• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړیوالې شورا د ۱۹ کلنو نړیوال جام د غوراوي لپاره د افغان لوبډلې مهالوېش اعلان کړ

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د کرېکټ نړیوالې شورا له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي لپاره د افغان لوبډلې مهالوېش اعلان کړ، چې له ۵ لوبډلو سره سیالۍ لري. د دغه مهالوېش له مخې افغان لوبډله سبا له عمان لوبډلې سره خپله لومړنۍ سیالي کوي.

د کرېکټ نړېوالې شورا د معلوماتو له مخې، په دې سیاليو کې افغانستان، عمان، هنکانګ، متحده عربي امارات او نیپال لوبډلې برخه لري.

هره لوبډله به ۴ سیالۍ تر سره کوي او مخکښه لوبډله به د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو نړیوال جام ته لار پيدا کوي.

د ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې کې تر سره کيږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ لا له وړاندې دې سیالیو ته ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړې، چې ۱۴ عمومي او ۳ احتیاطي لوبغاړي په کې دي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د دې سياليو د تیاري لپاره یې تمریناتي‌کمپونه کړي او د ښه لوبېدو لپاره زياتې هیلې لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ لسم پړاو سیالۍ نن پيل شوې

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې نن د کرېکټ غوره لیګ لسم پړاو سیالۍ د ۶ لوبډلو ترمنځ پيل شوې. د پاکستان کرېکټ غوره لیګ سیاليو کې د پېښور زلمي، کوټه ګلډيټرز، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټيډ او ملتان سلطان لوبډلې یو د بل سره لوبيږي.

لومړۍ لوبه به د پاکستان پر وخت د شپې ۸ بجې د اسلام اباد یونایټيډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ په راولپنډۍ کې تر سره شي.

په دې سیاليو کې د نورو بهرنيو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي هم ولوبيږي.

بابراعظم د پېښور زلمي، اسټراليايي لوبغاړی ډيويډ وارنر به د کراچۍ کینګز، محمد رضوان به د ملتان سلطانز، شاداب خان به د اسلام اباد یونايټيډ، شاهین افريدي به د لاهور قلندرز او سعود شکیل به د کوټې ګلډيټرز لوبډلو لوبډلمشران دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخي، چې دغه سیالۍ به راتلونکې مۍ میاشتې تر ۱۸ نېټې دوام وکړي.

دغه سیالۍ به د کراچۍ، لاهور، ملتان او راولپنډۍ په لوبغاړو کې تر سره شي.

د سیاليو لومړۍ مقام ګټونکي ته به ۵ لکه او دویم ته به ۲ لکه ډالر ورکول شي.

افغان ابدالیان لوبډله له سریلانکا سره د څلور ورځنۍ لوبې لپاره تمرینات پيلوي

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې افغان ابدالیان لوبډله ایرلنډ ته تر ماتې وروسته افغانستان ته ستنه شوې او له سریلانکا سره د څلور ورځنۍ لوبې لپاره تمرینات پيلوي. کرېکت بورډ ویلي، چې سریلانکا الف لوبډله هم د درې اړخيزې لوبلړۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته رسېدلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ ویلي، چې افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډله به د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندي د څلور ورځنۍ لوبې لپاره تمریناتي کمپ تر سره کړي.

بورډ زياتوي، چې تر تمریناتو وروسته به افغان لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

کرېکټ بورډ پر خپله صفحه لیکلي، چې تېره شپه سریلانکا الف لوبډله هم متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده.

افغان ابدالیانو بېګا په څلور ورځنۍ لوبه کې د ایرلنډ الف لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه.

‏افغان ابدالیانو لوبډله له سریلانکا او اېرلنډ سره درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبې هم لري.

افغان الف ملي لوبډلې په څلور ورځنۍ سیالۍ کې ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۱

افغان ابدالیانو په څلور ورځنۍ لوبه کې د ایرلنډ الف لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپير ماتې ورکړه. په دې سیاليو کې افغان لوبغاړي عرب ګل مومند د ایرلنډ لس لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخي، په دې څلور ورځنۍ سیالۍ کې افغان ابدالیانو په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې جوړې کړې او په دويمه ورځ يې د خپلې توپوهنې په دوام خپلې منډې ۶۱۲ ته ورسولې.

که څه هم افغان لوبغاړي لا هم سوځېدلي نه وو، خو خپله لومړۍ نيمايي يې تمامه اعلان کړه او ایرلنډ ته یې د خپلي پاڼۍ د پيلولو بلنه ورکړه.

ایرلنډ لوبډلې د خپلي توپوهنې په لومړۍ ورځ ۳۰۹ او په دویمه پاڼۍ کې يې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او په دغه سیالۍ کې يې د يوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپير ماتې وخوړه.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغان ابدالیانو د توپوهنې او توپ اچونې برخه قوي وه او دغو سیاليو ته يې لا له وړاندي تیاری نیولی و.

په دې سيالیو کې افغان توپوهونکو بهير محبوب ۱۸۷، ریاض حسن ۹۴، عمران مير ۸۵، شمس الرحمان ۸۴، افسر ځاځي ۵۵ او لوبډلمشر دروېش رسولي ۵۳ منډې جوړې کړې.

‏د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې دغه لوبډله تر دې وروسته له سریلانکا او اېرلنډ سره درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبې هم کوي.

افغان ۱۹ کلنو له نیپال څخه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۱

افغان نولس کلنو ملې لوبډلې د نیپال له نولس کلنې ملي لوبډلې څخه د درې یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ دوه پر یو وګټله. افغان ۱۹ کلنې ملې لوبډلې له کوربه لوبډلې د لوبلړۍ دوه لوبې په لوی توپیر ګټلې وې، خو درېیمه لوبه د شدید باران له امله د ډي اېل اېس قانون له مخې د نیپال په ګټه اعلان شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې افغانستان نولس کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سییالیو په لوبلړۍ کې د دوو بریاوو په ترلاسه کولو سره د یادې لوبلړۍ جام په خپل نوم کړ.

کرېکټ بورډ وايي، چې له دې وروسته د نولس کلنو افغان کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا د نولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې هم ګډون کوي او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به خپله لومړۍ لوبه د عمان د نولس کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان او نیپال د نولس کلنو ملي لوبډلو تر منځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ شپږ ورځې وړاندې په نیپال کې پیل شوې وه.

افغان نولس کلنو ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې د نيپال لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو په توپیر او په دویمه لوبه کې د ۱۶۹ منډو په توپیر ماته ورکړه خو نن د وروستۍ لوبې دویمه پاڼۍ کې د شدید باران له امله بشپړه نه شوه او دغه لوبه د ډي اېل اېس قانون له مخې د ۸۵ منډو په توپیر د نیپال د نولس کلنې لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله له سیالې نیپالي لوبډلې سره دویمه یو ورځینۍ سیالي کوي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۷ GMT+۱

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله به نن یکشنبه د نیپال د ۱۹ کلنو ملي کرېکټ لوبډلې پر وړاندې د روانې لوبلړۍ دویمه سیالي ترسره کړي.

دا سیالي به د افغانستان پر وخت د سهار په ۸:۱۵ دقیقې پیل شي.

تر دې وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د کوربه هېواد نیپال لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړی وو.

د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې زیت الله شاهین، محبوب خان او واحدالله ځدراڼ ۲-۲، عبدالعزیز خان، نظیف الله امیري او نصرت الله نورستاني یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په توپ وهنه کې بیا فیصل خان شینوزاده په زړه پورې توپوهنه وکړه.

نوموړي په ۸۸ توپونو کې د ۴ شپږیزو او ۹ څلوریزو پرمټ ۹۷ منډې جوړې کړې

کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې افغان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د سیالې نیپال لوبډلې پر وړاندې د نننۍسیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري.

همدا ډول افغان ابدالیان لوبډله به هم د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې څلور ورځینۍ لوبې لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړي.

افغان ابدالیان لوبډله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په یوازېنۍ څلور ورځینۍ لوبه کې د ایرلنډ خلاف سیالي ترسره کړي.