پاکستان پرېکړه کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د هند او افغانستان پر ضد پرېکړهلیک وړاندې کړي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، پرېکړه یې کړې چې په ملګرو ملتونو کې د هند او افغانستان پر ضد یو پرېکړهلیک وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، پرېکړه یې کړې چې په ملګرو ملتونو کې د هند او افغانستان پر ضد یو پرېکړهلیک وړاندې کړي.
نوموړي پاکستاني رسنۍ دنیانیوز سره په مرکه کې ویلي:« موږ به د هند پر ضد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد پرېکړهلیک وړاندې کړو.»
هغه ویلي، چې د پاکستان بل ګام به په ملګرو ملتونو کې د «ترهګرۍ» لپاره د هند ملاتړ افشا کول وي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ وویل چې په بلوچستان کې پر جعفر اکسپرېس اورګاډي برید کې هند لاس لاره او بریدګر د برید پرمهال په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یوځل بیا ویلي، چې د ترهګرو پټځایونه په افغانستان کې دي.
نوموړی زیاته کړه:« موږ په وار، وار د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې، چې په خپله خاوره کې د (بي اېل اې) په څېر سازمانونو مخه ونیسي.»
خو له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د پاکستان د بلوچستان ایالت د اورګاډي برید د تړاو په اړه د دغه هېواد تورونه رد کړل.
طالبانو د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۲۳مه نېټه) په یوه اعلامیه کې پاکستان ته په دې خبره ټینګار کړی، چې د «غیرمسوولانه څرګندونو پرځای» دې د خپلو کورنیو امنیتي ننګونو حل ته پام وکړي.
په اعلامیه کې په ټینګار شوی، چې د بلوڅ بېلتون پاله ډلې هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه هم دوی کله له طالبانو سره کومه اړیکه لرلې ده.

د طالبانو د کلیو او بیارغونې سرپرست محمد یونس اخندزاده وایي، د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې یې د چین تر پولې پورې خامه سړک بشپړ کړی دی. هغه ویلي، دا تر اوسه پورې ټرانزېټي سړک نه دی او په دې اړوند باید د دوی د ټولګټو وزارت لاس په کار شي.
هغه دغه څرګندونې د واخان کوریډور د دویم فاز سړک د جغل اچونې اړوند د یوه قراداد د لاسلیکولو په مراسو کې وکړې.
هغه وویل، چې د واخان خلک له اساسي ستونزو سره مخ دي او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته یې لاسرسی نه لاره چې له همدې امله د چین تر پولې پورې هلته د لومړني خامه سړک چارې رسېدلي دي.
هغه ویلي، دغه راز یې په تازه قرارداد کې «۷۱ کیلومېټره » د خامه سړک د جغل اچونې هوکړه کړې چې د راتونکي کال تر پایه پورې به بشپړې شي.
د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست وايي، د دوی له لوري دغه جوړ شوي سړکونه ټرانېزېټي سړکونه نه دي.
محمد یونس اخندزاده د طالبانو له ټولګټو وزارت څخه غوښتي، چې له چین سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره باید د یاد سړک د ټرانېزیټي کېدو لپاره لاس په کار شي.
طالبانو پخوا په خپلو ژمنو کې یادونه کړې وه، چې په واخان دهلېز کې اساسي سړک جوړوي؛ خو اوس څرګنده شوې، چې دغه سړک خامه دی او د سوداګریزې لارې د کارېدو وړ نه دی.
طالبانو د خپلو تبلیغاتو په لړ کې د دغه لارې بشپړېدل له چین سره د ټرانزیټ مهمه هڅه بلله؛خو اوس څرګنده شوه، چې دغه سړک د ټرانزېټي تګ راتګ جوګه نه دی او لا هم څرګنده نه ده چې څه وخت به په اساسي توګه ورغېږي.
نیوکې دا دي، چې طالبان د رغنیزو پروژو په برخه کې تر تبلیغاتو محدود دي او غواړي ډېرې وړې پروژې د پروپاګنډ له مخې لویې ښکاره کړي؛ خو په پای کې بیا په عملي توګه هېڅ نه لیدل کېږي.
د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت د سرپرست دغو تازه څرګندونو جوته کړه، چې طالبانو د واخان کوریډور د سړک د لومړي فاز د جغل اچونې د پیل پر مهال د اساسي سړک جوړونې تش تبلیغات کړي وو.

پاکستانۍ رسنۍ اج نیوز خبر ورکړی، چې وسلهوالو تېره ورځ یو ځل بیا د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې په یوې بلې پېښه کې د منجهو بند د ودانیزې پروژې ۷تنه مزدوران تښتولي دي. دغه پېښه په بولان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي اېله دوه ورځې وروسته شوې ده.
د راپور له مخې، یاده پېښه د بولان سبۍ سیمې ته نږدې په شوران کې شوې ده او ټول تښتول شوي مزدوران ځايي اوسېدونکي دي.
وسلهوالو همدا راز د منجهو بند ځیني وسایط او ډمپر موټرې هم سوځولي دي.
په یوې بله پېښه کې بیا ناڅرګنده کسانو د کوټې کېچې بېګ د پولیسو حوزې ته لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې د پولیسو یوه موټر اور اخیستی؛ خو ځاني زیان یې نه دی اړولی دی. پولیسو ویلي، بریدګر پر موټرسایکل سپاره وو او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
همدا راز د بلوچستان په خضدار سیمه کې هم وسلهوالو د یوې لویې لارې د ودانیزې پروژې پر کارکوونکو برید کړی او ټول ساختماني ماشینونه یې د پټرولو تر پاشلو وروسته ورته سوځولي دي.
بریدګرو تر اور اچولو دمخه د پروژې له کارکوونکو پوښتنې ګروېږنې هم کړې دي.
ځايي امنیتي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغو تازه پېښو په تړاو یې خپلې څېړنې پیل کړې دي.
که څه هم د دغو وروستیو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی؛ خو په بلوچستان کې فعاله د بلوڅ بېلتون پاله ډله په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي ودانیزې پروژې په نښه کوي.
هغوی د کاني زېرمو تر څنګ په بلوچستان کې د پاکستان د هر ډول اقتصادي او رغنیزو پروژو مخه نېسي.
دغه وسلهوالې ډلې په بولان کې پر اورګارډي خپل وروستي برید کې د پوځ په ګډون د پاکستان د امنیتي ادارو لسګونه کارکوونکي برمته کړل؛ نږدې پنځوس تنه یې ووژل او لسګونه نور لا هم ورسره برمته دي.
بلوڅ بېلتون پالو د پاکستان حکومت ته وخت ورکړی و، چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې دې ورسره مذاکرات وکړي او که داسې ونشي؛ نو ورسره برمته نور کسان به هم د بلوڅ بېلتون پاله ډلې د محکمې د پرېکړو له مخې اعدام کړي.
په بلوچستان کې وروستیو امنیتي پېښو جدي اندېښنې راپورته کړې او د پاکستان امنیتي ادارو ته د بې غورۍ ګوتې نیول شوې دي.
پاکستان بیا طالبانو ته ګوته نیولې، چې پر دوی شوي ترهګریز بریدونه د هغوی تر سیورې لاندې په افغانستان کې پلان شوي دي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرۍ له جدي ګواښونو سره مخ دی.
خېبر پښتونخوا «ټيټيپي» او بلوچستان ایالت د بلوڅ بېلتون پاله ډلې له لوري ورځ تر بلې نارامه کېږي.
په دغو دواړو ایالتونو کې د پاکستاني پوځیانو او وسلهوالو ترمنځ هره ورځ د جګړې خبرونه ترلاسه کېږي.
پاکستان کې زیاتېدونکې ترهګرۍ د دغه هېواد اقتصادي وضعیت او امنیت سخت اغېزمن کړی دی.

نیویارک ټاېمز راپور ورکړی، چې یوشمېر پخواني امریکایي پوځیان هڅې کوي چې د طالبانو له ګواښونو څخه خپل همکاران وژغوري او ژر تر ژره یې امریکا ته ولېږدوي. دغه هڅې له دې امله ګړندۍ شوې، چې ښايي ټرمپ یاد هېواد ته د افغانانو پر سفرونو بندیز ولګوي.
د هېڅوک نه پرېږدو (No One Left Behind) په نوم نادولتي بنسټ مېلیونونه ډالر راټول کړي؛ ترڅو د الوتنو او نورو مرستو لګښتونه پوره کړي او افغان متحدین له لالهاندۍ سره مخ نشي.
له افغانستان څخه د امریکا د بېپلانه وتلو وروسته؛ نږدې ۸۷زره افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې په افغانستان کې د ژباړونکو او کارکوونکو په توګه دندې ترسره کړې وې د تخلیې د پروسې پر مهال امریکا ته ولېږدول شول.
لا هم لسګونه زره افغانان چې له امریکایانو سره یې په خپل هېواد کې د ماموریت پر مهال مرسته کړې، یاد هېواد ته د تګ لپاره په تمه دي.
ډونالډ ټرمپ (د جنورۍ په ۲۰مه) یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د بهرنیو چارو وزیر او نورو غړو ته لارښونه وشوه چې د هغو هېوادونو نوملړ جوړ کړي چې د کډوالو د څېړلو لپاره کافي معلومات نه ورکوي او ښایي د دغو هېوادونو وګړو ته د امریکا پر سفر بندیزونه یا محدودیتونه ولګول شي.
د دغه نوملړ د بشپړولو لپاره ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی او د دغې مودې له رانږدې کېدو سره هممهاله پخواني امریکایي پوځیان هڅه کوي، چې د شونتیا تر حده خپل افغان متحدین ژر تر ژره امریکا ته ولېږدوي.
اندرو سالیوان چې د «هیڅوک نه پرېږدو No One Left Behind » سازمان مشر دی وایي:« موږ له ستر فشار سره مخ یو او هڅه کوو؛ تر څو دغه پروسه ژر تر ژره سرته ورسوو».
دغه سازمان اوسمهال شپه او ورځ کار کوي؛ ترڅو مالي مرستې راټولې کړي او د هغو افغانانو لپاره د الوتنو تابیاوې ونیسي، چې ویزې یې ترلاسه کړې؛ خو لا هم په پاکستان، قطر او البانیا کې انتظار باسي.
افغانان چې د ځانګړې مهاجرت ویزې (SIV) لپاره وړ دي کولای شي، له خپلو کورنیو سره یو ځای امریکا ته سفر وکړي؛ خو د ټرمپ ادارې له وروستي پړاو څخه د تېرېدو لپاره باید میاشتې یا ان کلونه انتظار وباسي.
امریکایي چارواکي اندېښمن دي، که ټرمپ افغانستان د سفر بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي؛ نو هغه افغانان به له نامعلوم برخلیک سره مخ شي، چې د امریکایي ځواکونو ملاتړ یې کړی.
د «هیڅوک نه پرېږدو» ادارې مشر سالیوان وایي:« بېرته افغانستان ته ستنېدل د دغو کسانو لپاره ممکنه نه ده؛ که هغوی د امریکا ویزه هم ولري، شونې ده چې طالبان یې ونیسي او دا به د دوی لپاره مرګونی حالت وي.»
دغه اداره له خپلو ملاتړو او پخوانیو امریکایي پوځیانو څخه مېلیونونه ډالر راټول کړي؛ څو د هغو افغانانو د الوتنو لګښتونه پوره کړي، چې ویزې یې ترلاسه کړي، خو لا هم په ځینو هېوادونو کې بند پاتې دي.
د عراق او افغانستان پخواني امریکایي پوځیان او د امریکا د کانګرس درې جمهوري پال غړي مایکل لاولر، مایکل مک کال او ریچارډ هاډسن ټرمپ ته لیک استولی، چې د دغه فرمان له کبله به د امریکا افغان متحدین هم زیانمن شي.

د اروپایي ټولنې د برابرۍ څانګې کمېشنره هدجه لحبیب وایي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې افغان مېرمنې د ټولنې له ټولو اړخونو حذف شوې دي چې دا له بشري حقونو یوه «ظالمانه» سرغړونه ده.
نوموړي پر اېکس پاڼه د افغان ښځینه فعالانو سره د لیدنې یو تصویر په خپرولو سره لیکلي، چې طالبان نشي کولی د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو او ټولنیز او اقتصادي ګډون څخه بې برخې کړي.
هغې په دغه یادښت کې د افغان مېرمنو د زړورتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي:« ان په دغو تیارو ورځو کې افغان ښځې او نجونې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.»
هغې ټینکار کړی، چې اروپايي ټولنه دوی نه ناهیلې کوي او په دغه سخت حالت کې د دوی ترڅنګ ولاړه ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، دغې ډلې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګولي؛ چې دوی یې د زدهکړو په ګډون له خپلو ځینو بنسټیزو هم حقونو هم بې برخې کړې دي.
د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو دغه ډول کړنې په نړۍوالو دریځونو کې هم نیوکې راپارولې دي.
د ښځو د حقونو ملاتړو سازمانونو، ملګرو ملتونو او هېوادونو په وار، وار پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو پر وړاندې دې خپل دغه ځپونکي فرمانونه او بندیزونه لرې کړي.

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی سلاکار ډیریک ګروسمن باور لري که هند له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې نه کړي؛ نو دغه ډله به له ډیلي سره د «لشکر طیبه» په څېر پاکستان پلوه ترهګرو ډلو د مخنېوي لپاره مرسته ونکړي.
ګروسمن ليکلي، د هند لهخوا له طالبانو سره محتاطانه نږدې والی منطقي دی؛ خو دا معنا نه لري چې خامخا به بریالی وي.
هغه د پنجشنبې په ورځ د «نکي اېشیا» ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې لیکلي، چين او پاکستان چې د هند اصلي سيمهييز سيالان دي؛ هڅه کوي د افغانستان پر ځای د امريکا تشه ډکه کړي. دا چاره د هند لپاره جدي اقتصادي او امنيتي پایلې لرلای شي.
ګروسمن چې اوسمهال د «رانډ کارپورېشن» نومي با نفوذه فکري مرکز څېړونکی دی، زياته کړې ده چې هند په ډېر احتياط او غلي ډول له طالبانو سره خپلې اړيکې بيا رغولې او پراخې کړې دي.
د هغه په باور هند د دوښمنۍ پر ځای له سره د سټراټېژیک ملګري په توګه اړیکو ته دوام ورکوي.
بل خوا چين له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته خپله سفارت نه دی تړلی؛ بلکې طالبانو ته يې سياسي دروازې پرانيستي.
د افغانستان پخواني جمهوري حکومت چې له هند سره یې ښې اړیکې لرلې، پاکستان یې پر ضد طالبان د یوې نیابتي ډلې په توګه کارول؛ خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان تش لاس پاتې دی. طالبان چې اوس یې واک په لاس کې دی، د اسلام له ګټو سترګې پټې کړې او ډیلي سره بیا د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري.
هند که څه هم د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته کابل کې خپله سفارت وتاړه؛ خو د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په جون میاشت کې يې يو «تخنيکي ټيم» کابل ته ولېږه، څو هلته ډېپلوماټيک حضور بيا را ژوندی کړي.
ورپسې، څو هندي چارواکو له طالب مشرانو سره هم وکتل.
رسنۍ راپورونه ورکوي، چې هند ممکن په خپله خاوره کې افغان سياسي او قونسلي استازولي طالبانو ته وسپاري، چې دا کار د طالبانو د باور ترلاسه کولو يوه هڅه بلل کېږي.
ګروسمن وايي، دغه پرېکړه به ظاهراً د هندي او طالب چارواکو ترمنځ ډېپلوماټیک تعامل ته لاره هواره کړې.
د بېلګې په توګه، د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وېکرم مېسري او د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په اماراتو کې پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې.
طالبانو له دغې ليدنې وروسته وويل: «موږ د متوازنې بهرنۍ پالېسۍ او اقتصاد محوره تګلارې له مخې، له هند سره د سياسي او اقتصادي اړيکو پياوړي کول غواړو».
ګروسمن ټينګار کوي، لا روښانه نه ده چې هند به د طالبانو په وړاندې خپل محتاطانه سياست کې بريالی شي که نه او دا ځکه چې طالبانو په ۲۰۲۲ کې لشکر طيبه او جیش محمد ته اجازه ورکړه چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
دا هغه ډلې دي چې هند يې په خپله خاوره کې په ترهګریزو بريدونو تورنوي.
دغه مسله د هند اندېښنې زیاتوي، چې افغانستان بيا د پاکستان ملاتړ لرونکو ترهګریزو ډلو لپاره يو خوندي مرکز ونه ګرځي.
هند باور لري، چې دغه ډلې د پاکستان له لوري تمويلېږي او موخه يې د کشمیر د لانجمنې سیمې په ګډون د هند بېثباته کول دي.
همداراز، دا هم روښانه نه ده، چې هند به په افغانستان کې له چين سره په سيالۍ کې څه پرمختګ کړی وي.
ګروسمن وايي، هند تر اوسه د چين پر وړاندې بريا نه ده ترلاسه کړې؛ ځکه چين له طالبانو سره په زړورتيا اړيکې پراخوي.
چين سره له دې چې طالبان یې په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د طالبانو سفير يې ومانه او ان هغه ته يې اجازه ورکړه، چې خپل باورلیک د ولسمشر شي جېن پېنګ ته وړاندې کړي.
برسېره پر دې، چينايي چارواکو لا د امريکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې له طالبانو سره اړيکې لرلې؛ خو هند دا کار نه و کړی.
له همدې امله ګروسمن باور لري، چې چين به د افغانستان مهمو معدني زېرمو ته لومړيتوب ورکړي او دا هېواد به د خپلې سيمهييزې سټراټېژۍ د برخې په توګه د مرکزي اسيا له هېوادونو سره د اقتصادي او امنيتي همکاريو لپاره وکاروي.
ګروسمن وايي، هند له مرکزي اسيا سره خپله سټراټېژي تل د پاکستان له بدو اړيکو او له چين سره د سخت رقابت له امله متاثره کړې؛ که هند په افغانستان کې د چين له اغېز وروسته پاتې شي، نو له مرکزي اسيا سره به هم اړيکې ورته سختې وي.
په پای کې ګروسمن ټينګار کوي، چې د هند محتاطانه تعامل له طالبانو سره يو منطقي ګام دی؛ خو دا هېواد نه غواړي بېړه وکړي. غوره پاليسي دا ده چې هند له طالبانو سره مستقيم خو محتاطانه، يو په بل پسې ګامونه واخلي؛ تر څو خپلې سټراټېژیکې ګټې خوندي وساتي او له ګواښونو هم ځان بچ کړي.
