• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېندواره مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۳۵ GMT+۱

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق وايي، چې په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېندواره مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري. یونېسف خبرداری ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې د مرستو کمښت د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې مخنیوي په برخه کې شوی پرمختګ ګواښي.

دغه بنسټ د روغتیا په نړۍواله ورځ په خپل یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۰زره مېرمنې د مېندوارۍ یا زېږون پرمهال مړې شوې دي؛ چې په هرو دوو دقیقو کې د یوې مېرمنې د مړینې اټکل کېږي.
راپور کې راغلي، چې د بشري مرستو کمښت د نړۍ په ډېرو برخو کې پر اړینو روغتیایي پاملرنو سخت اغېز لري.
راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې له بېړني اقدام پرته به په ګڼو هېوادونو کې مېندواره مېرمنې له سختو پایلو سره مخ شي.
د راپور له مخې؛ اوس‌مهال د نړۍ د مېندو نږدې دوه پر درېیمه برخه مړینې په هغو هېوادونو کې پېښېږي، چې د جګړو له امله اغېزمن شوي دي.
راپور کاږي، تر ټولو لوړ ګواښونه په چاد او مرکزي افریقا کې دي چې په هرو ۲۴ مېندو کې یوه، ورپسې نایجیریا کې په هرو ۲۵ کې یوه، سومالیا کې په هرو ۳۰ کې یوه او په افغانستان کې بیا په هرو ۴۰ مېندو کې یوه د زېږون پرمهال مري.
دغه بنسټ ویلي، چې د مېندو د مړینې د مخنیوي لپاره بېړنۍ پانګونې ته اړتیا ده.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟
۱

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۲

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۳
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۴

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۵

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي