جرمني پلان لري چې انالینا بیربوک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرۍ ته نومانده کړي

جرمن چارواکي وایي، چې دغه هېواد پلان لري څو د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک له ۲۰۲۵ کاله تر ۲۰۲۶ پورې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې په توګه وړاندې کړي.

جرمن چارواکي وایي، چې دغه هېواد پلان لري څو د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک له ۲۰۲۵ کاله تر ۲۰۲۶ پورې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې په توګه وړاندې کړي.
ملګرو ملتونو کې سرچینو ویلي، د هغې ټاکنه یوازې یو رسمي ګام بلل کېږي.
بیربوک به د جون په پیل کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لهخوا وټاکل شي او د سپټمبر په میاشت کې به خپله یو کلنه دوره پیل کړي.
کله چې د محافظه کاروانو او سوسیال ډېموکراتانو ترمنځ نوی اېتلافي حکومت جوړ شي، نو د زرغون (ګرین) ګونډ دغه سیاستواله به ژر تر ژره د بهرنیو چارو وزیرې له دندې استعفا ورکړي.
که چېرې هغې د ملګرو ملتونو دا دنده ومنله، نو بیربوک به د جرمني د پارلمان (بونډسټاګ) غړیتوب څخه هم باید استعفا ورکړي.
د عمومي اسمبلۍ د مشرۍ دنده دا ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې تنظیم او مشري یې وکړي.
بیربوک غواړي، چې د مې په میاشت کې په نیویارک کې د دې دندې لپاره خپل پلانونه وړاندې کړي.
هغه به د کامرون د پخواني لومړي وزیر فیلومون یانګ ځای ونیسي.
د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د جرمني دا پرېکړه له ملګرو ملتونو سره د دې هېواد قوي ژمنتیا ښيي.
د امنیت شورا د پرلهپسې بندیزونو له امله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په وروستیو کلونو کې لا مهمه شوې ده.
د دې دندې لپاره د جرمني د یوه ځواکمن سیاستوال ټاکل د ۲۰۲۷تر ۲۰۲۸ کلونو پورې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب لپاره د جرمني د نوماندۍ یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د مصر، سعودي عربستان، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د جلا جلا بیانونو له مخې په غزه کې د څهباندې څلور سوو فلسطینیانو وژلکېدل غندلي دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) د اېکسپاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې دا بریدونه د اوربند له تړونه ښکاره سرغړونه او په سیمه کې یو ناوړه ترینګلتیا بللې ده.
نوموړي وزارت په دغه بیان کې له نړۍوالې ټولنې د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې اسراییل دې د غزې پر تړانګې خپل وژونکي بریدونه ودروي.
ورته مهال د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د اسراییلي پوځ له زور زیاتي څخه د فلسطیني ملکیانو د خونديتوب پر ارزښت ټينګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د روان کړکېچ لپاره دې سملاسي اقدامات وکړي.
دې سره جوخت، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیا ویلي، چې د امریکا متحدهایالات د «فلسطین په اشغال شويو سیمو کې د نسلوژنې د دوام» مسووله ده.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اېکسپاڼې کې ویلي، چې دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې فلسطینیان د روژې مبارکه میاشت لمانځي او دا کړنه نه یوازې د بېګناه ملکيانو پر وړاندې جرم دی، بلکې د دې سپېڅلې میاشتې تقدس هم تر پښو لاندې کوي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د غزې پر تړانګې د اسراییل په تازه بریدونو کې د حماس څلورو لوړپوړو چارواکو په ګډون له ۴۰۰ډېر ملکیان وژل شوي دي.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي، دا اقدام حماس ته ځواب و چې په غزه کې د برمتهشویو کسانو خوشېکېدو ته تیار نه دی.
بلخوا حماس خبرداری ورکړی، چې له دغو بریدونو سره د دغې ډلې او اسراییل ترمنځ اوربند لهمنځه لاړ.

د کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې له ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دې د ۳۰ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او د روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.
کرملین ټینګار کړی، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندېدل یې یوې موافقې ته د رسېدو اساسي شرط ګڼلی دی.
په دې ټلیفوني خبرو کې پوتین د چهارشنبې په ورځ له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵روسي بندیانو د تبادلې اعلان هم وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر اقداماتو بحث وکړ.
اوکراین له دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې تر ټولو سترې جګړې اوربند ته چمتووالی ښودلی.
پوتین تېره اونۍ ویلي و، چې په اصولو کې د واشنګټن د ۳۰ ورځیني اوربند له وړاندیز سره موافق دی، خو د جګړې دوام به هغه وخت پای ته ورسېږي چې ځینې مهم شرایط بشپړ شي.
اوکراین او د هغه لوېدیځ متحدین د روسیې یرغل د امپریالیستي ځمکني غصب په نوم یادوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پوتین تورن کړی، چې جګړه عمداً اوږدوي.
زېلېنسکي ټینګار کړی، چې د اوکراین ملي حاکمیت د مذاکرې وړ نه دی او روسیه باید هغه سیمې تسلیم کړي چې اشغال کړې یې دي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې روسیې خپل نظامي-صنعتي ظرفیتونه پراخ کړي، څو له اروپايي ډېموکراسۍ سره راتلونکو شخړو ته چمتو شي.
پوتین ادعا کوي، چې د ناټو پراخېدل د روسیې امنیت ته ګواښ دی او غوښتنه یې کړې، چې اوکراین باید د ناټو د غړیتوب غوښتنه بنده کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم په غزه کې د اسراییل د وروستیو بریدونو په غبرګون وویل: «په ورانه شوې غزه په نیمه شپه کې یو وار بیا بمباريو کې د څه باندې ۴۰۰ انسانان د وژل کېدو د جنایت د غندلو لپاره د الفاظو قالب کوچنی دی.»
نوموړي د سېشنبه په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې د غزې پر تړانګې د نړۍ پرمختللي بمونه اوري او د زرګونونو انسانانونو په ګډون په دې سیمه کې حیوانات، کاڼې او بوټي سوځول کېږي.
نوموړي په نیوکې سره زیاته کړه، چې د غزې په خلکو برېښنا، اوبه، خواړه او درمل د جنګي وسیلې په توګه استعمالېږي او په خلکو بندېږي.
خُرم وایي: «دا کرښې د زړه د تسکین لپاره لیکم، کنه په غزه کې غمیزه تر هغه لویه ده او د اسراییلو ظلم تر هغه زیات دی چې الفاظ یې د بیان توان ولري.»
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس همداراز زیاته کړې: «تر یو کال زیاته موده وشوه چې د غزې په نرۍ تړانگې باندې د پرمختللې دنیا پرمختللي بمونه رااوري؛ انسان، حیوان، کاڼي او بوټي ته اور اچوي؛ برېښنا، اوبه، خواړه او درمل د جنګي وسیلې په توګه استعمالېږي او په خلکو بندېږي.»
کریم خُرم وایي، چې اسراییل د اوربند دویم پړاو ته د داخلېدو پر ځای نوي شرطونه وړاندې کړل او دا هېواد په منځني ختیځ کې ځان د غربی تمدن مدافع بولي، چې ګواکي د (وحشی تروریستانو) سره لاس او ګرېوان دی.
د هغه په خبره، اسراییل په همدې پلمه پر موافقه شوي اوربند او تقسیم اوقات پښه اېښې ده او د «نقض» په نوم یې په ورانه شوې غزه په نیمه شپه کې یو وار بیا بمبارۍ وکړل.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن سهار وختي اسراییل پر غزې له درې میاشتیني اوربند وروسته یو ځل بیا بریدونه وکړل، چې تر اوسه د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
حماس ویلي، چې په دغو بریدونو سره د دوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشې کولو ته تیار نه دی.
له دې سره، فلسطیني چارواکو هم تایید کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي دی.
په بریدونو کې د فلسطین حکومت د چارو تعقیب رییس عصام الدعلیس، د عدلیې وزارت مرستیال احمد الحته، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمود ابو وطفه او د فلسطین د کورني امنیت رییس بهجت ابو سلطان وژل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر اقداماتو بحث وکړ او سپینې ماڼۍ وویل چې د دوی تلیفوني خبرې ښه روانې دي.
ټرمپ هیله لري چې پوتین دې ته قانع کړي چې د امریکا له خوا وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی اوربند ومني او د درۍ کلنې جګړې دایمي حل ته نږدې شي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې دواړه مشران په تلیفون بوخت دي.
د سپینې ماڼۍ مرستیال مشر ډان سکاوینوپر خپل اېکس ولیکل، « خبری ښه روانې دي او لا هم دوام لري».
په دې اړه د کرملین له خوا سمدستي تبصره نه ده شوې.
اوکراین له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو سترې جګړې اوربند ته چمتووالی ښودلی.
پوتین تیره اونۍ ویلي و چې په اصولو کې د واشنګټن د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره موافق دی، خو د جګړې دوام به هغه وخت پای ته ورسیږي چې ځینې مهم شرایط بشپړ شي.
ټرمپ هیله لري چې د اوږدمهاله سولې لپاره پرمختګ یقیني کړي، خو د ټرمپ-پوتین خبرو د امریکا سنتي متحدین اندیښمن کړي دي.
اوکراین او د هغه لوېدیځ متحدین د روسیې یرغل د امپریالیستي ځمکني غصب په نوم یادوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پوتین تورن کړی چې جګړه عمداً اوږدوي.زیلینسکي ټینګار کړی چې د اوکراین ملي حاکمیت د مذاکرې وړ نه دی او روسیه باید هغه سیمې تسلیم کړي چې اشغال کړې یې دي.
د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې روسیې خپل نظامي-صنعتي ظرفیتونه پراخ کړي، څو له اروپايي دیموکراسۍ سره راتلونکو شخړو ته چمتو شي.
پوتین ادعا کوي چې د ناټو پراخیدل د روسیې امنیت ته ګواښ دی او غوښتنه یې کړې چې اوکراین باید د ناټو د غړیتوب غوښتنه بنده کړي.
ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیله له روسیې سره د اړیکو ښه کولو هڅه کړې، خو په دې وروستیو کې د کرملین پر ضد د زیات فشار نښې هم لیدل شوې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې روسیه به له افغانستان څخه د رامنځته شویو ګواښونو په پام کې نیولو سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ مسکو ته د خپل سفر پرمهال د روسیې له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.
له لیدنې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې روسیه به په اسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له تاجکستان سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
پوتین وویل: «په طبیعي توګه، موږ نه شو کولی په مرکزي اسیا کې او په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې څخه راپورته کیدونکو ننګونو او ګواښونو امنیتي مسالې له پامه وغورځوو».
د روسیې ولسمشر زیاتوي چې روسیه به په تاجکستان کې ددغه هېواد د ۲۰۱ پوځي اډې د کارولو په ګډون په سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه وویل: «موږ پرېکړه کړې چې دفاعي، پوځي او تخنیکي همکارۍ لا ژورې کړو او همدارنګه د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړو.»
پوتین دا هم ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې یې د تاجکستان په غرنۍ سیمه کې یوه سرحدي اډه پرانستل شوې ده.
هغه وويل:«دا اډه د روسیې په فدرالي فنډ جوړه شوې او په وروستيو تخنیکي تجهیزاتو او وسلو سمبال ده، نن موږ په دې برخه کې د همکارۍ د دوام موافقه وکړه».
تاجکستان د نشه یې توکو ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو ځینو مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د تاجکستان اسلامي غورځنګ څانګې انصارالله نه سخته اندېښنه لري.
