کورنی تاوتریخوالی؛ په ننګرهار کې یوه پلار خپل زوی وواژه

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په «مامدکلا» سیمه کې یوه پلار خپل زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په «مامدکلا» سیمه کې یوه پلار خپل زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په «مامدکلا» سیمه کې یوه پلار خپل زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سېدطیب حماد د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) رسنیو زیاته کړې، قاتل سلطانمحمد نومېږي چې د دغې ډلې د وسلهوالو لهخوا نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
حماد د دې پېښې د لامل له جزییاتو پرته ویلي، چې وژل شوی کس «اللهنظر» نومېده.
اخوا، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بللی دی.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د کورني تاوتریخوالي پېښو لمنه پراخه شوې او تر ډېرې کچې یې لامل اقتصادي ستونزې، فقر او بېکاري بلل کېږي.


د پاکستان پوځ یو پخوانی او متقاعد جنرال انعامالحق په یوې مقاله کې چې د اېکسپرېس ټربیون وېبپاڼې له لارې خپره شوې، د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو ته په اشارې وايي چې د دغې ډلې واکمني له جدي کورنیو ننګونو او سیمهییزو ګواښونو سره مخ ده.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په خپلې مقاله کې زیاته کړې، چې د ملا هبتالله د سخت دریځو مذهبي او قومي نظریاتو پر بنسټ د دغې ډلې رژیم د حقاني شبکې د عملي تمایلاتو پر وړاندې د وېش له ګواښ سره مخ دی.
انعامالحق ټینګار کوي، چې ملا هبتالله اخوندزاده په خپل رژیم کې د راشدینو خلافت دورې ته د بېرته ستنېدو او په کورنیو او بهرنیو چارو کې د خورا سختو فقهي تفسیرونو د پليکېدو غوښتونکی دی.
د اېکسپرېس ټربیون په مقاله کې راغلي، چې د هبتالله دا نظرونه د سراجالدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې له چلند سره خورا توپیر لري، ځکه هغه غواړي له پاکستان، لوېدیځو او عربي هېوادونو سره اړیکې ولري.
د یاد پاکستاني جنرال په مقاله کې د طالبانو مخالفو ډلو ته په اشارې راغلي دي: «په داسې حال کې چې د طالبانو د واک په جوړښت کې وېش ورو ورو څرګندېږي، د افغانستان د ازادۍ جبهې، مقاومت جبهې او داعش-خراسان په څېر د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.»
یاد پخوانی پاکستانی جنرال زیاتوي، چې داعش-خراسان، د نورو مخالفو جبهو برعکس د طالبانو لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي، ځکه چې دا ډله توانېدلې ځيني ناراضه طالبان او تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي وسلهوال خپلو لیکو ته جذب او وژونکي بریدونه ترسره کړي.
همداراز د مقالي لیکوال وايي، چې که څه هم د مقاومت او ازادۍ جبهې کوم نړۍوال ملاتړ نهلري، خو دغو جبهو د پنجشېر او بدخشان په ګډون د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونو کې چریکي بریدونه روان ساتلي دي.
پخواني پاکستاني پوځي چارواکي ټینګار کړی، چې که طالبان د ولس اړتیاوو او نړۍوالو فشارونو ته ځواب ونه وایي، نو د دغې ډلې د مشرتابه جوړښت د تدریجي پرځېدو له ګواښ سره مخ دی.
د پاکستان پوځ پخوانی جنرال انعامالحق د طالبانو د خپلمنځيو اختلافاتو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې دغې ډلې په وار-وار دا ډول موضوعات رد کړي او د خپل رژیم ټولې خواوې د هبتالله د اوامرو تابع بولي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې مېلیونونه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له ټولو حقونو محرومې دي، په پېښور کې د دغې ډلې قونسل حافظ محبالله شاکر وايي، چې په دې برخه کې ستونزه تر ډېرې کچې حل شوې ده.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته د قرآنکریم یوه ایت په ویلو سره زیاته کړې، چې اسلام او مسلمانان زدهکړو ته لومړيتوب ورکوي.
هغه همداراز په پېښور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان قونسولګرۍ کې ښځینهوو کارکوونکو ته په اشارې ویلي، چې په دغه قونسولګرۍ کې د نارینهوو ترڅنګ ښځینه هم کار کوي او په وینا یې، د ښځو لپاره خدمات وړاندې کوي.
په پېښور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سیاسي استازولۍ قونسل دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښولې وه، چې په روان ښوونیز کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ څخه محرومې شوې دي.
د نوموړي بنسټ اجراییه مشرې کاټرین راسل اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله له زدهکړو د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ مېلیونو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په کندوز کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست په دغه ولایت کې د یوه رسمي حکم په صادرولو سره ټولو دولتي ادارو او رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر د دغې پرېکړې له اعلان سره سم، کندوز د هېواد څوارلسم ولایت دی چې پهکې رسماً د دغه قانون د پليکېدو سپارښتنه کېږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په بیان کې راغلي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست په کندوز کې د دغې ډلې د والي دفتر ته په لېږل شوي مکتوب کې له ټولو دولتي ادارو غوښتي، چې د غونډو، پروګرامونو او نورو فعالیتونو پرمهال دانځورونو له اخیستلو څخه ډډه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه بندیز د پراختیا په اړه جدي اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د دا ډول محدودیتونو دوام کولای شي د معلوماتو خپرېدو، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د ولس د لاسرسي بهیر په جدي توګه محدوده کړي.
همداراز نوموړي مرکز ټینګار کړی، چې له تصویري پوښښ څخه د رسنیو محرومېدل د هېواد د رسنیو له قانونه ښکاره سرعړونه ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د موندنو له مخې، د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د دغه قانون له پلي کېدو راهیسې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرېدو بندیز، په رسمي ډول د هېواد په لږترلږه ۱۴ ولایتونو کې پلي شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د وري په ۸مه هم ویلي و، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو بندیز غځول شوی او تر اوسه پورې دغه بندیز د افغانستان په تر ۱۰ ډېرو ولایتونو کې پر رسنیو پلي شوی دی.
د یادونې ده، چې دغه بنسټ په وروستي ځل خبر ورکړی و چې په جوزجان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست د رسنیو مسوولانو ته امر کړی، څو د ژوندیو موجوداتو د انځور او فلم له خپرېدو څخه ډډه وکړي.

د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) د تورخم له لارې ۱۲۷۵ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته استولي دي. راپورونه وايي، چې یاد شمېر کسان د ۲۴۳ کورنیو غړي دي.
په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې په دغو اېستل شویو کسانو کې ۵۲۶تنه (ACC) کارت درلودونکي او ۷۴۹تنه بې اسناده افغان کډوال شامل دي.
په دې شمېر کې ۲۲۶ مېرمنې او ۸۰۶ ماشومان هم شامل دي.
خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې یاد کډوال په پښتونخوا، لنډي کوټل کې له حمزه بابا کمپ څخه خپل هېواد ته بېرته لېږدول شوي.
د معلوماتو له مخې، د کډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې تر دې مهاله نېږدې ۴۰ زره افغانان چې شاوخوا ۲۰ زره او ۵۲۶ یې د (ACC) کارت لرونکي او له ۱۷ زره او ۷۴۹ څخه زیات بې اسناده کډوال دي، افغانستان ته د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړي دي.
د پاکستان حکومت په خپرو کړو شمېرو کې د ۲۰۲۳کال راپدېخوا ۵۶۱۹۳۴ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي.
بلخوا، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې د افغان کډوالو جبري اېستل یو ډول احساساتي پرېکړه ده.
هغه زیاته کړې، له افغانستان نه د پاکستان د نارضایتۍ لامل بل څه دی، خو زور یې له افغان کډوالو اېستل کېږي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، چې له ۴۰ کلنې مېلمه پالنې وروسته د هغوی وهل او ډبول او د څارویو په څېر په موټرو کې اچول د مېلمه پالنې د اصولو او بشري حقونو خلاف دي.
هغه زیاته کړه، « «کډوال یو اړخیزه مساله نه ده، دا د افغانستان او پاکستان ګډه مساله ده، موږ په خوښي منلي وو، د پښتنو په ټولنه کې مېلمه پالنه د پښتنو د دودونو یوه روښانه برخه ده، اوس یې چې له ۴۰ کلونو وروسته شړې، نو دا د مېلمه پالنې خلاف دي».
هغه په دې برخه کې د ګډ میکانیزم جوړ ولو وړاندیز وکړ.
فضل رحمان وویل، « هغه افغانان چې دلته له ۳۵ کلونو راهیسې سوداګري کوي، که دا کاروبار له بانکونو واېستل شي، پاکستان به له اقتصادي زیان سره مخ شي».
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام په ډېرې چټکۍ روان دی او هره ورځ سلګونه او رزګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورو لارو څخه بېرته افغانستان ته ستنوي.

تمه ده چې د روسیې ستره محکمه سبا د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړي، چې له مخې به یې د طالبانو پر فعالیت لګول شوی بندیز لرې شي یا به پرېښودل شي. دا بندیز په ۲۰۰۳ کال کې لګول شوی و، چې روسیې طالبان د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړل.
ټاکل شوې دا قضیه سبا د مسکو په وخت دوه بجې د محکمې په تړلې ناسته کې وڅېړل شي.
یاده پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنو له خوا د استیناف غوښتنې په پایله کې کېږي.
دا استیناف د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی.
د روسیې د سترې محکمې چارواکو ویلي، چې دا قضیه د روسیې د فدرالي قانون له مخې پر مخ وړل کېږي او هدف یې دا دی چې که کومې ترهګرې ډلې خپل هغه فعالیتونه درولي وي، چې د ترهګرۍ تبلیغ، توجیه یا ملاتړ پکې وي، نو پر هغې لګیدلی بندیز به د محکمې په پرېکړه د لنډ وخت لپاره وځنډول شي.
د تېر کال په دسمبر کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې طالبان له هغه فدرالي لیست څخه ایستل کېدای شي، چې ترهګرې ډلې پکې ثبت دي.
که چیرې محکمه د طالبانو پر فعالیت بندیز لرې کړي، نو دا پریکړه به له قانوني اړخه دې ته لاره هواره کړي چې طالبان له تور نوملړه وایستل شي.
مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واک ته رسیدلي، له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې دي.
طالبان دا مهال په روسیه کې له قانوني پلوه یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي او دا چاره له دوی سره د مسکو رسمي تعامل محدودوي.