• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي د‌ پاکستان سفیر ته: اسلام اباد ته ووایاست، چې د افغان کډوالو ځورول ودروي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمان نظاماني سره په ناسته کې د افغان کډوالو سره د یاد هېواد پر نامناسب چلند خواشیني څرګنده کړې او ترې یې غوښتي، چې دغه ډول کړنې دې ودروي.

د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې متقي د پاکستان له لوري له کډوالو سره کېدونکی چلند د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د‌ پاکستان سفیر ژمنه کړې چې د طالبانو اندېښنه درک کوي او د کډوالو مسله به د خپل هېواد اړونده ارګانونو سره شریکه کړي.

همدا راز ویل شوي، چې په یاده ناسته کې دواړو لوریو پر اقتصادي او سیاسي مسایلو هم خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، چې متقي او نظاماني د متقابلو اغېزمنو اقداماتو او د لوړوپوړو پلاویو په تګ راتګ هم ټینګار کړی دی.

د افغان کډوال په تړاو داسې مهال طالبان او پاکستان سره خبرې کوي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه یاد هېواد د افغانانو د اېستلو دویمه څپه پیل کړې ده.

افغانستان ته یو شمېر ستنېدونکو نیوکې کړې، چې د‌ پاکستاني پولیسو له لوري ځورول شوي او ان شتمنۍ یې هم ترې ضبط شوې ده.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو موندنو په ډاګه کړې، چې د پنجاب په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې افغانان پرته له دې چې خپلې شتمنۍ او کاربارونه راټول کړي؛ په جبري توګه ایستل کېږي.

طالبانو تر دې دمخه هم له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند نیوکه کړې او له دغه هېواده یې غوښتي وو، چې افغان کډوال دې پرېږدي څو په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوال د جبري اېستل کېدو روان بهیر دې ودروي؛ خو داسې ښکاري چې دغه هېواد په خپل پرېکړه ټینګ ولاړ دی.

د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړو هم د افغانانو د اېستل کېدو پر دغه بهیر نیوکې کړ‌ې دي.

له خېبر پښتونخوا ایالت څخه د پارلمان استازي شېرافضل خان مروت د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره دې پر بدیلو لارو فکر وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

سور صلیب او سره میاشت: پاکستان د کډوالو د نیولو او ستنولو لپاره له زور کار اخلي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۱۳ GMT+۱

د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوالو ټولنو ویلي، چې پاکستان د افغان کډوالو په نیولو او شړلو کې له زور کار اخلي او راستنېدونکي کسان د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې د پام وړ ګواښونو سره مخ دي.

د سره صلیب نړۍوالې ټولنې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د بې اسناده کډوالو د نیولو لپاره د پاکستان حکومت په هر ځای کې د لېږد مرکزونه جوړ کړي او پولیس یې پکې ځای پر ځای کړي دي.

دغې ټولنې، روغتیایي خدماتو ته د کډوالو په محدود لاسرسي اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستان حکومت د نارسمي مېشت ځایونه په ویجاړولو پیل کړی چې دغې چارې د بې‌ځایه شویو ټولنو تر منځ وېره او اندېښنه زیاته کړې ده.

د بشرپاله ادارو له‌خوا د ګډ بېړني غبرګون د پلان له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه هره ورځ شاوخوا ۲۰زره کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه کېږي، چې په دې ډله کې ۱۳زره د تورخم له لارې او پاتې ۷زره نور یې د سپین بولدک له لارې ستانه کېږي.

سور صلیب ټینګار کړی، چې د راستنېدونکو کډوالو روغتیا، خوندیتوب او هوساینه او په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان، سپین ږېري او معلولیت لرونکي کسان باید لومړیتوب ولري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې بشري خدمتونه تر فشار لاندې دي؛ ځکه چې ډېری مرستندویه ډلو د بودجې د نشتوالي له امله خپل فعالیتونه ځنډولي دي او دغه ناورین د پراخوالي په حال کې دی.

پاکستان په تېرو دوو اونیو کې له ۳۳‌زرو زیات افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي دي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې تر اوسه ۳۳ زره او ۲۵۸ کسان د تورخم له لارې له دغه هېواده اېستل شوي دي.

راپور زیاتوي، ډېری دغه کډوال په خپله خوښه د پاکستان له ټرانزیټي کمپونو سره اړیکه نیسي او بېرته افغانستان ته ستنېږي.

ورځپاڼه کاږي، چې یوازې د یکشنبې په ورځ ۲۷۵۸ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته تللي دي.

د معلوماتو له مخې، ۷۵۵ تنه افغان کډوال چې د پنجاب ایالت له بېلابېلو سیمو نیول شوي، پرته له دې چې کوم کمپ ته ولېږدول شي، مستقیم تورخم ته وړل شوي او له هغه ځایه افغانستان ته اړول شوي دي.

همداراز په په پېښور کې ۵۹ نور کډوال چې د پاکستاني پولیسو له لوري زنداني شوي وو، هم بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې د هغو افغان کډوالو د اېستلو نوی پړاو پیل کړی، چې قانوني اسناد نه لري او یا د افغان وګړو د تابعیت کارتونه لري.

اټکل کېږي، چې شاوخوا ۸ لکه کسان د دغه کارتونو درلودونکي دي چې دا مهال په پاکستان کې ژوند کوي.

پاکستان وايي، چې افغان کډوالو ته د ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شوی و او نور د پاتې کېدو هېڅ پلمه نه لري.

طالبانو بیا له پاکستانه غوښتي و، چې افغان کډوال دې په زور نه باسي او لږ نور فرصت دې ورکړي؛ خو د اېکسپرېس ټربیون راپور کاږي، چې پاکستان په خپله پرېکړه کې هېڅ نرمي نه کوي او د څلورو ایالتونو اړوند ادارې یې هڅه کوي چې نور پاتې افغانان هم بېرته واستوي.

امرالله صالح: د طالبانو د بهرنیو استخباراتو مرستیال د خپل «ساتل شوي هلک» له لوري وژل شوی

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۱

د‌ مخکیني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه ادعا کړې ده، چې د طالبانو د بهرنیو استخباراتو ریاست مرستیال عبدالرحیم حمزه د خپل «ساتل شوي هلک» له لوري وژل شوی دی.

صالح د (وري ۲۵مه) د دوشنبې په ورځ لیکلي، چې نوموړی د کابل په دشت برچي سیمه کې وژل شوی؛ خو کره نېټه او وخت یې نه دی په ډاګه کړی.

د پرځېدلي جمهوري نظام مرستیال وژل شوي کس ته منسوب انځورونه هم خپاره کړي، چې یو جسد پکې په وینو لړلی ښکاري.

تر دې مخکې په لغمان او هلمند ولایتونو کې هم د «ښایسته هلکانو» د لاسته راوړلو په سر نښتې شوي دي.

تېر کال (د سلواغې ۲۲مه نېټه) د مهترلام ښار اړوند یونس څلورلاري کې ځايي طالبانو دوه ډلګیو یوه ښایسته هلک پر سر پر یو بل ډزې وکړې، چې دوه تنه پکې ټبیان شول.

همدا راز (د سلواغې په ۱۳مه نېټه) د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د هم د یوه هلک پر سر د طالبانو دوو سیمه‌ییزو قوماندانانو ترمنځ خپلمنځي شخړه رامنځته شوې وه، چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی و او پنځه نور ټپیان وو.

د طالبانو په منځ کې د «بچه بازۍ یا ښایسته هلکانو» ناوړه دود په تړاو یو شمېر نړۍوالو رسنیو هم راپورونه خپاره کړي او په دې تړاو یې هېښوونکي مسایل راسپړلي دي.

امرالله صالح تر دې دمخه هم د طالبانو د ډلې د بېلابېلو غړو د وژنې خبرونه خپاره کړي دي.

د دغه ډلې د بیا واکمنېدو سره سم په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د وسله‌والو پر ضد هم هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالب وسله‌والو مرموزې وژنې د داخلي کړکېچ یوه برخه هم یادېږي، چې سیمه‌ییز طالبان پکې یو بل په نښه کوي.

د راپورونو له مخې؛ د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته په مرموزه توګه د پخوانیو امنیتي سرتېرو د وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي او د ناڅرګنده وسله‌والو په نوم دوام لري.

تېره اونۍ د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې یوه ناپېژانده وسله‌وال په رڼا ورځ د پخواني جمهوري نظام د پوځ سرتېری د خپل زوی او مېرمنې په مخ کې په ډزو وواژه.

د پخوانيو نظامیانو د وژنې په قضیو کې ښکېل کسان نه نیول کېږي او نه یې هم د طالبانو له لوري‌‌ پلټنې کېږي.

راپورونو تایید کړې، چې په ځینو مرموزو وژنو کې د طالبانو وسله‌وال او د دې ډلې استخبارت لاسونه لري.

همدا راز د مقاومت او ازادۍ جبهو په نوم طالب ضد وسله‌والې ډلې هم وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو د هدفي بریدونو تر څنګ د چاودنو خبرونه ورکوي.

طالبان: په تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۴‌زره ټنو ډېر صادرات شوي دي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۴۰ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا (۱۲۸۸۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي چې یوازې ۴۵۷۸ ټُنه یې صادراتي توکي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه انتقالات د حیرتان بندر، اقینې بندر، تورغونډۍ بندر او خواف – هرات له لارې شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، چې د اورګاډي له لارې د ټرانسپورټ او صادراتو د حجم په زیاتېدو سره ډېری کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

طالبان په داسې حال کې د کاري فرصتونو د ډېرېدو خبره کوي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د فقر، بې وزلې او بې‌کارۍ کچه مخ په لوړېدو ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز په یوه خپور کړي راپور کې وویل، چې د طالبانو سختو تګلارو او ناسم اقتصادي سیسټم، مېلیونونه کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې راوستې دي او د هغوی ژوند یې سخت بې ثباته کړی دی.

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او نړۍوالې انزوا له امله د سلګونو زرو لوستو کارګرانو کډوالۍ او په افغانستان کې کار کولو ته د بهرنیو پانګه‌والو لېوالتیا د دغه هېواد اقتصاد نور هم کمزوری کړی دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په يو راپور کې ويلي، چې د امريکا د بشرپاله مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.

دغه سازمان خبر ورکړی، چې دوی یوازې شپږ مېلیونه افغانانو ته د خوړو رسولو وس لري او د بودجې د نشتوالي له کبله نشي کولای چې اته مېلیونه نورو افغانانو ته چې د لوږې ګواښ سره مخ دي مرستې ورسوي.

یاد سازمان همدا راز خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال تر اګسټ میاشتې پورې د افغانانو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۵۵ مېلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.

طالبانو له بهرنیو ادارو غوښتي، چې له پاکستانه ستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد په کابل کې د بهرنیو مرستندویه ادارو سره په ګډه ناسته کې غوښتنه کړې، چې له ستنېدونکو افغان کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې وکړي. هغه له ستنېدونکو سره د بهرنیو موسساتو مرستې مهمې بللې دي.

د طالبانو یاد وزیر له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنول غندلي‌ او دا یې «ظالمانه» کار بللی دی.

هغه ټینګار کړی، چې بهرنۍ ادارې باید د ستنېدونکو د اړتیاوو پوره کېدو او ستونزو حل لپاره ځانګړې مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو سازمانونو هم په یاده ناسته کې له ستنېدونکو سره د مرستو په تړاو څرګندونې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مرستیال اندریکا راتوته خبر ورکړی، چې دوی چمتو دي؛ څو له۶۰۰زرو څخه تر یو نیم مېلیونو پورې ستنېدونکو ته خدمتونه او مرستې چمتو کړي.

په ناسته کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، چې له پاکستانه د کډالو په تازه لړۍ کې نږدې ۶۰زره افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتي، چې افغان کډوال په زوره له خپل هېواد ونه باسي او باید په خپله خوښه افغانستان اه راستانه شي.

هغه زیاته کړې، چې د کډوالو د ستنېدو بهیر باید د یوه منظم چوکاټ له مخې ترسره شي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې د اې سي سي کارت لرونکي شاوخوا اته سوه زره ثبت شوي کسان او لسګونه زره نور بې اسناده افغانان له خپل هېواده وباسي.

هره ورځ د ډیورنډ کرښې له بېلابېلو برخو څخه په سلګونه افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ستانه کېږي.

ویل کېږي، چې د طالبانو کمزوری اقتصاد د بېرته ستنېدونکو کسانو د ستونزو او اړتیاوو پوره کولو لپاره ځواب ویونکی نه دی چې له کبله به یې تازه ستانه شوي له جدي بشري ناورین سره مخ شي.

هم‌مهاله یو شمېر بشري سازمانونو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان په دغه ناورین ځپلو حالاتو کې د کډوالو ستنېدل په کور دننه د لوږې او بې روزګارۍ کچه لا پسې ډېرولای شي.