• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین د ټرمپ په وړاندیز د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درولو په اړه د ۳۰ ورځو بندیز ومانه

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې له ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دې د ۳۰ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او د روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.

کرملین ټینګار کړی، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندېدل یې یوې موافقې ته د رسېدو اساسي شرط ګڼلی دی.

په دې ټلیفوني خبرو کې پوتین د چهارشنبې په ورځ له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵روسي بندیانو د تبادلې اعلان هم وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر اقداماتو بحث وکړ.

اوکراین له دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې تر ټولو سترې جګړې اوربند ته چمتووالی ښودلی.

پوتین تېره اونۍ ویلي و، چې په اصولو کې د واشنګټن د ۳۰ ورځیني اوربند له وړاندیز سره موافق دی، خو د جګړې دوام به هغه وخت پای ته ورسېږي چې ځینې مهم شرایط بشپړ شي.

اوکراین او د هغه لوېدیځ متحدین د روسیې یرغل د امپریالیستي ځمکني غصب په نوم یادوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پوتین تورن کړی، چې جګړه عمداً اوږدوي.

زېلېنسکي ټینګار کړی، چې د اوکراین ملي حاکمیت د مذاکرې وړ نه دی او روسیه باید هغه سیمې تسلیم کړي چې اشغال کړې یې دي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې روسیې خپل نظامي-صنعتي ظرفیتونه پراخ کړي، څو له اروپايي ډېموکراسۍ سره راتلونکو شخړو ته چمتو شي.

پوتین ادعا کوي، چې د ناټو پراخېدل د روسیې امنیت ته ګواښ دی او غوښتنه یې کړې، چې اوکراین باید د ناټو د غړیتوب غوښتنه بنده کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سپینه ماڼۍ وايي د ټرمپ او پوتین خبرې ښې روانې دي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر اقداماتو بحث وکړ او سپینې ماڼۍ وویل چې د دوی تلیفوني خبرې ښه روانې دي.

ټرمپ هیله لري چې پوتین دې ته قانع کړي چې د امریکا له خوا وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی اوربند ومني او د درۍ کلنې جګړې دایمي حل ته نږدې شي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې دواړه مشران په تلیفون بوخت دي.

د سپینې ماڼۍ مرستیال مشر ډان سکاوینوپر خپل اېکس ولیکل، « خبری ښه روانې دي او لا هم دوام لري».

په دې اړه د کرملین له خوا سمدستي تبصره نه ده شوې.

اوکراین له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو سترې جګړې اوربند ته چمتووالی ښودلی.

پوتین تیره اونۍ ویلي و چې په اصولو کې د واشنګټن د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره موافق دی، خو د جګړې دوام به هغه وخت پای ته ورسیږي چې ځینې مهم شرایط بشپړ شي.

ټرمپ هیله لري چې د اوږدمهاله سولې لپاره پرمختګ یقیني کړي، خو د ټرمپ-پوتین خبرو د امریکا سنتي متحدین اندیښمن کړي دي.

اوکراین او د هغه لوېدیځ متحدین د روسیې یرغل د امپریالیستي ځمکني غصب په نوم یادوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پوتین تورن کړی چې جګړه عمداً اوږدوي.زیلینسکي ټینګار کړی چې د اوکراین ملي حاکمیت د مذاکرې وړ نه دی او روسیه باید هغه سیمې تسلیم کړي چې اشغال کړې یې دي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې روسیې خپل نظامي-صنعتي ظرفیتونه پراخ کړي، څو له اروپايي دیموکراسۍ سره راتلونکو شخړو ته چمتو شي.

پوتین ادعا کوي چې د ناټو پراخیدل د روسیې امنیت ته ګواښ دی او غوښتنه یې کړې چې اوکراین باید د ناټو د غړیتوب غوښتنه بنده کړي.

ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیله له روسیې سره د اړیکو ښه کولو هڅه کړې، خو په دې وروستیو کې د کرملین پر ضد د زیات فشار نښې هم لیدل شوې.

پوتين له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې له تاجکستان سره امنيتي همکاري پياوړې کوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې روسیه به له افغانستان څخه د رامنځته شویو ګواښونو په پام کې نیولو سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ مسکو ته د خپل سفر پرمهال د روسیې له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.

له لیدنې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې روسیه به په اسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له تاجکستان سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

پوتین وویل: «په طبیعي توګه، موږ نه شو کولی په مرکزي اسیا کې او په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې څخه راپورته کیدونکو ننګونو او ګواښونو امنیتي مسالې له پامه وغورځوو».

د روسیې ولسمشر زیاتوي چې روسیه به په تاجکستان کې ددغه هېواد د ۲۰۱ پوځي اډې د کارولو په ګډون په سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «موږ پرېکړه کړې چې دفاعي، پوځي او تخنیکي همکارۍ لا ژورې کړو او همدارنګه د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړو.»

پوتین دا هم ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې یې د تاجکستان په غرنۍ سیمه کې یوه سرحدي اډه پرانستل شوې ده.

هغه وويل:«دا اډه د روسیې په فدرالي فنډ جوړه شوې او په وروستيو تخنیکي تجهیزاتو او وسلو سمبال ده، نن موږ په دې برخه کې د همکارۍ د دوام موافقه وکړه».

تاجکستان د نشه یې توکو ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو ځینو مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د تاجکستان اسلامي غورځنګ څانګې انصارالله نه سخته اندېښنه لري.

طالبانو پر غزه د اسراييل بريدونه وغندل

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د غزې ښار پر بیلابیلو سيمو د اسرایيل هوايي بريدونه غندلي. طالبانو ويلي، چې د اسراییل دغه بريد د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف او د انسانیت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

پر فلسطين د اسراییل تر برید وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې د دغه بريد د غندلو ترڅنګ دغه بريد د ټولو قوانینو خلاف بللی.

د طالبانو اعلامیه کې راغلي، « دصهیونيستي يرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی بلکي د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.»

طالبانو پر هېوادونو غږ کړی، چې «د فلسطينیانو ملاتړ وکړي او د اشغال پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطینیانو د حقه مبارزې او مشروع مقاومت ثابت حق ګڼي او ملاتړ یې کوي.

په دغو بریدونو کې، چې نن سهار وختي وشول، د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی.

فلسطیني چارواکو تایید کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي.

حماس ویلي، چې په دغو بریدونو سره ددوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشي کولو ته تیار نه دی.

د غزې په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي چارواکي وژل شوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۲۱ GMT+۰

فلسطیني چارواکو تایید کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي. په بریدونو کې د فلسطین حکومت د چارو تعقیب رییس عصام الدعلیس، د عدلیې وزارت مرستیال احمد الحته، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمود ابو وطفه او د فلسطین د کورني امنیت رییس بهجت ابو سلطان وژل شوي.

د اسراییل ټایمز په وینا، عصام الدعلیس، چې د جبلې اوسېدونکی و، د حماس لوړپوړی غړی او د اسماعیل هنیه مخکینی مشاور و.

احمد عمر الحته، چې د ابو عمر په نامه پېژندل کیږي، د حماس د عدلیې وزارت د عمومي رییس او مرستیال په توګه خدمت کړی و. هغه د غزې د اسلامي حقوقي سیسټم د پیاوړتیا لپاره ډېر کار کړی و.

اسراییل ټایمز وايي، بهجت ابو سلطان د غزې دننه د حماس د داخلي عملیاتو مسوول و او د حماس یو جګپوړی مشر ګڼل کیده، چې د دې ډلې امنیتي چارې یې څارلې.

حماس په یوه اعلامیه کې ددغو کسانو وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې ددوی لاره به جاري او وژل به یې ددوی هوډ اغیزمن نه کړي.

په دغو بریدونو کې، چې نن سهار وختي وشول، د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی.

حماس ویلي، چې په دغو بریدونو سره ددوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشي کولو ته تیار نه دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، چې اسراییل د لویدیز بیت المقدس په اشغال شویو سیمو کې د خپلو خلکو میشتول چټک کړي دي.

یاد دفتر وايي، دا له اسراییل سره د دې سیمو د یوځای کولو د دوامدارو هڅو یوه برخه ده، چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

د یاد دفتر رییس وايي، دې سیمو ته د اسراییل له خوا د خپلو خلکو انتقال جګړه ییز جرم دی.

یاد دفتر وايي، اسراییل باید سملاسي او په بشپړ ډول دغه فعالیتونه ودروي او ټول انتقال شوي کسان له سیمې وباسي.

ددغه دفتر رییس ولکر ترک وویل، چې اسراییل دې په زور د فلسطیني وګړو د انتقال مخه ونیسي.

اسراییل د دې کال په پیل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووت.

د کاناډا لومړی وزیر: ټرمپ دې نور د کاناډا په اړه له «بې احترامۍ» ډکو څرکندونو ډډه وکړي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۰

د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني وايي، مخکې له دې چې دواړه هېوادونه د راتلونکو اړیکو په اړه جدي خبرې اترې پیل کړي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د کاناډا په اړه نور له «بې احترامۍ» ډکو څرګندونو لاس واخلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر په لندن کې خبریالانو ته وویل:« موږ دغه څرګندونې بې احترامي بولو او دا ګټورې نه دي. دوی باید صبر وکړي ترڅو سره کېنو او د متحده ایالاتو سره زموږ د پراخې ملګرتیا په اړه خبرې وکړو.»

د امریکا ولسمشر ټرمپ، چې پر کاناډایي توکو د لوړو ګمرکي تعرفو ژمنه یې کړې؛ غواړي چې کاناډا د متحده ایالاتو ۵۱م ایالت شي.

د ټرمپ په اړه د مارک کارني دغه څرکندونې د هغه تر ټولو سختې څرکندونې ګڼل کېږي، چې د خپلې لوړې په مراسمو کې یې کړې وې.

ښاغلي کارني چې د جمعې په ورځ یې د کاناډا د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه، تر اوسه یې له ټرمپ سره خبرې نه دي شوې او د امریکا ولسمشر تر اوسه د هغه د ټاکل کېدو په اړه چوپه خوله پاتې دی.

مارک کارني د امریکا سره د سوداګرۍ او امنیتي اړیکو په هر اړخیز ډیالوګ او مذاکرې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې کله هم متحده ایالات خبرو ته چمتو وي؛ نو دوی هم د ناستې لپاره چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کاناډا د امریکا څخه د مېلیاردونو ډالرو په ارزښت پر وارداتو د تعرفو په لوړولو سره خپل غچ اخیستی؛ خو لومړی وزیر کارني وایي، چې اوټاوا به یوازې هغه اقدامات ترسره کړي چې د ده په باور د متحده ایالاتو په چلند کې بدلون راوستلای شي.