• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ثریا دلیل: افغانستان د سېلابونو له امله له بشري ناورین سره مخ شوی

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره ثریا دلیل وايي، افغانستان دمګړۍ د سېلابونو له امله سختې ستونزې تجربه کوي. هغه وايي، کورونه او لارې ویجاړې شوي، کرنیزې ځمکې تباه شوي او څاروي له‌منځه تللي دي. نوموړې زیاتوي، خلک په بېړنۍ توګه سرپناه، خوړو او طبي مرستو ته اړتیا لري.

ثریا دلیل په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان ګڼ شمېر سیمې د سېلابونو له کبله له بشري ناورین سره مخ دي. د هغې په وینا، د خلکو د ژوندانه شرایط خورا خراب شوي، د زیانونو کچه ورځ تر بلې لوړیږي، او په راتلونکو ورځو کې هم د بارانونو او سېلابونو امکان شته.

نوموړې زیاتوي، نړیواله ټولنه او اړوندې ادارې د ژغورنې او بېړنیو مرستو لپاره چمتووالی نیسي، خو د هېواد دننه خلک اوس مهال د خوړو، سر پناه او روغتیایي خدماتو له نشتوالي سره مخ دي.

په افغانستان کې وروستيو سختو بارانونو او سېلابونو ګڼ زیانونه اړولي دي. ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې، کورونه او کرنه یې ویجاړه کړې او ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي. چارواکي او بشري مرستندویان وايي، چې زیانمنو ته د اړتیا وړ بېړنۍ مرستې تر اوسه په کافي اندازه نه دي رسېدلي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې پر نجونو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو لپاره ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې طالبان باید خپل تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي او اجازه ورکړي، چې نجونې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان کاناډا څانګې د جمعې په ورځ (د وري ۱۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «دا اونۍ د افغانستان په ښوونځیو کې د نوي ښوونیز کال د پیل نښه ده، خو د ۱۲ کلنو او پورته نجونو پر زده کړو بندیز لا هم پر خپل ځای دی. دا نجونې له څلورو کلونو راپدېخوا ښوونځيو ته نه دي تللې.»

یاد سازمان له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپل تبعیضي او د جنسیت پر بنسټ محدودیتونه ختم کړي او نجونو ته اجازه ورکړي، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیزو ولګاوه.دا وضعیت له څلورو کلونو زيات وخت کېږي چې دوام لري او د هېواد د زده‌کړې نظام او د نجونو د راتلونکي لپاره جدي ګواښ بلل شوی دی. نړیوالو بنسټونو دا بندیز غندلی او له طالبانو یې په وار وار غوښتي چې دا تبعیضي تګلارې باید ختمې کړي او اجازه ورکړي، چې نجونې زده‌کوونکې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د شوې زلزلې له امله د مړو شمېر ۸ ته ورسېد

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د کابل ولایت لپاره د طالبان د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د نن شپې زلزلې له امله د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې یو کور نړېدلی او له امله یې د یادې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغې پېښې چې نن شپه نږدې ۹ بجې د بګرامیو ولسوالۍ په ګوسفند درې سیمه کې رامنځته شوې ټول مړه شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې مور او پلار، څلور لوڼې او دوه زامن شامل دي.

د زلزله پېژندنې نړیوالو ادارو د معلوماتو له‌مخې، دغه زلزله د کابل پر وخت نن شپه شاوخوا ۸:۴۲ دقیقې رامنځته شوې، چې مرکز یې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې د ځمکې په تل کې نږدې ۱۸۶ کیلومتره ثبت شوی دی.

قزاقستان په افغانستان کې د کميابو فلزاتو د را اېستلو ارزونه کوي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د قزاقستان چارواکو اعلان کړی، چې دا هېواد په جدي توګه افغانستان کې د کميابو فلزاتو د استخراج د پيلولو ارزونه کوي. دا ګام کولی شي افغانستان د سيمې له مهمو تأمينوونکو څخه يو مهم هېواد وګرځوي چې دغه ستراتيژيک مواد برابروي.

د قزاقستان دولتي شرکت تاو-کن سامروک له افغانستان څخه د راټولو شويو معدني نمونو لابراتواري چارې ترسره کوي. دا خبره د قزاقستان د صنعت او ودانولو وزارت مرستيال د ايران شارهان د ځمکنيو علومو او د مرکزي اسيا د اکتشاف ۲۰۲۶ کال د غونډې په څنډه کې کړې ده.

دغه قزاقستاني چارواکي وويل، چې افغانستان د معدني زېرمو، په ځانګړې توګه د کميابو فلزاتو او د نادرو خاورو د عناصرو له پلوه د پام وړ کاني مواد لري. د هغه په وينا، اوسنۍ ارزونې د افغانستان د حقوقي او تنظيمي چوکاټونو پر شننې او د دغه هېواد د ځمکپوهنيزو ظرفيتونو پر تثبيت تمرکز لري.

له افغانستان څخه معدني نمونې راټولې شوې دي او پرې تخصصي ازموېښتونه د تاو-کن سامروک شرکت په لابراتوارونو او د قراغندي سيمې په څېړنيزو مرکزونو کې روان دي. په دغو ازموېښتونو کې د بنسټيزو فلزاتو، کميابو فلزاتو او د نادرو خاورو د عناصرو ارزونه شامله ده.

ايران شارهان زياته کړه: «که د ازموېښتونو پايلې د افغانستان ځمکپوهنيز پوتانسیال تأييد کړي، نو لا زيات تفصيلي معلومات به له خلکو سره شريک شي او په نږدې راتلونکې کې د استخراج د فعاليتونو د پيل امکان شته».

افغانستان د کاني زېرمو له پلوه، په ځانګړې توګه ليتيم، د نادرو خاورو عناصر او کمياب فلزات، د نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

خو سره له دې، اوږدمهاله ناارامۍ او د بنسټيزو زېربناوو نشتوالی تر اوسه د دې لامل شوی چې له دغو زېرمو پراخه ګټه اخيستنه ونشي.

افغان ایواک : د متحده ایالاتو د ۲۰۲۷ کال بودجه د افغانانو قانوني ورتګ محدودوي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱

په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې همکاره اداره افغان ایواک وایي، داسې ښکاري چې امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال په وړاندیز شوې بودجه کې د افغان متحدینو د اېستلو یوازنی پروګرام «دایمي هرکلی» بندوي او ورسره به امریکا ته د افغانانو قانوني تګ لا ستونزمن شي.

د افغان ایواک د خبرپاڼې له مخې، په دې بودجه کې د کډوالو د مېشتېدو او ادغام پر ځای د توقیف، شړلو او د کډوالۍ د مخنیوي لپاره ډېره بودجه ځانګړې شوې ده.

افغان ایواک وایي، دا بدلون په داسې حال کې راځي چې د افغان کډوالو د دوسیو پروسس لا له وړاندې ځنډول شوی او د ځانګړو کډوالۍ ویزو لرونکو افغانانو ورتګ هم عملا درېدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، که دا بودجه عملي شي، د افغان متحدینو د انتقال پروګرام «دایمي هرکلی» به په بشپړه توګه وتړل شي او ورته کوم بدیل نه‌دی وړاندیز شوی. د دوی په وینا: «که څه هم قانوني لارې به پاتې وي، خو عملي سیستمونه له منځه وړل کېږي، چې خلک پرې امریکا ته لاړ شي.»

د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، په وړاندیز کې د «کډوالو او کډوالي د مرستو» پروګرام لپاره هم صفر بودجه غوښتل شوې، چې د کډوالو د پروسس، د دوسیو د مدیریت او امریکا ته د هغوی د لېږد لپاره مهم بنسټ بلل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کډوالو د مېشتېدو پر پروګرامونو ۷۶۸ میلیونه ډالره کموالی هم د دې لامل کېږي چې د منل شویو کسانو د انتقال ظرفیت راکم شي او «منل کېدل نور د ورتګ ضمانت نه شي کېدای.»

د افغان ایواک په وینا، دا بودجه د بشري مرستو پر ځای د مخنیوي پالیسۍ ته لومړیتوب ورکوي او سرچینې د کډوالو د بېرته ستنولو او د کډوالۍ د مهارولو پر لور اړوي.

د افغان متحدینو په اړه ویل شوي، که څه هم د ځانګړو کډوالۍ ویزو غوښتنلیکونه لا هم تر پروسس لاندې دي، خو ویزې نه‌ورکول کېږي او د خلکو انتقال نه‌ترسره کېږي. خبرپاڼه ټینګار کوي، چې «دا ځانګړې ویزې په قانون کې شته، خو په عمل کې کار نه‌کوي.»

په ټوله کې، افغان ایواک خبرداری ورکوي، چې دا بودجه یوازې پالیسۍ نه‌بدلوي، بلکې د کډوالۍ د سیستم جوړښت بدلوي، داسې چې قانوني لارې په کاغذ کې پاتې کېږي، خو عملي لاسرسی ورته له منځه ځي.

زلزلې کابل او ختیځ ولایتونه ولړزول؛ د طالبانو روغتیايي ادارو د چمتووالي اعلان کړی

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د ۵.۸ درجې زلزلې له ټکانونو وروسته چې کابل او د هېواد یو شمېر ولایتونه یې ولړزول، روغتیايي مسوولینو ته د بشپړ چمتووالي امر شوی، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي راپورونه نه‌دي خپاره شوي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل او ننګرهار ولایتونو کې، د ۵.۸ درجې نسبتا قوي زلزلې ټکانونه احساس شوي.

د زلزله پېژندنې نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د کابل پر وخت نن شپه شاوخوا ۸:۴۲ بجې رامنځته شوې، چې مرکز یې د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې د ځمکې په تل کې نږدې ۱۸۶ کیلومتره ثبت شوی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې د دې زلزلې نسبتا سخت ټکانونه احساس شوي دي. د رسنیو دفتر په وینا، دا زلزله په پرله‌پسې ډول په دوو جټکو کې رامنځته شوې او خلک یې وېرولي دي.

بل‌خوا، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، چې د رهبرۍ له لوري د کابل او ولایتونو روغتیايي مسوولینو ته د بشپړې چمتووالي سپارښتنه شوې ده. هغه زیاته کړې، که چېرې خلک له دې پېښې زیانمن شوي وي، روغتیايي مرکزونه چمتو دي چې بیړنۍ رسېدنه ورته وکړي.

نوموړي همداراز له خلکو غوښتي، چې د اړتیا په صورت کې د عامې روغتیا وزارت له ۱۰۲ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.

تر دې مهاله د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ولایتي ادارې د معلوماتو د راټولولو په حال کې دي.