د اسماعېلیانو امام له سوریې سره د ۱۰۰ مېلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه

د اسماعېلیانو امام شهزاده رحیمالحسیني له سوریې سره د ۱۰۰ مېلیونه یورو د مرستې ژمنه وکړه. نوموړي دا ژمنه «له سوریې سره درېدل او د یوه بریالي بدلون» تر سرلیک لاندې د کنفرانس په څنډه کې چې د اروپايي کمېسیون له خوا جوړ شوی، اعلان کړې ده.