• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لونګۍ د اقلیمي اړتیا څرګندویه ده، نه د فرهنګي یا عقیدوي وړتیا

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۰

که د اسیا او افریقا اقلیمي نقشه وګورئ، نو د چین له سهیل- لویدیځ او هندوستان له شمال- لویدیځه رانیولې، بیا تر افغانستان، ایران منځني ختیځ او د افریقا تر شمال پورې به مو پام یوې وچې، کم‌ورښته او وچې جغرافیا ته ورواوړي.

د دې جغرافیا سیزونکي لمر به د لرغونیو انسانانو، چې په زمکو کې یې کار کاوه، د سر پوستکی سیزه، نو اړتیا وه، چې یوه نرمه ټوټه له سره تاو کړي، همدا د لونګۍ تړلو خورا لرغونی او بنسټي و تاریخي لامل دی. د فرهنګي و تاریخي بشرپېژندنې ټول پوهان په دې باور دي، چې جامې او د هغو نور اړوند توکي له اقلیمي اړتیا څخه رامنځ‌ته شوي او روسته یې فرهنګ ته لاره ایستلې ده.

لونګۍ ته په پښتو پټکی،په پارسي دستار او دولبند، په عربی عمامة (imāma )، په انګریزي و فرانسوي Turban په روسي тюрбан (tyurban)، په تورکي sarık ، په هندي او اردو پګړي पगड़ी (pagṛī)، په پنجابي پګ ਪੱਗ (pagg) وايي.

له سره دغه تاوېدونکې ټوټه زرګونه کاله زوړ تاریخ او د کارېدنې یوه ډېره پراخه جغرافیا لري، چې د هند و چین له شولګرو زمکو رانیولې د افریقا په شمال کې تر روستۍ لویدیزې څنډې پورې په بېلابېلو بڼو، اندازو، رنګونو او ځانګړنو سره تړل کیږي. د هېڅ کوم ولس ځانګړی فرهنګ یا د هېڅ کوم دین یا عقیدې ځانګړې جامه نه ده. له لرغونیو زمانو څخه به په بېلابېلو ولسونو کې د شتمنو غټې، نفیسې او نوې لونګۍ وې او د بېوزلو به زړې و ورستې. له هرچا سره به چې بل انسان مخامخېده لومړی به یې سر ته پام شو، د نوې او غټې لونګۍ په لیدو به پوه شو، چې شتمن دی او که به یې زړه و ورسته و ریتاړې ریتاړې ټوټه له سر څخه تاو کړې وه، نو خامخا به بې‌وزله او د ټيټ ټولنیز پوړ وګړی ښکارېده. په فرهنګ کې نښې (Symbols) همداسي قراردادیږي. په هندوستان کې له خورا زړې زمانې څخه شاهانو د تاجونو تر څنګ پګړۍ هم په سر کولې، کله به چې دوښمن بریالی شو او مخالف پاچا به په ګوتو ورغی لومړی به یې پګړۍ ترې وغورځوله او په دې توګه به بې‌پګړۍ پاچا سرتور او بې‌عزته شو. پخوانیو واکمنو، شتمو یا بادارانو به چې خپلو مرییانو یا کاریګرو ته جزا ورکوله نو له سر تاو کړې ټوټه به یې ترې واخیسته او لوڅ سره به یې تر سره لمر لاندې کار ته اړ ایست او دا لویه جزا وه، ځکه نو د لونګۍ لرې کول ورو ورو د خوارۍ، جزا او بې‌عزتۍ نښه وبلل شوه. د تاریخ په اوږدو کې د اقلیمي اړتیا له مخې د ښځمنو لپاره په سرکړې ټوټه (ټیکری) او د نارینه‌وو لپاره له سره تاو کړې ټوټه (لونګۍ) په ارزښت او روسته بیا په ناموسي و حیثیتي جامو بدل شول. د عربو چلتار هم د همدې اړتیا بله بڼه ده، د سختې ګرمۍ له کبله ګڼو سامي قبیلو چې پوونده، اوښبانه یا په بیدیاوو کې مزل‌کوونکي وګړي وو، د لمر له سیزنده وړانګو او بیاباني شګو به یې خپل سر په یوه نرمه سپینه یا بل رنګ ټوټه پټاوه او د دې لپاره چې د بیديا باد یې ترې یونه‌سي، د خپل سر په اندازه به یې یوه منجوله پرې کېښوده او په دې توګه به یې ټوټه په سر کلکه شوه، ځینو به همدا ټوټه لږه اوږده نیوله، یوه برخه به یې پر سر راهواره کړه او پاتې برخه به یې له سره د منجولې په بڼه تاو کړه، چې ټینګه شي دا د چلتار او لونګۍ یوه ګډوله (مختلطه) سرجامه وه. پټکی د بې‌ورښته سیمو له وچ یخ څخه د سر د ژغورنې لپاره هم ښه و، ځکه خو دا جامه د اوړي و ژمي لپاره کارېده او د پرلپسې کارېدنې و تکرار له امله د جامو د فرهنګ یوه برخه شوه. هره هغه انساني اړتیا چې د پرلپسې تکرار له امله سېمبولیک ارزښت ومومي فرهنګ ته ننوځي.

د پنجابي سکهانو لسم او روستني ګورو (ګورو ګوبیند سینګهـ ) ، چې په اوولسمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه، د سیکهانو لپاره پینځه سنتونه لازمي وګرځول، دوی به ویښتان نه لنډول او د دې لپاره چې اوږده سره پېچلي ویښتان خوندي کړي، نو ځانګړې پګړۍ یې په سر کولې، دغه پګړۍ د اوږدو ويښتانو د پوښلو لپاره یوه اړتیا وه، چې ورو ورو په یوه مذهبي توکي (عنصر) بدله شوه او درناوی یې وموند.

هیندوستاني مرهټه‌وو هم خپلې ځانګړې کوشنۍ پګړۍ لرلې، هغه تصویرونه او مجسمې چې د اوولسمې پېړۍ د مرهټه‌يي واکمن شیواجي بوسله (چاتراپاتي شیواجي) پاتې دي، ښيي چې مرهټه‌وو له دیني او فرهنګي پلوه پګړۍ مهمه او د عزت نښه ګڼله.

تر اسلام وړاندې په جاهلي زمانه کې عرب مېرمنو هم ځانګړې عمامې په سرکولې، چې بېلابېل رنګونه یې لرل.

بلوڅانو کټ مټ د پښتنو په شان لونګۍ تړلې، توپیر یې دا و، چې د هغوی دپګړيو زوړنده شملې به له دواړو اړخونو راپرتې وې او بېرته به یې په سر کې ټومبله چې ( مول) ورته وايي.

د پښتنو لرغونیو ټبرونو له بېلابېل اقلیم سره بېل بېل سرخولي (سرجامې) لرلې. تیش‌خولي ساکان د خپلو تېرو تیشه‌یي خولیو په نوم مشهور ول. هغه برخه ساکان چې ساکستان – سیستان ته راغلي ول، لونګیو ته ورته څه یې اغوستل چې د خورا نازکو ململ په شان ټوټو څخه یې جوړول او له سر یې تاوول. په زاړه باختر، بخدي، پکت کې د داسې لاره ساتونکیو وسله‌والو نښې وینو چې په ظاهره غټې خو خورا سپکې ژېړ رنګه پګړۍ به یې تړلې او لنډې پلنې تورې به یې تر ملاوو وې. په پښتنو کې لونګیو یا لونګۍ ته ورته د سر پټولو جامې دومره لرغونې او متفاوتې دي، چې نه په کوم ځانګړي دین پورې اړه لري او نه هم په کومه ځانګړې فرهنګي دورې پورې.

دې ټولو مستندو یادونو ته په پام که څه هم لونګۍ د افغانانو لپاره د درناوي او مېړانې نښه ګڼل کیږي، او خوشال خټک یې په ارزښت او سېمبولیکه ونډه بشپړ کتاب (دستارنامه) کښلی، خو اصلي ریښه یې اقلیمي اړتیا ده، نه یوازې فرهنګي یا دیني قرارداد.

د لونګۍ تړلو جغرافیا دومره پراخه ده، چې د سرشمېر له مخې یې ښايي د نړۍ نیمايي نفوس تړي یا یې په خپل تاریخ کې لري، ځکه خو نه په کوم ځانګړي دین یا مذهب پورې تړلې، نه په کوم ځانګړي ټبر، قوم ، ملت یا فرهنګ پورې او نه هم په کومه خاصه تاریخي دوره پورې.

د یادو تاریخي – فرهنګي دلایلو له مخې لونګۍ هم مسلمانو عربو ته د درناوی وړ لباس دی، هم هندوانو او سیکهانو ته. هم یې پنجابیان خپل عزت بولي، هم افغانان او هم ایراني و تورک و کورد و بلوڅان.

لونګۍ نه د عربو ده، نه د هندوانو نه هم د افغانانو، بلکې له سره یوه تاوېدونکې ټوټه ده، چې له ګرمۍ، سړو، شګو او نورو طبیعي څیزونو څخه د محافظت لپاره د یوې فیزیکي اړتیا په توګه مطرح شوې او ورو ورو فرهنګونو ته ورننوتلې او ښايي له فرهنګي بار سره ځینو عقیدوي – مذهبي مکتبونو او ايډيولوژیکو روایتونو هم خپله نښه ګرځولې وي.

له دې کبله یې په افغان ماشومانو او تنکیو زلمیانو باندې په زوره اغوستل او ورتپل نه دیني اصل لرلای شي او نه هم فرهنګي، بلکې په جبري توګه یې په حساسو تنکیو زلمیو او ماشومانو ورتپل ښايي د دغې جامې په وړاندې کرکې وپاروي او سپکاوی یې وشي. که یوازې منطق دا وي، چې زموږ پلرونو او نیکونو اغوستله نو پلرونو او نیکونو د خپلې زمانې له اړتیاوو سره سم ډېر څه داسې کړي یا اغوستي، چې نن بیا هم له تاریخي شرایطو سره په مطابقت یې موږ نه اغوندو . دوه نسله پخوا زموږ پلرونو اونیکونو ګرد کمرچین کمیسونه لنډ چورمه دار واسکټونه او ګیبي پرتګونه اغوستل او دغه څاک لرونکي هندي کالي چې اوس یې افغانان په ناسمه توګه خپله ملي جامه ګڼي اصلاً زموږ پلرونو او نیکونو نه‌پېژندل. زموږ پلرونو او نیکونو په غوایانو قولبه کوله، موږ تراکتور او ترېشل کاروو، ځکه په دې کې ګټه ده، د غوایانو قولبه په خپل وخت خورا مهمه او ارزښمنه وه، خو مقدسه نه وه، ځکه له تاریخي اړتیا سره سمه بدلیږي. په دې چاره کې موږ په خپلو نیکو او پلرونو پسې نه ځو.

دریشي او نکټايي ځکه د نړۍ په ګڼو فرهنګونو کې دود او ورننوتلې ده، چې د بیروکراسۍ او ګټې وټې اړتیا ورسره تړلې ده. که له هرې جامې سره اقتصادي ګټه، اقلیمي و طبیعي اړتیا او ذوقي وړتیا ملګرې شي، نړیواله کیږي.

ستر غازي ایوب خاناو لوی عارف شاعر بېدل دهلوي ږیره خرېیله، ستر باچاخان لوڅ سر ګرځېده، پیاوړي احمدشاه بابا ته یې په پګړۍ کې د غنمو وږي وټومبل، سلطان محمود غزنوي تاج په سر کاوه، عربان او د هندوستان د ګرمو سیمو خلک د ګرم اقلیم له امله لُنګونه تړي، د سړو سیمو لرغونیو پښتنو او د دوی نورستاني – پشه‌يي تره‌زامنو وړینې پایپېچې له پښو تاوولې، د خوست و پکتیا لرغونیو پښتنو ځانګړې شړۍ اغوستې، غوري پښتنو له ځانونو لیمڅي تاوول (په تاریخ بیهقي کې یې ذکر لیدلای شئ) د ختیزو سیمو افغانانو یوازې سپکې سپینې خولۍ په سر کولې، د هندوکوښ د لمنو د سړو سیمو خلک پکول په سر کوي او د شمال افغانانو د ورکیو (قراقول) له پوستکیو جوړې خولۍ په سرکولې . د ټولو اصلي لامل اقلیمي اړتیا ده، چې ورو ورو فرهنګي شوي دي، په اوسنیو خلکو د دې ټولو په زوره ورتپل، حیثیتي کول، ناموسي او مقدس یې ګڼل له تاریخ او فرهنګي ښکارندو څخه بې‌خبرې ده. د دین منطق له څښتن سره د انسان روحاني تړاو دی او فرهنګ د هویت،ذوق و ښکلا و خوند لپاره د بشري تجربو ټولګه ده. په دواړو کې اجبار او تاوتریخجن تحمیل ته ځای نه‌شته.

څښتن انسان بربنډ پیدا کړ،له سړو ، تودوخې، باران او هر بل طبیعي ګواښ څخه د ځان پټولو توان یې وروباښه او دا ازادي یې وروبښله چې ځان په یوڅه پټ کړي. طبیعي اړتیا ان د شرم له غریزې څخه هم لرغونې ده. لومړني انسانان له خپلو بربنډه بدنونو نه شرمېدل،بلکې د ونو په پاڼو، پوستکو او نورو څيزونو یې ځان له سړو او تودو څخه ژغوره، د همدې اړتیا له مخې ځان پټول دومره تکرار شول چې روسته د شرم د غریزې ځواک سر راپورته کړ او انسان د مقابل لوري له جنسي تیري څخه د ځانژغورنې لپاره هم خپل بدن پټ کړ او دا په یوه فرهنګي قرارداد بدل شو.

که لونګۍ په ماشومانو د دیني جامې په توګه ورپه سر کیږي، هغه مهال چلتار هم تړل شوی او تر پرتګونو لُنګ ډېر اغوستل کېده، لرغونیو عربانو ګڼډل شوی پرتوګ نه پېژاند، نو ولې د لُنګ تړل بد ګڼل کیږي. که لونګۍ له فرهنګي پلوه د پلار و نیکه دود دستور ګڼل کیږي، نو د هندوستان له ختیځه رانیولې تر لویدیزې افریقا پورې له خپلې ټولې رنګارنګۍ او تنوع سره دغه تړل کېدونې سرجامه څنګه یوازې یو ملت خپله فرهنګي جامه بللای شي؟

په دې لیکنه کې د هېڅ جامې یا فرهنګي هویتي نښې سپکاوی نه‌شته، هر داسې څه، چې یوه برخه خلکو ته ګران وي د درناوي وړ دي مګر د انسان عزت‌النفس، درناوی او قانوني ازادۍ ته درناوی تر هرڅه مهم دی. فرهنګ، جامه، دود دستور د انسان لپاره دي، که انسان د دې څيزونو لپاره قرباني کیږي، دا نو له منطق لرې کار دی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

سړک پاکوونکې مېرمن څنګه په یوه شپه کې یوه پېژندل شوې ماډله شوه؟

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۱۳ GMT+۱
سړک پاکوونکې مېرمن څنګه په یوه شپه کې یوه پېژندل شوې ماډله شوه؟
100%

د ټایلنډ په پلازمینه بنکاک کې د روسیې تبعه انځور اخیستونکي ویډیو ددې لامل شوه چې یوه ځوانه مېرمن په یوه شپه کې د نړۍ پېژندل شوې ماډله کړي. دغې مېرمنې په بنکاک کې سرکونه پاکول.

دغه ۲۸ کلنه ټایلنډۍ مېرمن نوپاجیت مین سومبونسیت نومیږي. د نوموړې د شهرت کیسه له دې ځایه شروع شوه، چې د روسیې تبعه انځور اخیستونکي ریژچیکوف د سړک د پاکولو پر مهال ولیده.

دغه مېرمن په بنکاک کې د سرک په پاکولو بوخته وه چې روسي انځور اخیستونکي ولیده او له ښکلا یې متاثره شو. انځور اخیستونکي د نوموړي انځورونه او ویډيو بغېر له دې چې اجازه ترې واخلي واخیستل او هغې ته یې وښودل چې څومره ښکلې ده.

ریژچیکوف د نوموړې ویډيو د سوشیل میډيا په پلیټ فارم ټيک ټاک کې خپره کړه او دغه ویډيو چې ډېر لیدونکو یې درلودل چې له امله یې د سومبونسیت ژوند بدل شو.

ددغه ویډيو له خپرېدو وروسته د نوموړې ښکلا د ماډلینګ ادارو توجه جلب کړه او نوموړې یې ماډلینګ ته راوبلله.

له دې وروسته یو تایلنډی پېژندل شوی میک اپ کوونکی د نوموړې میک اپ وکړ، دغه مېک اپ د نوموړې ښکلا څو برابره زیاته کړه او یادې مېرمنې ماډلینګ ته مخه کړه.

دغه مېرمن اوس د تایلنډ کاسمیټکس برانډ لپاره د ماډلې په توګه کار پیل کړی چې نوم یې نانګ چیټ بروویټ دی.

نوپاجیت مین سومبونسیت اوس سړک پاکوونکې مېرمن نه ده بلکې یو پېژندل شوې ماډله ده چې د بېلابېلو تولیداتي شرکتونو له‌خوا ورته د خپلو تولیداتو د ننداره کولو لپاره وخت اخیستل کیږي.

که تاسو هم غواړۍ خپل تولیدات او په ځانګړې توګه د ښکلا اړوند تولیداتو ته مو اعلانات وکړئ نو له نوپاجیت مین سومبونسیت څخه باید له وړاندې وخت واخلئ.

له تایلنډي رسنیو سره په مرکه کې نوپاجیت سومبونسیت ویلي، "هغې له شاوخوا یو کال راهیسې د سړکونو پاکولو کار کاوه او له خپلې دندې ډېره خوشاله وه، خو په ژوند کې یې دا ناڅاپي بدلون د هغې لپاره حیرانوونکی او له تمې پورته و."

ښکلول د مینې، درناوي او حدودو تر منځ یو لطیف احساس دی

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۱
ښکلول د مینې، درناوي او حدودو تر منځ یو لطیف احساس دی
100%

ښکلول یا بوسه ورکول د انساني احساساتو، محبت، اړیکې او نږدې والي یو له پخوانیو او طبیعي بڼو څخه ګڼل کېږي. دا عمل نه یوازې د مینې، درناوي او مثبتې اړیکې ښکارندویي کوي؛ بلکې په بېلابېلو ټولنو، فرهنګونو او دینونو کې یې توپیرونه، معناوې او محدودیتونه هم لیدل کېږي.

ښکلول څه ته وایي؟

ښکلول د شونډو، تندي، لاس، یا د بدن غړي ته د مینې، درناوي، خواخوږۍ یا ادب له مخې د شونډو نرم لمس یا فشار ورکولو ته ویل کېږي.

دا یو فزیکي عمل دی، خو تر شا یې ژورې عاطفي، ټولنیزې او رواني معناوې پرتې دي.

د ښکلولو یو اړخ رومانتيک حسابېږي او کورنۍ خپل ماشومان ښکلوي چې د شفقت ډول دی یا د یو چا د لاس ښکلول کېږي چې د احترام نښه ګڼل کېږي.

د ښکلولو ډولونه

  1. رومانتيک ښکلول: دا ډول ښکلول عموماً د مینې اړیکو کې لیدل کېږي، لکه د یو عاشق او معشوق ترمنځ.
  2. والدیني ښکلول: مور یا پلار خپلو ماشومانو ته بوسه ورکوي او یا یې ښکلوي، چې د مینې او خواخوږۍ نښه ده.
  3. ادبي ښکلول: د احترام لپاره د مشر لاس یا تندی ښکلول، چې د درناوي او تواضع څرګندونه کوي.
  4. فرهنګي بوسې: په ځینو ټولنو کې د لیدو پر وخت پر مخ یا تندي ښکلول یو عادي رواج دی.

د ښکلولو د عمل ګټې

علمي څېړنې ښيي، چې ښکلول یو لړ مثبتې فزیکي او رواني اغېزې لري:

خوښۍ هورمونونه؛ لکه اکسیتوسین، ډوپامین او سروټونین زیاتوي.

فشار او اندېښنې کمولو کې مرسته کوي.

انسان ترمنځ نږدېوالی او اعتماد پیاوړی کوي.

معافیت سیستم تقویه کوي.

مذهبي او فرهنګي لیدلوری

د ښکلولو موضوع د مذهب او ټولنې له نظره تل محدوده او تر بندیز لاندې روښانه شوې ده.

د اسلامي ارزښتونو له مخې، ښکلول باید د محرمیت او حیا له چوکاټه بهر نه وي.

رومانتيک ښکلول باید د واده په چوکاټ کې وي او په عام محضر کې ښکلول یې له شرعي او ټولنیز پلوه ناروا ګڼل کېږي.

د ښکلولو ممنوعیت او منفي لوري

  • په ځینو ټولنو کې په عام محضر کې ښکلول د بې‌ادبۍ نښه ګڼل کېږي.
  • که د کلتور، مذهب او دود خلاف وشي، نو ټولنیز عکس‌العملونه رامنځته کوي.
  • د شخصي حدودو نه مراعت کول یا د بل کس د رضایت پرته بوسه ورکول او اخیستل، د اخلاقي او حقوقي سرغړونې سبب ګرځي.

که په ټوله کې ووایو، ښکلول که څه هم یو عاطفي او طبیعي عمل دی، خو باید د ټولنې، دین، کلتور او قانون له نظره ترسره شي.

دا عمل باید د محبت او درناوي د څرګندونې لپاره وکارول شي، نه د شخصي حدودو د ماتولو یا نامناسبو اړیکو د پیاوړتیا لپاره.

هر بوسه باید د نیت، ځای، وخت او رضایت له مخې ورکړل یا واخیستل شي، ترڅو دا ښکلی احساس یو با ارزښته عمل پاتې شي.

د سترګو تورول او د رنجو کارول؛ دود، هنر او دیني پیوستون

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
د سترګو تورول او د رنجو کارول؛ دود، هنر او دیني پیوستون
100%

د سترګو تورول او د رنجو کارول له پخوانیو دودونو څخه دی چې نه یوازې د ښکلا لپاره کارېږي؛ بلکې روغتیایي او دیني اړخونه هم لري.

دا عمل د تاریخ له زړو تمدنونو؛ لکه مصر، هند، فارس او د اسلامي نړۍ له لرلید سره تړاو لري او تر نن ورځې پورې په افغانستان، پاکستان، ایران او عربي نړۍ کې دود پاتې دی.

کلتوري شالید

سترګو ته رانجه یا سرمه (کاجل، سورمه) لګول له سلګونو کلونو راهیسې د ښکلا، ارزښت او شخصیت ښکارندوی ګڼل کېږي.

په ډېرو ټولنو کې ښځې او نارینه دا دود ترسره کوي، په ځانګړې توګه کورنۍ د خپلو ماشومانو سترګې ځکه توروي، چې له بدو سترګو څخه وساتل شي.

پخواني مصر کې فرعوني مېرمنو او نارینه وو به د سترګو شاوخوا تورول او عقیده یې لرله چې د خدایانو له برکته او د لمر له تاو څخه د سترګو د ساتنې لپاره دا چاره مهمه ده.

هند کې د «کاجل» استعمال له نسلونو راهیسې دود دی او هندیان سترګې د ښکلا او تبرک لپاره توروي.

 په افغانستان کې رانجه د ښکلا، د شومو سترګو دفع او د دیني برکت لپاره کارېږي.

داسې یو افغان به ډېر په ندرت پېدا شي چې په ژوند کې یې یو ځل رانجه نه وي استعمال کړي.

روغتیایي ګټې

د رنجو یا سرمې طبیعي بڼه په ځانګړې توګه د "اثمد" ډوله، د اسلامي نړۍ له پخوانیو حکیمانو او طب النبوي څخه د سترګو د ساتنې لپاره توصیه شوې ده.

نبوي طب باور لري:

  • رانجه د سترګو د لید ځواک زیاتوي
  • رانجه د سترګو وچه‌والی کموي
  • رانجه له دوړو او لمره د سترګو ساتنه کوي
  • رانجه انتي‌بکتریایي خاصیتونه لري

په اسلام کې د رانجو استعمال سنت ګڼل شوی او ان پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم د "اثمد" نومې سرمې کارول غوره ګڼلي دي.

د رانجو د استعمال په تړاو احادیث هم شته چې له مخې یې د رنجو کارول نه یوازې د سنت پیروي ده، بلکې د طبیعي درملنې یوه بڼه هم ګڼل کېږي.

خبرداری:
نن ورځ په ځینې تجارتي رنجو کې د سَر، سیس او نورو زهرجنو فلزاتو شتون ممکن خطرناک وي، ځکه د اوږدمهاله استعمال په پایله کې کولی شي د سترګو یا وینې سیستم ته زیان ورسوي.

د طب متخصصین تل د "lead-free" یا طبیعي رنجو استعمال سپارښتنه کوي.

د ښکلا او هنر وسیله

رانجه د ښکلا یو مهم لامل ګڼل کېږي.

دا د سترګو شکل، ژوروالی او تاثیر زیاتوي.

د میک‌اپ په هنر کې رانجه او ایلاینر کارول د "کلاسیکې ښکلا" برخه ګڼل کېږي.

دا کار د مخ ښکلا متوازن کوي او د شخصیت ظاهري بڼه تقویه کوي.

په پښتو هنري ادبیاتو کې د رنجو یادونه ډېره شوې او دا یې د ښکلا یو اساسي توک ګڼلی دی او د عاشق له خوا خپلې معشوقې ته د ډالۍ په توګه هم ورکول کېږي.

راشه ایینه رانجه دې واخله

نه دي یاري کړم نه دې نښې ګرځومه

په ټوله کې د سترګو تورول او د رانجو کارول یو داسې دود دی چې له ښکلا، روغتیا، کلتور او دین سره ژوره اړیکه لري.

که څه هم نن ‌ورځ رانجه یو څه تجارتي بڼه هم لري او ځینې وختونه روغتیا ته تاوان رسوي؛ خو طبي او سنتي بڼې یې لا هم ارزښتناکې ګڼل کېږي.

دا دودونه نه یوازې زموږ د کلتور برخه ده، بلکې د پېړیو – پېړیو فرهنګي ښکلاییز میراث هم دی.

لیکوال او ژورنالیست عطاء محمد هیله‌من په جلاوطنۍ کې مړ شو

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۱
لیکوال او ژورنالیست عطاء محمد هیله‌من په جلاوطنۍ کې مړ شو
100%

د ننګرهار ولایت نامتو لیکوال، شاعر او ژورنالیست عطاء محمد هیله‌من په جلاوطنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو. نوموړی شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو کلفورنیا ایالت ته کډه شوی و.

عطاء محمد هیله‌من له تېرو درېیو کلونو راهیسې مغزي تومور درلود، چې په پاکستان یې د سر عملیات هم ترسره کړی و.

د هیله‌من زوی حمزه هیله‌من د خپل پلار په فېسبوک پاڼې د هغه مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي: «زما مهربان پلار، عطامحمد هیله‌من له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.هغه یو باایمان، زړور او د کورنۍ د ستون غړی وو.زموږ زړونه پرې غمجن دي، خو باور لرو چې الله به هغه ته د جنت الفردوس مقام ورکړي.»

عطاء هیله‌من د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چې په پښتو ژبه کې یې له ننګرهار پوهنتونه ماسټري او له ملاکنډ پوهنتون څخه یې دوکتورا اخیستې وه.
هغه شاعر او لیکوال هم و، چې تر لسو ډېر چاپ شوي کتابونه لري.

په دغو کتابونو کې ناولونه، شاعري او د پښتو ژبې ادبیاتو اړوند کتابونه شامل دي.

د یادولو ده، چې هیله‌من د ننګرهار ملي ټلویزیون، باختر اژانس او یو شمېر نورو رسنیو سره په ننګرهار کې دوه لسیزې خبریالي کړې وه.

فلمي لوبغاړې شریا ګپتا: د پېژندل شوي فلمي لارښود د جنسي ځورونې قرباني یم

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱
فلمي لوبغاړې شریا ګپتا: د پېژندل شوي فلمي لارښود د جنسي ځورونې قرباني یم
100%

د هندي سینما (بالیووډ) فلمي لوبغاړې شریا ګپتا ویلي، چې فلمي لارښود یې په فلم کې د کار کولو لپاره نامناسبې غوښتنې ترې کړي. هندي سینما په فلمي صنعت کې هغه اداره ده، چې زیات وخت ترې دغه ډول خبرونه ترلاسه کېږي.

شریا د لوېدیځ بنګال څخه ده او په ډېرو فلمونو او سریالونو کې یې کار کړی دی.

دغه فلمي لوبغاړې په سکندر فلم کې هم د تامل صنعت له مشهورو ستورو راجني کانت، سوریا او سلمان خان سره راڅرګنده شوې ده.

شریا په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې د جنسي ځورونې قرباني کېدو دعوه وکړه او ویې ویل، چې هغه په ​​چینا کې د جنسي ځورونې قرباني شوې وه.

نوموړې وویل: هغه په ۲۰۱۴ کې د خپلې مور سره په فلم کې د کار کولو لپاره د پېژندل شوي فلمي لارښود دفتر ته لاړه.

شریا زیاتوي، کله چې د فلمي لارښود دفتر ته لاړم هغه وویل چې زما په غېږ کې کښېنه او په فلم کې ستا برخې سکریپ ولوله.

هغې وویل، چې زه ډېره کوچنۍ وم او وېرېدم، عذر مې ورته وکړ چې خپله برخه تمثیل به ولولم ځان به اماده کړم او سبا به راشم.

د نوموړې په وینا، له دې خبرو ورسته د ډېر وخت لپاره له فلمي صنعت څخه لرې پاتې شوم او همدا لامل وو چې ممبۍ ښار ته لاړم.

شریا ګپتا په دغه مرکه کې ونه ویل چې کوم فلمي لارښود وو چې دغه ډول ناوړه غوښتنه یې ترې کړې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو فلمي لوبغاړو په ډاګه کړې، چې د فلم جوړونکو او فلمي لارښود له خوا د جنسي ځورونې قرباني شوي.