• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران سیاسي او اقتصادي پلاوی هرات ته په سفر تللی او وروسته فراه ته ځي

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد سیاسي او اقتصادي پلاوي هرات ولایت ته سفر کړی. دا پلاوی د هرات له صنعتي ښارګوټي او خواف ـ هرات د پټللۍ روزنک تمځی ګوري او هرات کې له سیمه ییزو طالب چارواکو سره ویني او بیا به فراه ولایت ته لاړ شي.

د ایران رسنیو د راپور له مخي، په دغه پلاويي کې د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت د پلان او سرچینو مرستیال سید عبدالله ارجايي، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډيپلوماسۍ مرستیال سید رسول مهاجر، د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا لپاره عمومي رییس محمد رضا بهرامي، د جنوبي خراسان والي سید محمد رضاهاشمي او په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي شامل دي.

د ایران صدا او سیما اژانس ویلي، چې یاد پلاوی به د هرات د اقتصادي وړتیاوو د ارزونې او د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره له طالب چارواکو سره وګوري.

دغه پلاوی به له هرات وروسته فراه ولایت ته هم سفر وکړي او د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د توکو د لیږد د اسانتیا لپاره پلانونه به وارزوي.

پر همدغه مهال د طالبانو د مالیې وزارت پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې د دغه ډلې د مالیې وزارت د پالیسۍ معین سلطان محمد زبیر د ایران هیواد د بهرنیو چارو وزرات د اقتصادي همغږۍ دفتر له عمومي رئیس محمد رضا نظري او مل پلاوي سره په کتنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ګمرکي مسايلو، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د وروستیو هوکړو د پلي کولو په تړاو خبرې کړې دي.

طالبانو هرات او فراه ولایتونو ته د یاد ایراني پلاوي د سفر په تړاو څه نه دي ویلي.

د ایران دغه پلاوی په داسې مهال د افغانستان هرات او فراه ولایتونو ته سفر کوي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې تر تیر کال زیاتې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي