• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حکمتیار ته نږدې سرچینه: د اسلامي حزب د دفترونو د تړلو امر نه دی شوی

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۰۸ GMT+۱

په داسې حال کې چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار په خپله اېکس‌پاڼه کې پر طالبانو د دغه ګوند د دفترونو د تړل‌کېدو ادعا کړې، خو ګلبدین حکمتیار ته یوې نږدې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا موضوع حقیقت نه‌لري.

ګلبدین حکمتیار ته نږدې سرچینې د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) ادعا کړې، چې په اسلامي رژیم کې هېڅوک د داسې کړنو حق‌نه‌لري او په وینا یې، تر اوسه د طالب چارواکو له‌خوا داسې کوم امر نه دی صادر شوی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې تېره ورځ حبیب‌الرحمان حکمتیار د طالبانو د عدلیې وزارت له مکتوب سره لیکلي، چې طالبان د خپلې نسکورېدا لارې په‌خپله برابروي او وضعیت به داسې حد ته ورسېږي، چې همغه ځانمرګي بریدونه به پر دوی کېږي.

حکمتیار پر خپل اېکس د مکتوب له خپرولو سره یوځای لیکلي: «دا خلک همغه کار کوي چې کمونیستانو کاوه، د خلق ډیموکراتیک ګوند چې پر ډیموکراسۍ یې هېڅ باور نه درلود، ویل چې یا له موږ سره یا زموږ دوښمن. ننني طالب مشران هم دا وایي چې حکومت یوازې د طالب حق دی».

تېره ورځ د اسلامي حزب اړوند شهادت ورځپاڼې په یوه بیان کې لیکلي، د محکمې له حکم پرته هېڅوک حق نه‌لري، چې د چا کور او شخصي وسایل مصادره کړي او د طالبانو رژیم ته په اشارې یې ټينګار کړی، چې د یو شخص کور یا دفتر ته ننوتل او د هغه مالکیت ضبطول یوازې د قانوني حکم او د څښتن د رضایت په صورت کې ممکن دی.

د یادونې ده، چې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوي چې په پایله کې یې د دغه ګوند دفتر، ټلوېزیون، پوهنتون او روغتون وتړل شول او حکمتیار اړ شو، څو د لنډ وخت لپاره په وزیر اکبرخان کې د سراج‌الدین حقاني یوه مېلمستون ته کډه ولېږدوي.

ډېر لیدل شوي

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی
۱

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۲

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۳
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۴

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۵

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي