• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حماس د اوربند د نويو وړاندیزونو هرکلی وکړ

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د حماس وياند عبداللطيف البانوع وايي، دغه واله ډله په دوامداره توګه د خبرو اترو له منځګړو سره په اړیکه کې ده. القانوع په یوه بیان کې چې پر ټېلګرام خپور شوی وویل: «دغه ډله له هر هغه وړاندیز سره چې د تېري او محاصرې پای ته لار هواروي، له مسوولیت او مثبت روحیې سره چلند کوي.»

هغه زیاته کړه: "د امریکا وړاندیز د خبرو اترو پر مېز و او حماس هغه رد نه کړ او مثبت چلند یې ورسره وکړ. «نتنیاهو د تړون د ماتولو لپاره جګړه بیا پیل کړه.»

په پای کې دغه ویاند ټینګار وکړ: «د حماس ګټې د موافقې په دوام کې وې او له منځګړو سره به په نرمۍ او مثبت ډول خبرو اترو ته دوام ورکړي، چې زموږ پر ملت د تېري مخه ونیسي او نیواکګر مجبور کړي چې تړون ته غاړه کیږدي.»

تر دې مخکې اسراییلي حکومت ویلي و، چې حماس د یرغمل شویو خوشې کولو څخه ډډه کړې او دوی بېرته جګړې ته ستانه شوي.

اسراییل دا هم ویلي و، چې تر دې وروسته به لا زیات پوځي عملیات پراخ کړي.

اسراییل زیاته کړې، چې په غزه کې سختو شخړو ته بېرته ستنېدل د متحده ایالاتو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیل سره څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او د پاتې یرغمل شویو کسانو برخلیک هم نامعلوم دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د یمن حوثیانو مشر: د اسراییل پر وړاندې بریدونه تر ټولو لوړې کچې ته رسوو

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د حوثي وسله والو مشر عبدالمالک حوثي چې د اسلامي جمهوریت له ملاتړ څخه برخمن دی، د سې شنبه په ورځ (د کب ۲۸مه) ټینګار وکړ، چې حوثي وسله وال به د اسراییل پر ضد عملیات تر ټولو ممکنه حد ته ګړندۍ کړي او په دې برخه کې به هر ډول اړین اقدامات وکړي.

هغه د اسلامي هېوادونو له‌خوا پر اسراییل د اقتصادي بندیزونو پر اړتیا په ټینګار سره وویل، چې ځینې عرب هېوادونه د فلسطین له مقاومت څخه د ملاتړ پر ځای اسلامي جمهوریت د هغوی په پوځي ملاتړ تورنوي.

د حوثي یاغیانو مشر د یوه عربي هېواد او اسراییل تر منځ هر ډول مثبتې اړیکې «شرمونکې» وبللې او ویې ویل، چې له ترکیې، مصر، اردن، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره له اقتصادي اړیکو څخه اسراییل ګټه پورته کوي او دغه هېوادونه باید له اسراییل سره خپلې اقتصادي اړیکې پرې کړي.

هغه وویل: «په مسلمانانو واجب دی چې د اسراییل په خلاف یو فعال او پیاوړی نړۍوال غورځنګ تنظیم کړي.»

عبدالمالک حوثي ویلي، له اسراییل څخه د امریکا ملاتړ او د عربي هېوادونو چوپتیا د دې لامل شوې، چې اسراییل خپل بریدونه پراخ کړي.

عبدالمالک حوثي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې اسراییلي حکومت ویلي: «حماس د یرغمل شویو خوشې کولو څخه ډډه کړې، نو موږ بېرته جګړې ته ستانه شوو. له دې وروسته به له لا زیات پوځي ځواک سره عمل وکړو.»

اسراییل اعلان کړی، چې په غزه کې سختو شخړو ته بېرته ستنېدل د متحده ایالاتو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیل سره څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او د پاتې یرغمل شویو کسانو برخلیک هم نامعلوم دی.

انالینا بیربوک: غزه کې د اوربند پای ته رسېدل جدي اندېښنه ده

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د اوربند په پای ته رسېدو خواشیني څرګنده کړه او د اوربند د دویم پړاو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره یې د خبرو د سمدستي بیا پیل غوښتنه وکړه.

اسراییل اعلان وکړ، چې په غزه کې سختو شخړو ته بېرته سېنیدل د متحده ایالاتو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شوې.

اسراییلي حکومت ویلي: «حماس د یرغمل شویو خوشې کولو څخه ډډه کړې، نو موږ بېرته جګړې ته ستانه شوو. له دې وروسته به له لا زیات پوځي ځواک سره عمل وکړو.»

بل خوا د حماس په بند کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو کورنۍ د اوربند پر ماتېدو اعتراض کړی.

دوی د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل، چې مداخله وکړي او د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو د بېرته راستنیدو لپاره د مذاکراتو د دوام ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیل سره څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او د پاتې یرغمل شویو کسانو برخلیک هم نامعلوم دی.

حماس تېره ورځ وویل، اسراییل د اوربند تړون لغوه کړی چې له امله یې په غزه کې د ۵۹ یرغمل شویو کسانو برخلیک ناڅرګنده پاتې دی.
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر حماس تورن کړی، چې د دوی د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو څخه یې انکار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف وړاندیزونه یې رد کړي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي، چې اسراییل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې د پوځي ځواک په پراخولو سره عمل وکړي.
له بل پلوه په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، چې اسراییل د بریدونو ترسره کولو دمخه د متحده ایالاتو ادارې سره مشوره کړې وه.
د سپینې ماڼۍ ویاند برایان هیوز ویلي:« حماس کولای شو، چې د اوربند د غځولو لپاره یرغمل خوشې کړي؛ خو پرځای یې انکار او جګړه غوره کړه.»

حماس د اوربند تړون د شرایطو سره سم، د جګړې د دایمي پای ته رسېدو او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کاوه.
حماس ویلي:« موږ غوښتنه کوو، چې منځګړي دې نتنیاهو او اسراییلي اشغالګر په بشپړ ډول د تړون د سرغړونې مسوول وګڼي.»

نتنیاهو: د حماس د ګواښونو تر ختمېدو پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکوو

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۴ GMT+۰

پر غزې د اسراییلي پوځ له وژونکو بریدونو سره سم د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، چې له حماس سره به د «اوربند مذاکرات یوازې د اور تر لبمو لاندې» دوام ولري.

نوموړي د سې‌‌شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) پر حماس ډلې د اسراییل فشارونو ته په اشارې زیاته کړې، چې پر غزې د دغې ډلې تر ختمېدو پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

نتنیاهو خبرداری ورکړی، تر هغه یې چې په غزه کې د حماس ګواښ له‌منځه نه وي وړی، د اسراییل بریدونه به دوام ولري.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي: «مونږ په هغو اوونیو کې چې هېڅ یرغمل شوی کس مو ترلاسه نه‌کړ، اوربند مو وغځاوه. د امریکا وړاندیز مو ومانه او حماس ته مو خپل پلاوی ولېږلو، خو دوی زمونږ وړاندیز رد کړ.»

هغه زیاته کړې: «ما د جګړې د بیاپیلېدو لپاره له پوځي او امنیتي ادارو څخه مشوره ترلاسه کړې.له همدې شېبې څخه به د حماس پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړو.»

اسراییل یو ځل بیا تر لنډمهال اوربند وروسته پر غزې هوايي بریدونه پیل کړل.

د فلسطین روغتیايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د غزې پر تړانګې د اسراییل په تازه بریدونو کې د حماس څلورو لوړپوړو چارواکو په ګډون له ۴۰۰‌ډېر ملکیان وژل شوي دي.

ورته مهال، د اسراییل لومړي وزیر پر حوثي وسله‌والو د امریکا او برېتانیا ګډو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې په «یمن کې د ایراني ملیشو» پر وړاندې د امریکا متحده‌ایالاتو له هوايي بریدونو هرکلی کوي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د یمن پر حوثي وسله‌والو د پراخو هوايي بریدونو امر وکړ، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.

جرمني پلان لري چې انالینا بیربوک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرۍ ته نومانده کړي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۰

جرمن چارواکي وایي، چې دغه هېواد پلان لري څو د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک له ۲۰۲۵ کاله تر ۲۰۲۶ پورې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې په توګه وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو کې سرچینو ویلي، د هغې ټاکنه یوازې یو رسمي ګام بلل کېږي.

بیربوک به د جون په پیل کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له‌خوا وټاکل شي او د سپټمبر په میاشت کې به خپله یو کلنه دوره پیل کړي.

کله چې د محافظه کاروانو او سوسیال ډېموکراتانو ترمنځ نوی اېتلافي حکومت جوړ شي، نو د زرغون (ګرین) ګونډ دغه سیاستواله به ژر تر ژره د بهرنیو چارو وزیرې له دندې استعفا ورکړي.

که چېرې هغې د ملګرو ملتونو دا دنده ومنله، نو بیربوک به د جرمني د پارلمان (بونډسټاګ) غړیتوب څخه هم باید استعفا ورکړي.

د عمومي اسمبلۍ د مشرۍ دنده دا ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې تنظیم او مشري یې وکړي.

بیربوک غواړي، چې د مې په میاشت کې په نیویارک کې د دې دندې لپاره خپل پلانونه وړاندې کړي.

هغه به د کامرون د پخواني لومړي وزیر فیلومون یانګ ځای ونیسي.

د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د جرمني دا پرېکړه له ملګرو ملتونو سره د دې هېواد قوي ژمنتیا ښيي.

د امنیت شورا د پرله‌پسې بندیزونو له امله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په وروستیو کلونو کې لا مهمه شوې ده.

د دې دندې لپاره د جرمني د یوه ځواکمن سیاستوال ټاکل د ۲۰۲۷تر ۲۰۲۸ کلونو پورې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب لپاره د جرمني د نوماندۍ یوه مهمه برخه بلل کېږي.

مصر، سعودي عربستان، ایران او څو نورو هېوادونو په غزه کې د سلګونو فلسطینیانو وژنه وغندله

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د مصر، سعودي عربستان، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د جلا جلا بیانونو له مخې په غزه کې د څه‌باندې څلور سوو فلسطینیانو وژل‌کېدل غندلي دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې دا بریدونه د اوربند له تړونه ښکاره سرغړونه او په سیمه کې یو ناوړه ترینګلتیا بللې ده.

نوموړي وزارت په دغه بیان کې له نړۍوالې ټولنې د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې اسراییل دې د غزې پر تړانګې خپل وژونکي بریدونه ودروي.

ورته مهال د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د اسراییلي پوځ له زور زیاتي څخه د فلسطیني ملکیانو د خوندي‌توب پر ارزښت ټينګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د روان کړکېچ لپاره دې سملاسي اقدامات وکړي.

دې سره جوخت، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیا ویلي، چې د امریکا متحده‌ایالات د «فلسطین په اشغال شويو سیمو کې د نسل‌وژنې د دوام» مسووله ده.

بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اېکس‌پاڼې کې ویلي، چې دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې فلسطینیان د روژې مبارکه میاشت لمانځي او دا کړنه نه یوازې د بې‌ګناه ملکيانو پر وړاندې جرم دی، بلکې د دې سپېڅلې میاشتې تقدس هم تر پښو لاندې کوي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د غزې پر تړانګې د اسراییل په تازه بریدونو کې د حماس څلورو لوړپوړو چارواکو په ګډون له ۴۰۰‌ډېر ملکیان وژل شوي دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي، دا اقدام حماس ته ځواب و چې په غزه کې د برمته‌شویو کسانو خوشې‌کېدو ته تیار نه دی.

بل‌خوا حماس خبرداری ورکړی، چې له دغو بریدونو سره د دغې ډلې او اسراییل ترمنځ اوربند له‌منځه لاړ.