۵۹ کلن مارک کارني به ډېر ژر د جسټن ټروډو ځایناستی شي

د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر مارک کارني د ۸۶ سلنه رایو په ګټلو سره د دغه هېواد د لېبرال ګوند د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر مارک کارني د ۸۶ سلنه رایو په ګټلو سره د دغه هېواد د لېبرال ګوند د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
نوموړی به ډېر ژر د کانادا د لومړي وزیر جسټن ټروډو ځایناستی شي.
د راپورونو له مخې، اوس باید کارني پرېکړه وکړي چې په کاناډا کې سراسري ټاکنې څه وخت ترسره شي.
ویل کېږي، چې دغه ټاکنې باید د روان کال د اکټوبر میاشتې تر شلمې پورې ترسره شي.
که څه هم هغه په پارلمان کې څوکۍ نه لري او د کاناډا د مشرۍ لپاره یو چمتو سیاستوال نه بلل کېږي، خو د لېبرال رایه ورکوونکي په دې باور دي چې کارني د کاناډا د اقتصادي ستونزو د حل لپاره وړ کس دی.
مارک کارني په داسې حال کې د لېبرال ګوند مشري ترلاسه کړې ده، چې دغه هېواد اوسمهال له متحده ایالاتو سره په سوداګریزه جګړه کې ښکېل دی.
کارنی په خپل ګوندي ټاکنیز کمپاین کې ټینګار وکړ، چې د ټروډو په دوره کې د کاناډا اقتصادي وده کافي نه وه او کاناډا د ټرمپ د سوداګریزې جګړې سره د مقابلې لپاره پراخو بدلونونو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې جسټن ټروډو له نهو کلونو وروسته د کاناډا او د لېبرال ګوند مشري پرېښوده.
نوموړي دا پرېکړه د لېبرال ګوند د محبوبیت د کمېدو او د سیاسي فشارونو د زیاتوالي له امله وکړه.
مارک کارني د ګوندي ټاکنو له لارې د هغه ځایناستی شو او اوس د ګوند مشري پر غاړه لري.