د کډوالو لپاره «ډېر خونړی» کال؛ په ۲۰۲۴ کې نږدې ۹ زره کډوال مړه یا نادرکه شوي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان یا ای‌او‌اېم په خپل یوه راپور کې ۲۰۲۴ د کډوالو لپاره «ډېر خونړی» کال بللی او وايي چې په دغه کال کې اته زره ۹۳۸ کسان د افریقا صحرايي دښتې او مدیترانې سمندر په ګډون له بېلابېلو لارو څخه د تېرېدو پرمهال مړه او یا نادرکه شوي دي.