په پاکستان کې ښځینه فعالانې د پولیسو له نیولو او له دې هېواده د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

هغه ښځینه فعالانې چې له افغانستانه د طالبانو له وېرې پاکستان ته کډوالې شوې دي وايي، چې د دوی ژوند یو ځل بیا له ګواښ سره مخامخ دی، ځکه چې اسلام اباد د افغان کډوالو د اېستلو هڅې ګړندۍ کړې دي.