• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډاکه کرېکټ غوره ليګ سیالیو پر مهال په بنګله دېشي لوبغاړي تمیم اقبال د زړه حمله راغلې

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۲۴ GMT+۰

د ټاک سپورټ رسنۍ د خبر له مخې، د ډاکه کرېکټ غوره لیک سیالیو د لوبې پر مهال د بنګله دیش د ملي لوبډلې پر پخواني کپتان تمیم اقبال د زړه حمله راغلې چې د چورلکې په وسیله روغتون ته لېږدول شوی او اوس روغ دی.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، تمیم اقبال ته پرون هغه مهال د زړه ستونزه ورپېښه شوه چې نوموړی د ډاکه غوره لیګ په سیالیو کې پر فلډینګ بوخت و.

د راپورونو له مخې، تمیم اقبال ته په روغتون کې د انجیوپلاسټي عملیات ترسره شوي، او له دوه ساعتونو بېهوښۍ وروسته یې اوس روغتیا د ډاډ وړ ده.

د یادولو وړ ده، چې تمیم اقبال د بنګله دیش کرېکټ غوره توپ وهونکی ستوری او د ډیرې مودې لپاره د دغه هېواد د ملي ټیم کپتان وو.

۳۶ کلن تمیم اقبال د بنګله دیش لپاره په ۷۰ ټیسټ لوبو، ۲۴۳ بو ورځنیو لوبو او په ۷۸ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې برخه اخستې ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

•
•
•

نور کیسې

افغانستان او ابوظبي د کرېکټ په برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړی

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰
افغانستان او ابوظبي د کرېکټ په برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړی
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ او د ابوظبي کرېکټ او ورزشي کمپلکس ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو رسمي تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې افغان کرېکټ بورډ ته د ابوظبي ورزشي کمپلکس په کرېکټ لوبغالو، روزنځایونو او نورو خدماتو کې له لګښتونو پرته د افغانستان کرېکټ ټولو ملي لوبډلو ته خدمتونه برابرېږي.

کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې لکیلي، چې دغه تړون د افغانستان د کرېکټ بورډ او د ابوظبي ورزشي کمپلکس د اجراییوي مشرانو نصیب خان او مېټ بووچر ترمنځ د یادې شورا د عمومي منشي عارف حمد العواني په شتون کې لاسلیک شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د دې تړون پر بنسټ به افغان کرېکټ بورډ ته د ابوظبي ورزشي کمپلکس په کرېکټ لوبغالو، روزنځایونو، ورزشي جېمونو او روزنیزو ځایونو کې له فیسونو او لګښتونو پرته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې، الف، نولس کلنو او دغه راز نورو لوبډلو ته په نړۍوال معیار برابرې اسانتیاوې او خدمتونه برابرې شي.

د دغه تړون له مخې، د ابوظبي کرېکټ عمومي لوبغالی او دوه نور لوبغالي په کم فیس افغانستان کرېکټ بورډ ته په واک کې ورکوي او د ویزو په برخه کې به پوره همکاري کوي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان کرېکټ بورډ به د دې خدمتونو په بدل کې د اړتیا له مخې خپل ټول تمریناتي کمپونه د ملي لوبډلې د ټېسټ سیالۍ، د الف، اېمرجېنګ او نوولس کلنو کم عمره لوبډلو لوبې او کمپونه، روزنیز او تخنیکي ورکشاپونه او د چمتووالي کمپونه د ابوظبي ورزشي کمپلکس پر لوبغالو، روزنځایونو او میدانونو باندې ترسره کوي.

له سریلانکا او ایرلنډ سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ اعلان شو

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۱ GMT+۰
له سریلانکا او ایرلنډ سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ اعلان شو
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له ایرلنډ او سریلانکا الف لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ اعلان کړ. په دغه لوبلړۍ کې ۷ یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ سیالۍ کېږي.

د کرېکټ بورډ د دوشنبې ورځې د اعلامیې له مخې، دغه سیالۍ د راتلونکې اپرېل په ۷مه د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پیلېږي او د مۍ میاشتې تر دویمې دوام کوي.

دغه لوبلړۍ د افغان ابدالیان او ایرلنډ الف لوبډلو په څلورورځنۍ لوبه پیلېږي د اپرېل له ۷مې تر ۱۰مې دوام کوي.

د دې لوبې پای ته رسېدو پسې د اپرېل په ۱۳مه د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي چې په لومړۍ لوبه کې به یې سریلانکا الف لوبډله د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې وکړي او د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به د اپرېل په ۲۵مه پایلوبه کې سره ولوبېږي.

تر درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته به افغان لوبډله د اپرېل په ۲۹مه د سریلانکا الف لوبډلې سره خپله دویمه څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي چې د مۍ میاشتې تر دویمې نېټې به دوام وکړي.

د دروېش رسولي پهلوبډلمشرۍ څلور ورځنیو سیالیو کې عبدالمالک مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او افسر ځاځی ویکټ ساتونکي، ریاض حسن، عمران میر، بهیر شاه محبوب، اعجاز احمد مهري، شمس الرحمن، عصمت عالم، ضیاءالرحمن اکبر، عرب ګل مومند، ضیاءالرحمن شریفي، ابراهیم عبدالرحیمزی، بشیر احمد او فرید احمد ملک شامل دي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره هم صدیق الله اتل مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، زبید اکبري، اعجاز احمد مهري، بلال احمد ترین، شرف الدین اشرف، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیاءالرحمن اکبر، نوید ځدراڼ، خلیل احمد، عبدالرحمن او بلال سمیع غوره شوي دي.

د دې سیالیو لپاره محمد سلیم ساپی، یما عرب، فریدون داودزی او خلیل ګربز د ټولو سیالیو لپاره احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

د هند کرېکټ غوره لیګ سیالۍ؛ نور احمد د ممبیي انډینز پر وړاندې خپله لوبډله بریا ته ورسوله

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰
د هند کرېکټ غوره لیګ سیالۍ؛ نور احمد د ممبیي انډینز پر وړاندې خپله لوبډله بریا ته ورسوله
100%

د ۲۰۲۵کال د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو په خپلې لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړي نور احمد لکڼوال تېرماښام ممبیي انډینز پر وړاندې خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

دا لومړی ځل دی، چې نور احمد لکڼوال د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره لوبېږي.

هغه تر دې وړاندې د راشدخان سره یوځای د ګجرات لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې دي.

نوراحمد لکڼوال په بېګانۍ لوبه کې په خپلو څلورو اورونو کې د ممبیي انډینز څلور مهمې وېکټې واخیستې او د دغه لوبې غوره لوبغاړی شو.

له دې سره تر دې دمه په دغو سیالیو کې نوراحمد لکڼوال تر نورو ډېرې وېکټې اخیستې او د دغه سیالیو ځانګړې بانجاني خولۍ چې د غوره لوبغاړي نښه بلل کېږي ترلاسه کړې ده.

د هند په روان کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې د راشد خان او نور احمد لکڼوال په ګډون ۷ تنه افغان لوبغاړي لوبېږي.

د ۲۰۲۵ کال ای پي اېل لوبې (د مارچ په ۱۴مه) پیل شوې دي او (د مې تر ۲۵مې) به دوام وکړي.

داسې تمه کېږي، چې د نورو کالونو په څېر به دا ځل هم د هند کرېکت غوره سیالو کې افغان لوبغاړي ښه وځلېږي؛ خو تر دې مهاله ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال په بېګانۍ لوبه کې د ښه لاسته راوړنو له امله د نورو ډېرو نړۍوالو پام ځان ته را اړولی دی.

کرېکټ بورډ: د زونونو په کچه د میرویس نیکه په نوم درې ورځینۍ سیالۍ پیلېږي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۰
کرېکټ بورډ: د زونونو په کچه د میرویس نیکه په نوم درې ورځینۍ سیالۍ پیلېږي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ د مېرویس نیکه جام د زونونو په کچه د کورنیو سیالیو مهال وېش اعلان کړ. دغه سیالۍ د راتلونکې میاشتې د اپرېل په پنځمه نېټه په ننګرهار ولایت کې پیلېږي.

د میرویس نیکه درې ورځينۍ سیالۍ چې د پنځو زونونو (سپين غر، امو، بُست، بند امیر او مس عینک) ترمنځ ترسره کېږي، دا یې پنځم پړاو دی.

کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ له کلني مهالوېش سره سم د راتلونکې اپرېل میاشتې په پنځمه نېټه د زونونو په کچه پنځم پړاو میرویس نیکه درې ورځینۍ سیالۍ پیلېږي.»

یادې سیالۍ د ننګرهار په دوو کرېکټ لوبغالو کې ترسره کېږي، چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.

په ورته وخت کې د کونړ کرېکټ بورډ هم د رمضان جام په نوم سیالۍ پېل کړې وې، چې د دوشنبې په ورځ به پای ته ورسېږي.

د G1 سیالیو اتل فرزاد منصوري د نړۍ د غوره لوبغاړو په نوملړ کې ۷‌م مقام خپل کړ

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۰
د G1 سیالیو اتل فرزاد منصوري د نړۍ د غوره لوبغاړو په نوملړ کې ۷‌م مقام خپل کړ
100%

د تکواندو لوبې افغان لوبغاړي فرزاد منصوري پرون په انګلستان کې د G1 او نړۍوالو سیالو په منفي ۸۰ وزن لوبو کې د پرله پسې څلورو بریاوو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو اتل شو او ورسره د غوره تکواندوکارانو په نړۍوال نوملړ کې یې ۷م مقام ترلاسه کړ.

منصوري خپله لومړۍ سیالي له جاپاني سیال څخه وګټله او په دویمه او درېیمه سیالۍ کې د خپلو بریتانوي سیالانو سره مخ شو او د دوی په ماتولو سره یې وروستي پړاو ته لار وموندله.

د تکواندو د لوبې دغه افغان لوبغاړي وکولای شو، چې په وروستي پړاو کې هم د پورتوریکو تکواندو غړي ته ماتې ورکوي او د سرو زرو مډال ګټونکی شي.

فرزاد له دې مډال سره د نړۍ په کچه په خپلو ټولو امتیازونو کې ۱۰ امتیازه زیات کړل او د نړۍ ۷غوره تکواندو لوبغاړو ته ورسېد.

که منصوري وکولای شي په راتلونکو سیالیو کې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو له مډالونو څخه یو هم وګټي؛ په ځانګړې توګه د سرو زرو مډال، نو هغه به د نړۍ د تکواندو لوبغاړو په پنځو غوره کټګوریو کې راشي.

د G1 سیالۍ سږ کال د انګلستان په مانچسټر ښار کې ترسره شوې چې د اروپا، اسیا، امریکا او افریقا ۵۸۵ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.