنې کمزورې کوي.

هغه همدارنګه طبیعي پیښو او له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو ته په اشارې وویل، چې ملګري ملتونه د خپلو شریکانو سره یوځای د مرستو لومړیتوبونو بیاکتنه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې مستحقو سيمو ته ډېره مرسته لېږل کېږي.

ملګري ملتونه په داسي حال کې افغانستان کې د بشري بحران په اړه خبرې کوي، چې د نړیوالو مرستو کمښت سره وضعیت خراب شوی دی.

وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شو د افغانستان د مرستو په ګډون يې د امریکا ټولې نړیوالې مرستې وځنډول شوې.

دا عمل په دې هیواد کې د ډیرو مرستندویه ادارو او سازمانونو د تړلو لامل شوی دی.

د امریکا د مرستو ځنډول هم د طالبانو حکومت تر سخت فشار سره مخ کړی.

په دې ډله کې ځینې دولتي ادارې د خپلو کارمنانو د معاشونو په ورکولو کې ستونزې لري او ځینو دولتي کارمنانو د میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

د ځوانانو لپاره د طالبانو ښوونیز پروګرامونه؛ د نجونو پر زده‌کړو لا هم بندیز

۴

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟