• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر تر ۸۷۶‌ زرو لوړ شوی

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د پاکستان دولتي رسنۍ (پي ټي وي) خبر ورکړی، چې د روانې (مارچ تر ۲۳مې نېټې) له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۸۷۶،۵۷۶ ته لوړ شوی دی. دغه لړۍ چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې پیل شوې وه، لاهم روانه ده.

دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري ستنولو دویم پړاو په درشل کې دی.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې دې له دغه هېواده ټول بې اسناده او د اې سي سي کارت لرونکي افغانان په خپله خوښه ووځي؛ کنه له جبري اېستنې سره به مخ شي.

په دغو کډوالو کې به هغه افغان بندیان هم شامل وي، چې د بند موده یې بشپړه شوې ده.
تمه کېږي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو به د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شي.
خو د دغې مودې تر بشپړېدو وړاندې هم د تورخم دروازې د خلاصېدو په لومړۍ ورځ پاکستان څه باندې دوه زره افغان کډوال په جبري توګه له دغه هېواده و اېستل.
له بل پلوه هغه ۵۳ افغان ماشومان چې د اغزن تار په پرېکولو سره پاکستان ته د کار په لټه اوښتي وو؛ افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې د دویم پړاو په درشل کې تازه تېره ورځ د دغه هېواد د کورنیو چارو فدرالي وزارت د پښتونخوا له حکومت څخه په دغه ایالت کې پر زده‌کړو د بوختو افغان زده‌کوونکو معلومات غوښتي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د ملي امنیت څانګې د پښتونخوا کورنیو چارو وزیر ته یو لیک استولی، چې په کې په دغه ایالت کې د ثبت شویو افغان زده‌کوونکو د معلوماتو غوښتنه شوې ده.

په دغه لیک کې د کورنیو چارو فدرالي وزارت له‌خوا لیکل شوي، چې دغه معلومات باید (د مارچ تر ۲۷مې نېټې) پورې ورته واستوي.
دغه غوښتنه وروسته له هغه کېږي، چې د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو د مرکزي حکومت پرېکړه منلې ده.
د سند حکومت هم د بې‌اسناده او اې‌سي‌سي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۳

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۴

د جرمني په هوايي ډګرونو کې د افغان پناه غوښتونکو د جبري اېستلو پر ضد لاریونونه وشول

۵
ځانګړی

افغانان د وېزو د محدودیتونو په لړ کې؛ د سفر قانوني لارې یوه په بلې پسې بندېږي