د لندن هیترو هوايي ډګر د اورلګېدنې له امله وتړل شو

د لندن هیترو نړیوال هوايي ډګر اعلان وکړ، چې د جمعې په ورځ د برېښنا په یوه نږدې ودانۍ کې د لویې اورلګېدنې وروسته وتړل شو. دغې پیښې د نړیوالو الوتنو مهالویش ګډوډ کړی دی.

د لندن هیترو نړیوال هوايي ډګر اعلان وکړ، چې د جمعې په ورځ د برېښنا په یوه نږدې ودانۍ کې د لویې اورلګېدنې وروسته وتړل شو. دغې پیښې د نړیوالو الوتنو مهالویش ګډوډ کړی دی.
د لندن د اور وژنې ادارې هم د لویدیځ لندن په هیترو هوايي ډګر کې د لویې اورلګېدنې راپور ورکړی دی.
دغې ادارې ویلي چې شاوخوا ۷۰ اور وژونکي اوس مهال د اور د وژلو لپاره کار کوي.
د دې اور لګېدو لامل لا نه دی روښانه شوی.
د ګوګل نقشې د معلوماتو له مخې، اور د شمالي هاید د بریښنا سټیشن په ودانۍ کې ولګېد، چې د هیترو هوایي ډګر څخه شاوخوا پنځه میله لرې دی.
د هیترو هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو بوخت هوايي ډګر او په نړۍ کې پنځم بوخت هوايي ډګر دی، چې هره ورځ سلګونه الوتکې ترې الوتنې کوي.
د انلاین الوتنو تعقیب سایټ «فلایت رادار ۲۴» دا هم ښیي چې د هیترو هوایی ډګر ته تلونکې یو شمیر نړیوالې الوتنې د لندن ګیټوک په ګډون، پاریس، فرانسې او په ایرلینډ کې شینن نورو هوایی ډګرونو ته اړول شوي دي.
یو شمیر نورې الوتنې بیرته خپلو اصلي ځایونو ته راستنې شوې.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د تازه څپو پر وړاندې د نویو پوځي عملیاتو د رد خبره داسې مهال کړې، چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وسله وال فعالیتونه ورځ تر بلې مخ په پراخیدو دي. د پاکستان کورنیو چارو وزارت سلاکار وايي، چې ښايي نوي پوځي عملیات پیل نه شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه سلاکار طلال چودهري د پنجشنبې په ورځ خبري غونډې ته ویلي، چې په پارلمان کې د امنیتي غونډې په ترڅ کې چې د لومړي وزیر شهباز شریف تر څنګ په کې د پوځ مشر عاصم منیر هم ګډون کړ و، د نویو پوځي عملیاتو په تړاو په کې هېڅ بحث نه دی شوی.
د پاکستان ډان ورځپانې د هغه له قوله زیاته کړې، د (عزم استحکام) پوځي عملیات او د ملي عمل پلان (NAP) به د ترهګرۍ د جرړو ایستلو لپاره دوام ومومي.
دا څرګندونې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د هغو څرګندونو په غبرګون کې شوې چې په خپل ایالت کې یې د نویو پوځي عملیاتو خلاف دریځ ښکاره کړ او ګواښ یې وکړ چې هېڅ ډول عملیاتو ته به اجازه ورنه کړي.
سیاسي ناندرۍ او تورونه
طلال چودهري د ګنډاپور دریځ ته په اشارې وویل: «د هغه خبرې د امنیتي پرېکړو په اړه ابهام او لانجې رامنځته کوي.»
هغه د پښتونخوا د سر وزیر خبرې «د اندېښنې وړ» وبللې او ویې ویل، د ترهګرۍ ضد جګړه کمزورې کول یې هدف دی.
چودهري له ګنډاپور وغوښتل، که د ترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته نه شي کولی، نو لږ تر لږه د هغوی ملاتړ دې نه کوي.
نوموړي همداراز د تحریک انصاف ګوند (PTI) د وروستیو ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي مسوول وباله او ادعا یې وکړه چې د تحریک انصاف ګوند د واکمنۍ پر مهال وسله والې ډلې یو ځل بیا منظمې شوي دي.
د چودهري په خبره، سره له دې چې د ترهګرۍ د تازه ګواښونو په تړاو مهمه غونډه جوړه شوې وه، خو د تحریک انصاف استازو په کې ګډون ونه کړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دغه سلاکار پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی «د ترهګرو اصلي ملاتړ کوونکی» وباله. هغه زیاته کړه: «عمران خان یوه اوونۍ ووروسته د جعفر اېکسپرېس ریل ګاډي برید وغندلو.»
د ترهګرۍ زیاتېدونکی ګواښ
طلال چودهري وویل، پاکستان هره ورځ د شاوخوا ۹ ترهګریزو بریدونو سره مخ دی، چې په کې لږ تر لږه درې امنیتي سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل کېږي او ۷ امنیتي منسوبین او ۴ عام وګړي ټپیانېږي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر د مارچ ۱۶مې پورې « ۱۱۴۱ کسان د دغو بریدونو کې وژل شوي چې ۱۱۲۷ » یې د پښتونخوا او بلوچستان اوسېدونکي دي.
هغه وایي، د فبرورۍ په میاشت کې د تېر کال همدې مودې ته په کتو د بریدونو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې چې ۹۵ سلنه یې یوازې په پښتونخوا او بلوچستان کې شوي.
چودهري د ایالتي حکومتونو پر فعالیت نیوکه وکړه او ویې ویل: «که پښتونخوا او بلوچستان د جګړې لپاره چمتو نهوي، نو دا ګواښ به څنګه ختم کړو؟»
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سلاکار په خبره، امنیتي ځواکونه هره ورځ ۱۸۰ استخباراتي عملیات ترسره کوي او مشکوک کسان هم نیسي.
چودهري د عمران خان له هغې طرحې سره هم مخالفت وښود چې د سولې لپاره د مذاکراتو وړاندیز یې کړی و.
هغه وویل: «موږ یوازې له هغو کسانو سره خبرې کوو، چې وسله یې نه وي پورته کړې.»
په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته په پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ تر بل هره وخته پراخې شوي او د وسله والو ډلو فعالیتونه هم چټک شوي دي. پاکستان دعوه لري چې د «ټي ټي پي» په ګدون بلوڅ بېلتون پاله ډلې د طالبانو تر سیوري لاندې له افغانستانه رهبري کېږي.
پاکستاني چارواکو په رسنیو او بېلابېلو سیاسي ناستو کې پر طالبانو نیوکې کړي، چې د دوی ضد وسله والو ته یې په افغان خاوره کې پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبان دغه ادعاوې د پاکستان ځان غولونه بولي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ مخ په پراخیدو ښکاري.
دواړه لوري پر یو نیوکې کوي، اسلام اباد کابل ته ګوته نېسي چې له هغې ځایه په پاکستان کې نا امنیو ته زمینه برابرېږي او پر کابل واکمن طالبان بیا اسلام اباد تورنوي چې د دوی خلاف داعش وسله وال روزي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال د «ټي ټي پي» وسله والو پر یوه پټنځای برید کړی، چې په کې یې د یادې ډلې لس وسله وال وژلي دي. پوځ وايي، په دغو عملیاتو کې د دوی یو افسر هم وژل شوی.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستاني طالبانو د دغو وژل شویو وسله والو څخه یې ځینې سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلې دي.
د پاکستان پوځ زیاتوي چې په دغه عملیاتو کې یې د «تورن حسنین اختر په نوم یو پوځي افسر» هم وژل شوی دی.
پاکستاني طالبانو تر اوسه پورې د پوځ د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.
پوځ ویلي، د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره به د دوی دغه ډول عملیات دوام ولري، خو هم مهاله لیدل کېږي چې د پاکستاني طالبانو بریدنه له کنټروله وتلي دي.
د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې «ټي ټي پي» خپل فعالیتونه تر پخوا لا ډېر پراخ کړي او چټک کړي دي.
پاکستاني طالبانو وروسته له هغې خپلو وسله والو فعالیتونو کې د پام وړ زیاتوالی راوړ، چې د دوی ملګرې ډلې افغان طالبانو پر کابل واک ترلاسه کړ.
د پاکستان پوځ ادعا لري چې د «ټي ټي پي» د پراخیدونکو وسله والو فعالیتونو تر شا د طالبانو لاس دی او په افغانستان کې یې ورته خوندي پناه ځایونه ورکړي دي.
د پاکستان دغه ګوتڅنډنه یوازې تر «ټي ټي پي» پورې محدوده نه ده پاتې بلکې د جعفر اېکسپرېس پر ریل ګاډي د بلوڅ بېلون پالو تر برید وروسته یاد هېواد ادعا وکړه چې د دغه وسله والې ډلې غړي د برید پر مهال په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره په اړیکه کې وو.
ښکاري چې د طالبانو تر سیورې لاندې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو د موجودیت په تړاو د دغه هېواد اندېښنې دومره زیاتې کړي، چې ان له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، څو په افغانستان کې د دوی مخالفو وسله والو ډلو د پراخ حضور په تړاو اقدام وکړي.
بلخوا طالبان د پاکستان دا ادعاوې نه مني او څو څو ځله یې اسلام اباد مخاطب کړی، چې د خپل بام واورې دې پر دوی نه اور اچوي.
پر کابل واکمنو طالبانو ویلي، چې په پاکستان کې د نا امنۍ روانې څپې د دغه هېواد داخلي ستونزه ده او پر دوی د نیوکو پر ځای دې د خپلو ناکامیو ختمولو باندې فکر وکړي.
ملګرو ملتونو د افغانستان په تړاو په خپل وروستي راپور کې هم اندېښنه ښودلې وه، چې د طالبانو تر سیوري لاندې په افغانستان کې د القاعده شبکې، ختیځ ترکستان ډلې، پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته خوندي پناه ځایونه برابر شوي دي.
که څه هم طالبانو په ځلونو دا خبره کړې، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ ګاونډي او بهرني هېواد ته امنیتي ګواښ پېښ نه کړي؛ خو داسې برېښي چې د ګاونډیانو په ګډون نړۍ اوس د دوی پر دغو خبرو چندان باور نه کوي.

د الجزیره شبکې د راپور له مخې، د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې سویل په ځانګړي ډول د رفح په سیمه کې یې ځمکني عملیات پیل کړي. الجزیزې ته طبي سرچینو ویلي، له سې شنبې ورځې راهیسې چې اوربند مات شوی، تر اوسه د اسراییل د بریدونو له امله ۵۹۰ فلسطینیان وژل شوي.
همدا راز د اسراییلي ځواکونو مخکې تګ د بیتلاهیا شاوخوا سیمو تر څنګ د غزې شمالي برخې او د مرکزي سیمو پر لور دوام لري.
د هوايي بمباریو او ځمکنيو بریدونو له زیاتوالي سره، د قربانیانو شمېر لا هم مخ په زیاتېدو دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنج شنبې په ورځ د اسراییلي بندیانو د مسلې تر څنګ د غزې وضعیت څېړلی دی.
اسراییل وايي، چې پوځي عملیات به تر هغه دوام لري، څو چې د دوی ټول اسیران خوشې شوي نه وي، خو د ملګرو ملتونو شورا ځینو غړو د وضعیت د ارامولو او ډېپلوماټیکو حللارو غوښتنه کړې.
په تېرو ساعتونو کې د اسراییلي پوځ عملیات د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کې ترسره شوي، چې په کې د نېبلیس ښار، طولکرم درات السیر سیمه او د بلاطه د کډوالو پنډغالی چې د نېبلیس په ختیځ کې پروت دی شاملې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې د روغتونونو وضعیت بحراني دی. اتلس ورځې کېږي چې هیڅ بشري مرستې لکه درمل او طبي وسایل سیمې ته نه دي رسېدلي.
ډاکټران وايي چې، د اسراییلي پوځیانو په بریدونو کې زیاتره ټپیان ښځې، ماشومان، او بوډاګان دي چې د ځینو ټپونه خورا ژور دي.
د روغتیايي کادر د معلوماتو پر بنسټ، ان درد کموونکي درمل، د بې هوښي درمل او سټرېل ګاز په روغتونونو کې نه شته.
په تیرو درې ورځو کې روغتونونو د وینې د بیړني مرسته غوښتنه کړې، خو د درملو او طبي وسایلو تر څنګ د سون توکو کمښت هم د روغتیایي خدماتو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
اندېښنې دا دي، چې که په راتلونکو ورځو کې سون توکي ونه رسېږي، ډېر روغتونونه به د فعالیت د بندېدو له ګواښ سره مخ شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د کولوراډو له سیند څخه تیجوانا ښار ته د اوبو د لېږد لپاره یې د یوه ځانګړي کانال د جوړېدو په تړاو د مکسیکو غوښتنه رد کړې ده.
د رویټرز په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۰مه) خپور شوی راغلي، دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې امریکا متحدهایالات مکسیکو د ۱۹۴۴ کال د اوبو له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې نیمې کرې د چارو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې مکسیکو په وروستیو کلونو کې د اوبو رسونې په تړاو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او په وینا یې، دې چارې د امریکا کرنیز سکتور ته سخت زیان رسولی دی.
همداراز امریکایي چارواکو ادعا کړې، مکسیکو پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی چې له امله یې د متحدهایالاتو د بزګرانو لپاره د اوبو رسونې په لېږد کې ډېر کمښت راغلی دی. نوموړي دفتر په اېکسپاڼه کې لیکلي دي: «له مکسیکو څخه د اوبو لېږد دوامداره کمښت د امریکا کرنې ته سخت زیان رسولی دی.»
په داسې حال کې چې مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه د امریکا دې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې د دغه هېواد ولسمشرې کلاډیا شینباوم دا موضوع مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې حکومت یې په دې اړه ارزونه کوي.
هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پرېکړې څخه مخکې په خپلو څرګندونو کې وویل: «دا مسله د کوناګوا (د مکسیکو د اوبو ملي اداره) او سیلا (د نړۍوال سرحد او اوبو کمېسیون) چې د دغه تړون د بیاکتنې مسوولیت لري، ارزول کېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۴۴ کال د اوبو پولې د لاسلیک شوي تړون له مخې مکسیکو اړ دی چې په هرو پنځو کلونو کې د متحدهایالاتو ټکساس په پوله کې له دوو ګډو بندونو څخه ټاکلې یو مقدار اوبه امریکا ته خوشې کړي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه چې اسراییل بمباري او ځمکني عملیات بیا پیل کړل، په غزه کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۹۱ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د دوه میاشتو نسبي سولې وروسته، غزه یو ځل بیا د ژوند لپاره په ګواښ بدله شوې.
د راپورونو له مخې، له هوایي بریدونو وړاندې اسراییلي الوتکو د استوګنې په سیمو کې پاڼې وغورځولې او خلکو ته یې خبرداری ورکړی وو چې سیمه پرېږدي.
۲۹ کلن صمد سمیع چې د شیجیا څخه تښتیدلی ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره خیمه کېږدي وویل:"جګړه بیرته شروع شوې، بې ځایه کیدل او مرګ بیرته راغلی، ایا موږ به پدې پړاو کې ژوند وکړای شو؟"
د غزې مرکزي سیمې ته د ټانکونو له لېږلو یوه ورځ وروسته، د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بیت لاهیا د ساحلي لارې په اوږدو کې یې هم ځمکني عملیات پیل کړي دي.
همدا ډول د پنجشنبې په ورځ ناوخته، اسراییلي پوځ وویل چې دوی په تېرو څو ساعتونو کې د غزې په سویلي ښار رفح کې د شبورا په سیمه کې ځمکني عملیات هم پیل کړي دي.
د دوی په وینا، د غزې په سویل کې یې هم خپل فعالیت پراخ کړی او د غزې په شمالي او مرکزي سیمو کې یې هم خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
فلسطیني وسله والې ډلې حماس، چې د اسراییل د نوي برید په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې یې غچ نه دی اخیستی، ویلي چې د دوی وسله والو پر اسراییل توغندي توغولي دي.
فلسطیني ډاکټرانو ویلي، اسراییلي الوتکو د غزې تړانګې په شمالي او سویلي سیمو کې څو کورونه په نښه کړي دي.
یاده دې وي چې غزې تړانګه کې د اوربند د غځولو په اړه خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې، اسراییلي پوځ مخکې له دې چې خپل سرتېرې واستوي د سې شنبې په ورځ په غزه کې د پراخو بمباریو سره خپل هوایي بریدونه بیا پیل کړي.
