هوا پوهنې اداره: نن او سبا په ۲۴ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدو اټکل شوی

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن او سبا په ۲۴ ولایتونو کې د تیز باران، واورې، تالندې برېښنا، تیزو بادونو او سیلابونو راوتو اټکل شوی.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن او سبا په ۲۴ ولایتونو کې د تیز باران، واورې، تالندې برېښنا، تیزو بادونو او سیلابونو راوتو اټکل شوی.
دغه ادادرې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، دایکنډي، ارزګان، هلمند، کندهار، بغلان، سمنگان، تخار، کندز، بدخشان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره دغه وړاندیونه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخی، د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰ څخه تر ۳۵) ملي متره پورې اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لوېدیځو، سوېلي او شمالي ولایتونو کې د تیزو بادونو اټکل هم شوی، چې په بیلابیلو برخو کې یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۸۵) کیلومتره اټکل شوې ده.
په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یادې ډلې تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له قوله د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یادې ډلې تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له قوله د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ په دغه پېښو کې ۴ کسان لادرکه دي، چې د موندلو لپاره یې د لټون هڅې روانې دي. د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې دغه ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د هغه په وینا؛ د یادو سېلابونو له امله ۲زره او ۴۴۸ کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي او نږدې ۲۳زره او ۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه هم لهمنځه تللې ده. د یادونې وړ ده، چې په دغه پېښو کې ۱۰۴۵ څاروي هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرداری ورکړی چې د ورښتونو د دوام له امله د مرګژوبلې او مالي زیانونو د لا زیاتېدو احتمال هم شته. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره ورځ راپور ورکړی و، چې د وروستیو سختو ورښتونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په درېیو ولایتونو کې ځینې مهمې لارې د تګراتګ لپاره تړل شوې دي. یاد وزارت له مساپرو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لاره له سفر کولو ډډه وکړي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د کابل–جلالاباد لویه لاره د «تنګي غارو» په سیمه کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې او دغه راز د پروان–بامیان لاره هم د سیاهګرد په سیمه کې د سېلابونو له امله د تګراتګ پر مخ تړل شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو لهمخې؛ د هرات–فراه لویه لاره هم د تېرو څو ساعتونو پرلهپسې ورښتونو له امله زیانمنه شوې او دغه لاره چې ځینې برخې یې د تګراتګ لپاره خطرناکې بلل شوې؛ دمګړی د تګراتګ لپاره تړلې ده.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ستنولو روانه لړۍ زیان منونکي کسان بېرته هغه هېواد ته ستنوي چې له ناامنۍ، فشار او اقتصادي ستونزو ډک دی. یاد سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې دامهال افغانان له یوه ژور بشري ناورین سره مخ دي او د جبري ستنولو دغه لړۍ یې ستونزې لاپسې پراخوي. د یاد سازمان په وینا؛ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچونو په زیاتېدو سره تر ۱۰۰زرو ډېر افغانان بېځایه شوي دي.
یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې، حکومتونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړي؛ څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي، د هغوی خوندیتوب یقیني کړي او نړۍوال بشري اصول په پام کې ونیسي.
همداراز په اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د دغه بنسټ لهخوا خپره شوې نړۍواله عریضه لاسلیک او خپره کړي. یاد سازمان ټینګار کړی، که دغه بهیر دوام وکړي؛ نو ښايي بشري وضعیت لا پسې کړکېچن شي او د سیمې پر ټیکاو به منفي اغېز وکړي.
امریکا کې د طبیعت ساتنې نړیوالې علمي ادارې څېړونکو موندلې چې د نړۍ درېیمه برخه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې سخته ګرمي یې ورځني فعالیتونه په جدي ډول محدودوي. دغه څېړنه خبرداری ورکوي، چې د تودوخې زیاتوالی به د اوړي په موسم کې د ورځنیو چارو ترسره کول لا نور ستونزمن کړي.
د دې څېړنې لهمخې، دغه محدودیتونه د زاړه عمر لرونکو کسانو لپاره زیات دي، ځکه د هغو د خولو بهېدو وړتیا کمه ده او په همدې دلیل د خپل بدن تودوخه په سمه توګه نهشي تنظیمولای. په دې څېړنه کې د ګرمۍ د زغملو فیزیولوژیکي مطالعات د نړۍ او سیمو له اویا کلونو راټولو شویو معلوماتو سره یوځای شوي، چې د نفوس او تودوخې اړوند دي.
څېړنه ښيي، چې له ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکي کسان اوس هر کال نږدې ۹۰۰ ساعته داسې وخت تجربه کوي، چې ګرمي پهکې د باندې فعالیتونه په سخت ډول محدودوي، حال دا چې دا شمېر په ۱۹۵۰ کال کې شاوخوا ۶۰۰ ساعته وو.
تر ټولو ډېر زیان هغو کسانو ته رسېږي چې په بېوزلو هېوادونو یا سیمو کې ژوند کوي. سره له دې چې د اقلیم د بدلون په رامنځته کېدو کې د دوی ونډه د شتمنو مصرف کوونکو پر تله ډېره کمه ده. شتمن خلک د خپل ژوند د بڼې له امله د ګاز، تېلو او سکرو د سوځولو له لارې زیات ګلخانهيي ګاز تولیدوي.
په ځینو استوایي او نیمه استوایي سیمو کې، ګرمي د زاړه عمر کسانو بهرني فعالیتونه د کال له یوې څلورمې برخې څخه تر درېیمې برخې پورې محدودوي. تر ټولو سختې ستونزې د اسیا په سوېل لوېدیځ (بحرین، قطر، کوېټ، متحده عربي امارات، عراق، عُمان)، د اسیا په سوېل (پاکستان، بنګلهدېش، هند، افغانستان) او د افریقا په لوېدیځو برخو کې لیدل کېږي.
دا څېړنه چې د طبیعت د ساتنې د ادارې د پوهانو لهخوا یې مشري شوې او د «د روغتیا چاپېریالي څېړنو» په علمي مجله کې خپره شوې، د نړۍ د تودوخې د خطرونو په اړه له پخوانیو څېړنو هم وړاندې تللې او د خلکو ټولنیز او فیزیولوژیکي له ګرمۍ سره د چمتووالي وړتیا یې ارزولې ده.
د دې څېړنې لیکوالان وايي، چې پایلې یې دا څرګندوي چې د نړۍ د تودوخې د اصلي سرچینو لکه تېلو، ګاز او سکرو د کمولو لپاره بېړني ګامونه اخیستل اړین دي. هغوی همدارنګه له پالیسي جوړوونکو غوښتنه کړې، چې سرچینې هغو ټولنو او سیمو ته ځانګړې کړي چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.
د دې څېړنې اصلي لیکوال لوک پارسونز وویل: «سلګونه میلیونه خلک نور نهشي کولای د کال په تر ټولو ګرمو میاشتو کې خپل ورځني بهرني فعالیتونه په خوندي ډول ترسره کړي او دا خلک زیاتره په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې د دې ستونزې په رامنځته کولو کې یې تر ټولو کمه ونډه لرلې ده».
هغه زیاته کړه، چې په لنډمهاله توګه د ګرمۍ د ژر خبرتیا سیستمونو، د یخولو بنسټیزو اسانتیاوو او په زیانمنو سیمو کې د زاړه عمر کسانو او د باندې کارکوونکو ساتنې لپاره پانګونه ډېره ضروري ده. خو هغه ټینګار وکړ، چې دا سیمهییز اقدامات د نړۍ د تودوخې د کمولو اساسي اړتیا نهشي بدلولای.
د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره ثریا دلیل وايي، افغانستان دمګړۍ د سېلابونو له امله سختې ستونزې تجربه کوي. هغه وايي، کورونه او لارې ویجاړې شوي، کرنیزې ځمکې تباه شوي او څاروي لهمنځه تللي دي. نوموړې زیاتوي، خلک په بېړنۍ توګه سرپناه، خوړو او طبي مرستو ته اړتیا لري.
ثریا دلیل په خپله اېکسپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان ګڼ شمېر سیمې د سېلابونو له کبله له بشري ناورین سره مخ دي. د هغې په وینا، د خلکو د ژوندانه شرایط خورا خراب شوي، د زیانونو کچه ورځ تر بلې لوړیږي، او په راتلونکو ورځو کې هم د بارانونو او سېلابونو امکان شته.
نوموړې زیاتوي، نړیواله ټولنه او اړوندې ادارې د ژغورنې او بېړنیو مرستو لپاره چمتووالی نیسي، خو د هېواد دننه خلک اوس مهال د خوړو، سر پناه او روغتیایي خدماتو له نشتوالي سره مخ دي.
په افغانستان کې وروستيو سختو بارانونو او سېلابونو ګڼ زیانونه اړولي دي. ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې، کورونه او کرنه یې ویجاړه کړې او ډېر خلک بېځایه شوي دي. چارواکي او بشري مرستندویان وايي، چې زیانمنو ته د اړتیا وړ بېړنۍ مرستې تر اوسه په کافي اندازه نه دي رسېدلي.
د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکوونکو لپاره ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې طالبان باید خپل تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي او اجازه ورکړي، چې نجونې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د بښنې نړیوال سازمان کاناډا څانګې د جمعې په ورځ (د وري ۱۴مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي: «دا اونۍ د افغانستان په ښوونځیو کې د نوي ښوونیز کال د پیل نښه ده، خو د ۱۲ کلنو او پورته نجونو پر زده کړو بندیز لا هم پر خپل ځای دی. دا نجونې له څلورو کلونو راپدېخوا ښوونځيو ته نه دي تللې.»
یاد سازمان له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپل تبعیضي او د جنسیت پر بنسټ محدودیتونه ختم کړي او نجونو ته اجازه ورکړي، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیزو ولګاوه.دا وضعیت له څلورو کلونو زيات وخت کېږي چې دوام لري او د هېواد د زدهکړې نظام او د نجونو د راتلونکي لپاره جدي ګواښ بلل شوی دی. نړیوالو بنسټونو دا بندیز غندلی او له طالبانو یې په وار وار غوښتي چې دا تبعیضي تګلارې باید ختمې کړي او اجازه ورکړي، چې نجونې زدهکوونکې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.