• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډبلیو ايف پي: د بودجې د کمښت له امله تر ۶۵۰زرو زیاتې مېندې او ماشومان له مرستو بې برخې دي

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې د مرستو درېدو له امله په افغانستان کې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیان منوونکي دي. دغه پروګرام پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د بودجې د پراخ کمښت له امله تر ۶۵۰ زرو زیاتې مېندې او ماشومان د تغذیې له حیاتي مرستو بې برخې شوي دي.

په افغانستان کې د بلقیس په نوم د خوړو نړۍوال پروګرام د تغذیې متخصصه وایي: «ډېری ښځې چې موږ ته راځي له بې وزلۍ سر ټکوي. دوی وایي، چې نارینه یې وزګاره دي او د یو وخت ډوډۍ لري؛ خو د بل وخت لپاره حیرانه وي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام چې پر اېکس پاڼه د هغې ویډیویي پیغام خپور کړی پکې یې ویلي، که خلک د خوړو مرسته ترلاسه کړي؛ نو دا به د دوی د ستونزو او خوارځواکۍ د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي او ماشومان به نور له خوارځواکۍ سره مخ نه شي.
هغې له نړۍوالو غوښتي، چې پر دغه بې وزله خلکو خپلې مرستې ونه دروي.
د خوړو نړۍوال پروګرام څو ورځې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې ۳.۵ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا په دې مانا ده، چې په هرو لسو ثانیو کې به یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته شي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې موټېنټه چېموکا ویلي و: «اوس‌مهال موږ په افغانستان کې د دغه هېواد په تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو سخت ناورین سره مخ یو.»

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟
۱

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۲

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۳
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۴

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۵

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي