• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زړه سړه جګړه پای مومي، که بله پیلیږي؟

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۰

پاکستان په ۱۹۴۷ کې وزېږول شو.د سړې جګړې په ترټولو تودو شېبو کې. دویم نړیوال جنګ نوی پای ته رسېدلی و. سوسیالیستي شوروي نیمايي اروپا لاندې کړې وه او مخ په جنوب راروانه وه. انګلو- امریکا د پیاوړې کېدوني شوري اتحاد ویرې په سر اخیستې وه.

شوروي په ماتریالیستي نظريې ولاړ و او دا د اسلامي نړۍ لپاره ګواښونکې ایډیولوژي وه. له هند څخه بېل شوي مسلمانان، چې وجودي منطق یې اسلامي نظریه وه ښه په جوش و خروش کې ول. پاکستان ته په اووه کلنۍ کې د سیاتو SEATOاو په اته کلنۍ کې په سنتو CENTO کې غړیتوب ورکړل شو،چې یو یې جنوبي اسیا او بل یې منځني ختیځ ته د کمونیزم د ورخپرېدا د مخنیوي لپاره جوړ شوي وو. پاکستان په چټکۍ د یوه پوځي هېواد په توګه سر راپورته کاوه، چې تر غاښو پورې په افراطیت او ایډیولوژیکه غوسه هم وسله‌وال و. په زرګونو سیاسي – استخباراتي مدرسې پکې جوړې شوې او د لویدیځ تبلیغاتي کارخونې او فکري مرکزونه یې هم ترشا وو.

پاکستان لا دېرش کلن شوی نه‌و چې لویدیځ د افغان هېوادمشر محمد داود له پلوۍ ناهیلی شو او داسې یې احساس کړه، چې دغه ملتپال مشر غواړي د افغانستان ناپلوي وساتي، بلکې ورو ورو د شوروي خواته ورښوییږي. د کیڼ اړخو تر کودتا لږ وخت روسته شوروي په افغانستان راوبلوسل. د افغانستان خلکو یې په وړاندې مبارزه پیل کړهاو د پاکستان غوا لنګه شوه. سړه جګړه دلته توده شوه. پاکستان د لویدیځ په اورلګوني د سړې جګړې بټۍ اورغړنه کړه او افغانان یې د دغې بټۍ خاشاک کړل.

 له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۷ پورې د ISI مشر جنرال عبدالرحمان چیغې کړې: « کابل باید وسوځي!» او همداسې وشول. دا مهال د نړۍ ټولې وسلې پاکستان او په هغه کې مېشتو نړیوالو افراطي جهادي ډلو ته راروانې وې. عربان، پنجابیان، چین و چیچین، منځنۍ اسیا والا او نور. شپېته زره استخباراتي مدرسو او معهدونو په ټول توان د جګړې ايډیولوژیک بشري ځواک تولیداوه، افراطیت ورځ تر بلې چاغېده، د وسلو ترڅنګ تبلیغاتي دستګاوې، راډیوګانې او روسته تلویزیونونه په خرپ لګیا وو. شوروي چې ړنګ شو، د سړې جګړې میراثي ډلې پاتې شوې او پاکستان. ټول فکر په دې متمرکز و، چې دا جوړ شوی دیو څنګه مدیریت شي او چېرته یې بوخت وساتي؟ د هندوستان په وړاندې، د افغانستان په ضد، په کور دننه د بلوڅو، پښتنو او نورو ناخوښو ولسونو په ضد.

پوځي پاکستان تر یوې مودې له دغه افراطیت څخه د څښنده اشغال Forward Policy او ستراتيژیک عمق Strategic Depth پالیسیو لپاره ګټه پورته کړلای شوه. په تېره بیا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یوولسمې پېښې وروسته، چې یو ځل بیا د پاکستان مېښې نرکټی وزېږاوه او د لویدیځ غوا غولانځ پرې راپرېښوده. په سیمه‌ییزو لوبو کې لوبېدلی پاکستان دومره سپین‌سترګی شو، چې په یوه وخت کې یې دوه سره سیال ځواکونه تېرایستل. له یوې خوا یې امریکا رالوشله او له بلې خوا یې له چین سره پټه و ښکاره یارانه خوږه کړې وه. دې کیسې لکه چې لویدیځ ته خوند ورنه‌کړ. د اوکراین له جګړې، په منځني ختیځ کې له خونړیو پېښو او د اسراییل له بدمستۍ وروسته داسې څرګندیږي، چې نړۍ یوې بلې جیوپولیتیکې زمانې ته ورننوځي.

ایا د پاکستان دنده پای ته رسېدلې؟

د دوو اټومي ډېریو په سر ناست پاکستان لکه چې نور هغسې په‌کار نه دی، چې اویاکاله پخوا و.

دا دوه اټومي ډېرۍ یوه یې اتومي وسله ده او بله یې تولید کړی افراطیت دی، چې اوس نو په پاکستان کې هم نه‌ځاییږي. شوروي نور نه‌شته او ښايي په دې نوي پړاو کې نور نو نه چین او نه هم منځنۍ اسیا و روسیه په هغو نیابتي ايدیولوژیکو افراطیونو ډارول کېدلای شي، چې پاکستان یې تولید او مغزمينځنه په ټېکه اخیستې ده او نه هم لویديځ د هغوی د بوخت ساتلو لګښتونه نور پرې کولای شي.

منځنی ختیځ هم بدل شوی دی. اسرائیل خپل ټول مهم دښمنان له پښو غورځولي دي او له ایران سره حالات ترینګلي دي. په پاکستان او منځني ختیځ کې افراطي اورپکي ښايي نور په کار نه‌وي، بلکې ښايي لا نوي نظم ته په ګواښ بدلیدونکي هم وي. له همدې کبله لوبه بدلیدونکې ښکاري.

تر پاکستان لاندې د باروتو ډېرۍ ورو ورو اور اخلي. بلوڅو سرمچارو د پاکستان په پوځيانو ځمکه سره تبۍ ګرځولې ده. پښتانه هم له خښمه ایشي. پاکستاني طالبان ورته لیوني شوي او هره ورځ چاودنې و وژنې. د لومړي ځل لپاره پوځ له سیاسي اړخه سره ویشلی دی.

د لوبې د بدلون یوه نښه خو دا ده، چې هغه سرچینې اور اخلي، چې د ساړه جنګ پرمهال مهمې ګڼل کېدې. د حقانیې مدرسې کارېزماتیک افراطي شیخان یو یو وژل کیږي، د ملا فضل رحمن او نورو اورپکو ډلو مشران یو یو په نښه کیږي. ملا، عام وګړی، سیاستوال او بل هرڅوک چې وژل کیږي، ګوته پوځ ته نیسي او پوځ د تل په شان هندوستان او افغانستان ته د ملامتیا مخ ورګرځوي.

« یه جو دهشتګردي هې، اس کې پیچي وردي هې!»چیغې د هرچا په خوله دي. د پاکستان اقتصاد ړنګ دی او د پوځ د وحشیانه چلند له کبله په پښتنو، بلوڅو او نورو لږکیو کې د بېلتون پالنې حس ورځ تر بلې پیاوړی کیږي. هره ورځ په مدرسو او جوماتونو کې چاودنې دي او د پاکستان هغه ایډیولوژیک حیثیت چې د زېږېدا په زمانه کې و، اوس نه شته. ملا، جومات او مدرسې، چې یومهال پاکستاني پوځ ته تقدس ورکاوه او د اسلام ساتونکی پوځ یې باله اوس هغه هم چیغې وهي، چې: « یه جو دهشتګردي هې، اس کې پیچي وردي هې!»له دې چېغو سره سم، پوځ ټوپک پرې راواړوي،نه ملا پرېږدي او نه جومات و نه مفتي و شیخ و طالب.

په پراخه پیمانه د زاړه ساړه جنګ د پای ته رسېدا یوه نښه خو د پاکستان دا حالت او په تېره بیا په پاکستان کې دننه د افراطیت د تولید د مراکزو او متفکرو مغزو له منځه وړل دي، چې خورا په سیستماتیکه بڼه راړنګیږي، بله نښه یې د سړې زمانې د تبلیغاتي ماشین له کاره غورځول دي. د امریکا حکومت په یوه ډراماتیکه پرېکړه کې د امریکا غږ، ازادۍ راډیو او یوشمېر نورو رسنیو د کار دوام ځنډولی دی. په دغو رسنیو ډېره پانګونه شوې وه او لګښت یې هم ډېر و. په سیمه کې یې اوس ګڼ اورېدونکي او لیدونکي لرل. په افغانستان کې مېشت خلک او ډیورند ته څېرمه ولسونه چې د واکمن استبداد له لاسه اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري، همدا رسنۍ يې ته غوږ او سترګې وې. څه وشول چې له دې ټولو پېښو سره هممهال نوره نو د دوی اړتیا پای ته ورسېده؟

څه روان دي؟

ایا سړه جګړه په زړه بڼه پای ته رسېدلې؟ که کومه نوې پېښه پېښېدونکې ده؟ څه ډول پېښه؟ چېرته او په چا؟

که نه دا یوازې اقتصادي ستونزه ده او امریکا غواړي، خپل لګښتونه راکم کړي؟

دا مهمې پوښتنې دي.د ایران او چین په وړاندې به د لویديځ سیاستونه څه وي؟ ایا په نوې لوبه کې به لویدیځ هغسې سره یولاس وي، لکه د سړې زمانې پرمهال چې و؟ که نه دا ځل اروپا خواشینې و غوسه ده؟

د اوکراین له جګړې را وروسته اروپا یو ځل بیا راویښه شوې او په فکر کې ده، چې څه وکړي؟ ایا د نړیوالو سیالیو په ډګر کې هماغسې په پټو سترګو له انګلو – امریکا سره ودریږي؟

نړۍ به له تولید شوي افراطیت سره څه کوي؟ دا سمه خبره ده، چې دوی یې سرغنې په نښه کوي او وژني یې، خو د سړې جګړې پرمهال او بیا له ترهګرۍ سره په تش‌په نامه جګړه کې دا ډلې دومره ډېرې روزل شوي دي، چې اوس یې مدیریت او په ټولنو کې بېرته ادغام ناشونی بريښي. له ترکیې، سوریې، عراق نه رانیولې تر منځنۍ اسیا و د چین تر سینکیانګ او هاخوا تر تاتارستان پورې د باروتو له دې زېرمه شویو باروتو سره به څه پېښ شي؟

یوڅرښنده او د لړو ترشا انځور خو یې دا دی، چې په سپینو، تورو، شنو او برګو بیرغونو یې سره ویشي او جنګوي یې، دومره یې سره جنګوي، چې سره خلاص شي. په دې کې به لویدیځ بریالی شي، که نه؟ خو دا سیمه به د یویشتمې پېړۍ په سوځېدلې ځمکه بدله کړي او یوه لویه تمدني حوزه به د اور خوراک کړي. اسیا په اقتصادي زبرځواک بدلېدونکې ده ایا په دې نوې لوبه کې به د اسیا د اقتصادي ودې و مرکزیت کېدو لپاره خنډ جوړول هدف وي که د هغې مالکیت؟

د سیمې او نوې لوبې تګلوری به د پورتنۍ وروستۍ پوښتنې ځواب روښانوي. ترهغو په همدې پوښتنو فکر کول بویه، ګوره که ځوابونه یې پیدا شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري، خو د چا د نظر ننګه نه کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

پوتين له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې له تاجکستان سره امنيتي همکاري پياوړې کوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې روسیه به له افغانستان څخه د رامنځته شویو ګواښونو په پام کې نیولو سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ مسکو ته د خپل سفر پرمهال د روسیې له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.

له لیدنې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې روسیه به په اسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له تاجکستان سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

پوتین وویل: «په طبیعي توګه، موږ نه شو کولی په مرکزي اسیا کې او په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې څخه راپورته کیدونکو ننګونو او ګواښونو امنیتي مسالې له پامه وغورځوو».

د روسیې ولسمشر زیاتوي چې روسیه به په تاجکستان کې ددغه هېواد د ۲۰۱ پوځي اډې د کارولو په ګډون په سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «موږ پرېکړه کړې چې دفاعي، پوځي او تخنیکي همکارۍ لا ژورې کړو او همدارنګه د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړو.»

پوتین دا هم ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې یې د تاجکستان په غرنۍ سیمه کې یوه سرحدي اډه پرانستل شوې ده.

هغه وويل:«دا اډه د روسیې په فدرالي فنډ جوړه شوې او په وروستيو تخنیکي تجهیزاتو او وسلو سمبال ده، نن موږ په دې برخه کې د همکارۍ د دوام موافقه وکړه».

تاجکستان د نشه یې توکو ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو ځینو مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د تاجکستان اسلامي غورځنګ څانګې انصارالله نه سخته اندېښنه لري.

طالبانو پر غزه د اسراييل بريدونه وغندل

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د غزې ښار پر بیلابیلو سيمو د اسرایيل هوايي بريدونه غندلي. طالبانو ويلي، چې د اسراییل دغه بريد د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف او د انسانیت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

پر فلسطين د اسراییل تر برید وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې د دغه بريد د غندلو ترڅنګ دغه بريد د ټولو قوانینو خلاف بللی.

د طالبانو اعلامیه کې راغلي، « دصهیونيستي يرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی بلکي د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.»

طالبانو پر هېوادونو غږ کړی، چې «د فلسطينیانو ملاتړ وکړي او د اشغال پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطینیانو د حقه مبارزې او مشروع مقاومت ثابت حق ګڼي او ملاتړ یې کوي.

په دغو بریدونو کې، چې نن سهار وختي وشول، د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی.

فلسطیني چارواکو تایید کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي.

حماس ویلي، چې په دغو بریدونو سره ددوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشي کولو ته تیار نه دی.

هندو ورځپاڼه: په نوي ډيلي کې د طالبانو د سفیر منل به مهم تغیر وي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۰

ده هندو ورځپاڼه وايي، چې هند په دوامداره توګه له طالبانو سره خپلې اړیکې نږدې کوي او رپوټونه وايي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته اجازه ورکړي چې په نوي ډیلي کې خپل سفیر وټاکي.

هندو وايي، د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې پرته به په هند کې د طالبانو د ډيپلوماټ منل یو مهم بدلون وي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا هغه څه دي چې ډېری هېوادونو تر اوسه نه دي منلي، ځکه له ښځو سره د طالبانو ناوړه چلند او د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو او نورو بندیزونو وضعیت دومره کړکېچن کړی، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا « جنسیتي اپارتاید» بللی دی.

هندو وايي، نوی ډیلی باور لري چې همدا اوس د طالبانو د ملاتړ وخت دی او دا په افغانستان کې د خپل نفوذ او ګټو لپاره یو فرصت بولي.

ورځپاڼه وايي، چین په کابل کې له هند مخکې حرکت کړی او د طالبانو د استازي باورلیک یې منلی.

بېجینګ دغه راز ځینې پروژې پلې کړې او غواړي طالبان د ورېښمو لارې ابتکار کې شامل کړي.

د هندو په باور، نوی ډیلی د خپل سیال پاکستان پر وړاندې چې له طالبانو سره یې پخوانۍ ګرمې اړیکې اوس سړې شوې دي، عمل کوي.

خو ورځپاڼه وايي، له طالبانو سره د اړیکو ټینګښت لوی خطرونه هم لري، چې هند یې باید په افغانستان کې له ښکیلتیا وړاندې په پام کې ونیسي او هغه د داعش حضور او له ټي ټي پي د طالبانو ملاتړ دی.

ده هندو زیاتوي، چې هند هم د داعش له ستونزې سره مخ دی.

ورځپاڼه وايي، هند اوس ښکاره د داعش تر «هدف لاندې» دی او نوی ډیلی باید له طالبانو سره له اړیکو مخکې دغه خطرونه او له ترهګرۍ سره په سیمه ییزه مبارزه کې د طالبانو همکاري جدي و ارزوي.

د تورخم جرګې افغان لوری وايي تر اوسه طالبانو پر تاسیساتو کار بندول نه دي منلي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د جرګې د افغان لوري ځینې غړي وايي، طالبانو تر دې دمه د پاکستان شرط نه دی منلی، چې دوی به د اختر تر ۱۵مې د تاسیساتو له جوړولو ډډه کوي. د تورخم دروازې جرګې د پښتونخوا غړو له طالبانو غوښتي و، چې د لارې پرانیستو لپاره پر نویو تاسیساتو کار بند کړي.

د تورخم دروازې د خلاصون جرګې افغان لوري یو شمېر غړو نن سې شنبه «د کب ۲۸مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو ته یې د پاکستان د جرګې شرطونه وړاندې کړي خو تر اوسه پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د نه جوړولو شرط طالبانو نه دی منلی.

د جرګې یو غړی وايي، « د طالبانو والي یوازې دومره وویل چې دوی له خپلو مشرانو سره خبرې کوي او دوی ته به احوال ورکړي خو پر پوستو د کار بندولو پرېکړې په اړه د طالبانو ځايي مشران توافق سره نه لري.»

بل خوا طالبانو ته نژدې رسنۍ حریت راډیو د طالبانو د چارواکو په حواله لیکلي، چې د تورخم د خلاصون لپاره د پاکستان یو اساسي شرط دادی چې باید په ډیورنډ کرښه دې غاړې ته د نظامي تاسیساتو جوړول ودرېږي خو طالبان دا شرط د ملي او نړېوالو اصولو خلاف او د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه بولي.

په همدې حال کې د تورخم دروازې د خلاصون جرګې پاکستاني لوري مشر سید جواد کاظمي نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی د جرګې افغان لوري سره خبرې شوې او هغوی ورته ویلي چې باید په تمه اوسي.

سید جواد کاظمي وايي چې له دویمې جرګې ۲۸ ساعته تېریږي خو تر اوسه نه طالبانو او نه هم د جرګې غړو په دې اړه دوی ته څه ویلي.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د پاکستان د شرطونو په اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده، چې دواړو غاړو ته یې مساپر او سوداګر له جدي ستونزو او سترو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

پاکستاني چارواکو د طالبانو له‌خوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله دغه لار تړلې ده.

د دغې لارې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ په پرله پسې ډول نښتې شوې دي، چې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.

ایران په خراسان رضوي کې د ۶۰۰ زره افغان کډوالو پر شړلو او تنظیم کار کوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د ایران په خراسان رضوي کې شاوخوا ۶۰۰ زره قانوني او بې اسناده افغان کډوال ژوندي کوي، چې امنيتي ادارې په يوه پېچلي بهیر کې د دغو کسانو د ایستلو یا تنظیمولو په هڅه کې دي.

د ایران ایرنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ په یوه خبر کې د خراسان رضوي د پوليسو د امنیت مرستیال له قوله ویلي، چې په دغه ولایت کې ۳۹۶ زره قانوني افغانان له پېژند پاڼو، کار اجازه لیکونو، باوري پاسپورټونو او نورو اسنادو سره ژوند کوي.

ایراني چارواکي وايي، په یاد ولایت کې څه باندې ۲۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي.

د خراسان رضوي د بهرنيو وګړو او کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې دغه ولایت د ۳۲۰ زره افغان قانوني کډوالو کوربه و، چې د اوسېدو اسناد، پاسپورټونه او پېژندپانې يې لرلې.

د همدې ادارې په خبره، له دې ډلې ۹۵ سلنه بهرنيان د مشهد په ښار کې له ۳،۹ میلیونه وګړو سره اوسېدل.

خراسان رضوي شاوخوا ۶.۹ میلیونه نفوس لري.

په رضوي خراسان کې د مېشتو افغانانو شمېر مخ په کمېدو دی

د هغه مهال د خراسان رضوي والي یعقوب علي نظري ويلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغه ولایت ته په ۱۴۰۰ کال کې هره ورځ ۱۵۰۰ غير قانوني افغان کډوال ننوتل.

نظري د دغو کډوالو په اړه د ۱۴۰۱ کال د لړم په میاشت کې وویل: «دا ولایت په هیواد کې د اکثرو افغانانو د داخلیدو ځای دی او اوس په مشهد او نورو ښارونو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال میشت دي.»

په همدې لړ کې په ۱۴۰۲ کال کې دا شمېر ۸۰۰ زره کډوالو ته راټيټ شو.

د خراسان رضوي د بهرنيو وګړو او کډوالو عمومي مدير حسین شرافت راد په ۱۴۰۲ کال کې وویل: « له تهران وروسته، مشهد د بهرنیو مهاجرینو ترټولو لوی شمیر لري او نږدې ۴۰۰ زره بهرني وګړي د پېژندپاڼو، پاسپورټونو او د سرشمیرنې فورمې په ګډون د پیژندنې او استوګنې اسناد لري، چې توضیحات یې د کورنیو چارو وزارت په سیسټم کې ثبت شوي دي.»

د دغه راپور له مخې په خراسان رضوي کې ۷۶ زره افغان محصلان په زده کړو بوخت دي.

شرافت راد ويلي، چې په مشهد کې ۳۰۰ زره غير قانوني کډوال نیول شوي، چې د پاسپورټونو موده یې پای ته رسېدلې.

په لسو میاشتو کې د دوغارون له پولې د ۶۰۰ زره ناقانونه وګړو ایستل

خراسان رضوي ۳۴ښارونه لري، چې له دې جملې څخه «صالح اباد، توربتجام، تایباد او خف» د دغه ولایت په سرحدي پوله کې موقعیت لري او له افغانستان سره ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري.

د خراسان د والي د امنيت د تنظيم مرستيال امیرالله شمقداري وويلي، چې په لسو مياشتو کې يې له بیلابیلو ښارونو څخه ۵۸۶ زره ناقانونه افغان کډوال نیولي او هېواد ته یې لېږلي دي.

هغه زياته کړه: « روان کال له پيل څخه د سلواغې مياشتې تر ۵مې له بيلابيلو ښارونو څخه ٥٨٦ زره ناقانونه افغانان راټول شوي او د دغه ولايت د دوغارون له پولې څخه خپل هيواد ته ستانه شوي دي.»

د هغه په خبره، د کشفي معلوماتو، تاسیساتو او پولو خوندیتوب سره سم د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو کچه د تېر کال په پرتله کمه شوې ده.

۲۰ سلنه قانوني کډوال په خراسان رضوي کې مېشت دي

د خراسان رضوي د والي امنيتي مرستيال وویل، چې سږکال له ختيزو پولو څخه د افغانانو غير قانوني تېرېدل کم شوي خو د دوغارون له پولې د افغانانو د ننوتلو او د ویزو غوښتنې زياتې شوې دي.

د شمعداري په خبره، اوس مهال هره ورځ له افغانستان څخه د تایبياد ښار د دوغارون له پولې څخه په اوسط ډول ۱۵۰۰ اسناد لرونکي افغانان تګ راتګ کوي، چې په ځينو ورځو کې دغه شمېر ۳ زره کسانو ته رسيږي.

هغه زیاته کړه: «یاد شوي وګړي د دوغارون له رسمي پولې څخه په پاسپورټونو او ویزو داخلیږي، خو کابو شل سلنه یې په ایران کې اوسیږي او د ویزې د ټاکلي مودې له پای ته رسیدو وروسته بیرته نه ستنیږي.»