ټرمپ غواړي په خپله کابینه کې پراخ بدلونونه راولي

له سپینې ماڼۍ نه پنځو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي، چې ډونالډ ټرمپ په دې اونۍ کې د لوی څارنوال پام بونډي له ګوښه کولو وروسته اوس د خپلې کابینې په کچه د پراخو بدلونونو په اړه غور کوي.

له سپینې ماڼۍ نه پنځو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي، چې ډونالډ ټرمپ په دې اونۍ کې د لوی څارنوال پام بونډي له ګوښه کولو وروسته اوس د خپلې کابینې په کچه د پراخو بدلونونو په اړه غور کوي.
دغه پرېکړه داسې مهال کېږي، چې هغه د ایران له حکومت سره د جګړې د سیاسي پایلو له امله ناراضه دی. د سرچینو په وینا؛ که کابینه بدلېږي دا به یوه هڅه وي، چې د سپینې ماڼۍ اوسنی حالت د راتلونکو سختو سیاسي حالاتو لپاره «بېرته برابر او منظم» شي.
د راپور له مخې؛ هغه جګړه چې پنځه اوونۍ مخکې پیل شوې، د تېلو بیې یې لوړې کړې، د ټرمپ محبوبیت یې کم کړی او د نومبر د منځمهاله ټاکنو نه مخکې یې د جمهوري غوښتونکو لپاره اندېښنې زیاتې کړې دي.
سرچینو ټینګار کړی، لاتراوسه دا روښانه نهده چې د کابینې کوم غړي به په نږدې راتلونکې کې ګوښه شي؛ خو یوشمېر لوړپوړي چارواکي د دندو د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي. ځینو سرچینو ویلي، چې د ملي استخباراتو مشره تولسي ګبرد او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک هغه کسان دي چې ښايي له دندو ګوښه شي.
دغه اقدام وروسته له هغه کېږي، چې ټرمپ په وروستیو اوونیو کې پام بونډي او د کورني امنیت وزیره کریستي نوم هم له دندو ګوښه کړي دي. د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې ټرمپ په وروستیو میاشتو کې د ګبرد له کار کولو خوښ نه و.
یوې بلې سرچینې هم ویلي، چې هغه له خپلو نږدې کسانو څخه د ملي استخباراتو د مشرتابه لپاره د بدیلو کسانو په اړه نظرونه هم غوښتي دي.