• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ظاهر اغبر: امریکا ته زما د سفر بلنه تر ډېپلوماتیک اقدام لوړه ده

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۱

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې غړي ټېم بورچېټ له‌خوا دغه هېواد ته د رسمي سفر د بلنې په ځواب کې د مننې ترڅنک ویلي، چې دا بلنه تر ډېپلوماټیک اقدام لوړ ده او ستاینه یې کوي.

نوموړي دغه لیک د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې خپور کړی او دا یې د افغانانو د وضعیت د ښه درک او د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د انساني ژمنې څرګندونه بللې ده.

په دغه لیک راغلي، چې په افغانستان کې د بنسټیزو ازادیوځپلو او د ټولنیزې او فکري فضا محدودولو، دغه هېواد د نړۍوالې ټولنې لپاره د انساني ارزښتونو پر وړاندې پر یوې جدي ازموینې بدل شوی دی.

هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د جمهوري نظام پرځېدو او د طالبانو واکمنېدو ته په اشارې ټینګار کړی، چې دغه تحول نه یوازې د هېواد پر سیاسي جوړښت اغېزه کړې، بلکې د خلکو د یوې لویې برخې، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو هیلې یې هم زیانمنې کړې دي.

اغبر د افغانستان د اوسني کړکېچ ته د حل موندلو لپاره له سیاسي څېرو او ملي څېرو سره روانو مشورو ته اشاره کړې او اعلان یې کړی، چې د بورچېټ د بلنې موضوع به په مناسب وخت کې و ارزول شي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر دا څرګندونې وروسته تر هغې، چې تېره چهارشنبه د امریکا د استازو جرګې غړي ټېم بورچېټ هغه ته د امریکا لپاره د رسمي سفر بلنه ورکړې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د کورني تاوتریخوالي قرباني قدریه د طالبانو له خوا کورنۍ ته له سپارلو وروسته سخته وهل شوې

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۱

باخبرو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په بغلان ولایت کې د کورني تاوتریخوالي قرباني قدریه تر هغه وروسته چې د طالبانو له خوا د هغې کورنۍ ته سپارل شوې وه، سخته وهل شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې وهلو کې د قدریې مخ ته جدي زیان رسېدلی دی.

طالبانو د شنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) قدریه له بند څخه خوشې او خپل پلار ته یې وسپارله. د هغې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که پلار ته یې وسپارل شي، ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي او ښايي ووژل شي.

د قدریه له وضعیت څخه باخبره سرچینې وايي، چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو یو پلاوی د دغه ولایت د علماو شورا له غړو سره د قدریه د پلار کور ته تللی و، څو د قدریه وضعیت وګوري، خو د قدريه پلار کور ته د دغه پلاوي له ننوتلو سره مخالفت وکړ او یاد پلاوی بیا په زور کور ته دننه شو.

ظاهراً د طالبانو استازو قدریه په بد حالت کې وموندله.

یوې سرچینې ویلي، چې کله طالبانو له هغې د مخ د ټپونو په اړه وپوښتل، قدریه ځواب ورکړ چې پلار، مېړه او ورور یې وهلې ده.

خو د هغې پلار ادعا وکړه، چې لور یې ناروغه وه او ځان یې خپله وهلی دی.

٢٨ کلنې قدريه له دې مخکې د بغلان د کیله ګي له زندان څخه په يوه ويډيو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته استول شوې وه، ويلي و، چې طالبان پلان لري چې هغه خوشې او پلار ته يې وسپاري.

په دې ویډیو کې هغې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی چې پلار به یې له خوشې کېدو وروسته ووژني.

امریکايي سرچینې روېټرز ته: له افغانستان سره د امریکا پاتې مرستې به هم بندې شي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۱

رویټرز د دوشنبې په ورځ د شپږو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په پام کې لري څو افغانستان او یمن ته د دې هېواد د پاتې نورو یا ټولو مرستو استول ودروي.

په یوسایډ کې د بشردوستانه چارو پخوانۍ مشرې سارا چارلس او همدارنګه ځینو نورو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې دا کمښت د هغه پراخ پلان یوه برخه ده چې روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) له‌خوا عملي شوی، چې له مخې یې له لسګونو هېوادونو سره مرستې راکمې شوې دي.

رویټرز لیکلي، چې په دې پرېکړه کې د نړۍوالو ادارو لکه د خوړو نړۍوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د نفوذ وجهي صندوق او یو شمېر غیر دولتي سازمانونو د مالي ملاتړ ځنډول شامل دي.

دا اقدام د ټرمپ د ادارې د پراخې تګلارې یوه برخه ده، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د فعالیتونو د کمولو یا له منځه وړلو او د بهرنیو مرستو د بیا کتنې برخه ده.

سرچینې خبرداری ورکړی، چې د مرستو بندول به په دواړو هېوادونو کې د پراخې لوږې، غیر قانوني کډوالۍ او د افراطیت د ودې لامل شي.

په افغانستان کې دا پرېکړه څه باندې ۲۳ مېلیونه خلکو لپاره حیاتي مرستو ته د لاسرسي ګواښ رامنځته کوي او په یمن کې نږدې ۱۹ مېلیون خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

شنونکي او پخواني چارواکي دا عمل د ټولنې د ډېرو زیان منونکو طبقو لپاره ناورین بولي.

یاده دې وي، چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د نړۍوالو بشري مرستو د دوام غوښتونکي دي.

د دغه سازمان په وینا، له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو بندول به په دغه هېواد کې د قحطۍ او لوږې لامل شي.

له خېبر پښتونخوا څخه د دوشنبې په ورځ ۵ زره او ۳۹۲ افغان کډوال په جبري توګه شړل شوي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا له ستر ښار پېښور څخه افغانستان ته د (ACC) کارت لورونکو افغان کډوالو ترڅنګ د بې اسناده کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ هم روانه ده. پاکستاني چارواکي وایي، چې د دوشنبې په ورځ یې له ۵ زرو زیات کډوال شړلي دي.

دوی دغه راز ویلي، چې د تورخم له لارې د دوشنبې په ورځ له پېښوره ۲۳۵۵ د ACC کارت لرونکي افغان کډوال او ۳۰۴۲ بې اسنادو کډوال په جبريتوګه اېستل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر اوسه ۵۵۶۸ بې اسناد او د ای سي سي کارت لرونکي افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دوی معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشت راهیسې د تورخم له لارې ټول ۴ لکه او ۸۸ زره او ۱۸۷ غیر قانوني افغان کډوال افغانستان ته استول شوي.

همدا ډول د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې له اسلام اباده ۱۶۰، له پنجاب او ګلګت بلتستان څخه ۴۲۲۷ افغان ای سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغان کډوال د تورخم په دروازه بېرته افغانستان ته لېږل شوي.

له تېرو څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې د پولیسو له لورې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي دي.

د دوی په کورونو چاپې اچول کېږي او کور په کور د افغانانو تالاشۍ روانې دي.

ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو د پاکستان دغه اقدام په سختو ټکو غندلی دی او دا یې انساني ناورین بللی دی.

تر اوسه ګڼ شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

همدا ډول ګڼ شمېر داسې افغانان هم شته، چې تر اوسه د پولیسو له لورې د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو شویو کمپونو کې د بېرته سنتېدو په موخه شېبې شماري.

لیکوال او ژورنالیست عطاء محمد هیله‌من په جلاوطنۍ کې مړ شو

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۱

د ننګرهار ولایت نامتو لیکوال، شاعر او ژورنالیست عطاء محمد هیله‌من په جلاوطنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو. نوموړی شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو کلفورنیا ایالت ته کډه شوی و.

عطاء محمد هیله‌من له تېرو درېیو کلونو راهیسې مغزي تومور درلود، چې په پاکستان یې د سر عملیات هم ترسره کړی و.

د هیله‌من زوی حمزه هیله‌من د خپل پلار په فېسبوک پاڼې د هغه مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي: «زما مهربان پلار، عطامحمد هیله‌من له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.هغه یو باایمان، زړور او د کورنۍ د ستون غړی وو.زموږ زړونه پرې غمجن دي، خو باور لرو چې الله به هغه ته د جنت الفردوس مقام ورکړي.»

عطاء هیله‌من د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چې په پښتو ژبه کې یې له ننګرهار پوهنتونه ماسټري او له ملاکنډ پوهنتون څخه یې دوکتورا اخیستې وه.
هغه شاعر او لیکوال هم و، چې تر لسو ډېر چاپ شوي کتابونه لري.

په دغو کتابونو کې ناولونه، شاعري او د پښتو ژبې ادبیاتو اړوند کتابونه شامل دي.

د یادولو ده، چې هیله‌من د ننګرهار ملي ټلویزیون، باختر اژانس او یو شمېر نورو رسنیو سره په ننګرهار کې دوه لسیزې خبریالي کړې وه.

طالبان: له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو بېرته ستنول انساني ناورین دی

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۱

طالبانو د پاکستان له لورې په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروګرام غیر انساني بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی. دغې ډلې له ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې ددې انساني ناورین د مخنیوي په موخه لاس په کار شي.

د طالبانو ریاست الوزا په مشرۍ لوړپوړو طالب مشرانو د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړې او د پاکستان د حکومت دغه کړنه یې غیر اسلامي او غیر انساني یاده کړې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل اېکس کې لیکلي: «غونډې د افغان کډوالو سره د غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د ټولو اصولو پر خلاف په زور سره اېستل په کلکو ټکو غندلی، دغه کړنه یې د ټولو اسلامي ارشاداتو او نړۍوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقوقو خلاف عمل وباله، همدرانګه د پاکستان له ولس، سیاسي ګوندونو، علماوو او بانفوذه شخصیتونو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسوولیت اداء کړي».

فطرت لیکلي، چې د غونډې ګډوالو وویل: «ټولو ته واضیح ده چې د افغانستان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي ، ځکه دا د دواړو هېوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو په زیان دي.»

‏طالب چارواکو په دغه غونډه کې پر ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غږ وکړ، چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه را ستنېدو کې خپل مسوولیت اداء کړي.

په ورته وخت کې د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو سازمان IOM په خپل اېکس لیکلي: «موږ د اپرېل په پنځمه نېټه له پاکستان څخه د اجباري راستنېدو په شمېر کې زیاتوالی ثبت کړی دی، وروسته له هغه چې د حکومت له خوا د افغانانو لپاره د وتلو یا له هېواد څخه د شړلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه.»

له دې سره، وروستۍ شمېرې ښيي چې تر اوسه ۱۱,۳۷۱ غير قانوني افغان کډوال له پاکستانه څخه اېستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، يوازې نن ۳,۶۶۹ غير قانوني مېشت افغانان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان تېره میاشت افغان ACC کارت لورونکو او بې اسناده افغانانو ته خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه ووځي.

همدا ډول دغه هېواد پلان لري، چې درې مېلیونه افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي له خپلې خاورې وباسي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان او په تېره پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي دي.

زیات شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته افغانستان ته شړل شوي او همدا ډول سلګونه نور افغانان چې د پولیسو له لورې نیول شوي، د دوی په کمپونو کې د جبري بېرته ستنولو پروسې ته په تمه دي.