• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې د طالبانو قونسل: د نجونو د زده‌کړو په برخه کې ستونزه تر ډېرې کچې حل شوې

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې مېلیونونه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو له ټولو حقونو محرومې دي، په پېښور کې د دغې ډلې قونسل حافظ محب‌الله شاکر وايي، چې په دې برخه کې ستونزه تر ډېرې کچې حل شوې ده.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته د قرآنکریم یوه ایت په ویلو سره زیاته کړې، چې اسلام او مسلمانان زده‌کړو ته لومړيتوب ورکوي.

هغه همداراز په پېښور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان قونسولګرۍ کې ښځینه‌وو کارکوونکو ته په اشارې ویلي، چې په دغه قونسولګرۍ کې د نارینه‌وو ترڅنګ ښځینه هم کار کوي او په وینا یې، د ښځو لپاره خدمات وړاندې کوي.

په پېښور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سیاسي استازولۍ قونسل دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښولې وه، چې په روان ښوونیز کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ څخه محرومې شوې دي.

د نوموړي بنسټ اجراییه مشرې کاټرین راسل اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله له زده‌کړو د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ مېلیونو ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندوز کې د ژوندیو موجوداتو د انځور پر خپرېدو بندیز ولګاوه

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په کندوز کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست په دغه ولایت کې د یوه رسمي حکم په صادرولو سره ټولو دولتي ادارو او رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د دغې پرېکړې له اعلان سره سم، کندوز د هېواد څوارلسم ولایت دی چې په‌کې رسماً د دغه قانون د پلي‌کېدو سپارښتنه کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په بیان کې راغلي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست په کندوز کې د دغې ډلې د والي دفتر ته په لېږل شوي مکتوب کې له ټولو دولتي ادارو غوښتي، چې د غونډو، پروګرامونو او نورو فعالیتونو پرمهال دانځورونو له اخیستلو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه بندیز د پراختیا په اړه جدي اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د دا ډول محدودیتونو دوام کولای شي د معلوماتو خپرېدو، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د ولس د لاس‌رسي بهیر په جدي توګه محدوده کړي.

همداراز نوموړي مرکز ټینګار کړی، چې له تصویري پوښښ څخه د رسنیو محرومېدل د هېواد د رسنیو له قانونه ښکاره سرعړونه ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د موندنو له مخې، د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د دغه قانون له پلي کېدو راهیسې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرېدو بندیز، په رسمي ډول د هېواد په لږترلږه ۱۴ ولایتونو کې پلي شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د وري په ۸مه هم ویلي و، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو بندیز غځول شوی او تر اوسه پورې دغه بندیز د افغانستان په تر ۱۰ ډېرو ولایتونو کې پر رسنیو پلي شوی دی.

د یادونې ده، چې دغه بنسټ په وروستي ځل خبر ورکړی و چې په جوزجان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د رسنیو مسوولانو ته امر کړی، څو د ژوندیو موجوداتو د انځور او فلم له خپرېدو څخه ډډه وکړي.

پاکستان نن د تورخم له لارې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۷۵ کډوال په جبري توګه اېستلي دي

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) د تورخم له لارې ۱۲۷۵ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته استولي دي. راپورونه وايي، چې یاد شمېر کسان د ۲۴۳ کورنیو غړي دي.

په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې په دغو اېستل شویو کسانو کې ۵۲۶تنه (ACC) کارت درلودونکي او ۷۴۹تنه بې اسناده افغان کډوال شامل دي.

په دې شمېر کې ۲۲۶ مېرمنې او ۸۰۶ ماشومان هم شامل دي.

خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې یاد کډوال په پښتونخوا، لنډي کوټل کې له حمزه بابا کمپ څخه خپل هېواد ته بېرته لېږدول شوي.

د معلوماتو له مخې، د کډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې تر دې مهاله نېږدې ۴۰ زره افغانان چې شاوخوا ۲۰ زره او ۵۲۶ یې د (ACC) کارت لرونکي او له ۱۷ زره او ۷۴۹ څخه زیات بې اسناده کډوال دي، افغانستان ته د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړي دي.

د پاکستان حکومت په خپرو کړو شمېرو کې د ۲۰۲۳کال راپدېخوا ۵۶۱۹۳۴ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي.

بلخوا، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې د افغان کډوالو جبري اېستل یو ډول احساساتي پرېکړه ده.

هغه زیاته کړې، له افغانستان نه د پاکستان د نارضایتۍ لامل بل څه دی، خو زور یې له افغان کډوالو اېستل کېږي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، چې له ۴۰ کلنې مېلمه پالنې وروسته د هغوی وهل او ډبول او د څارویو په څېر په موټرو کې اچول د مېلمه پالنې د اصولو او بشري حقونو خلاف دي.

هغه زیاته کړه، « «کډوال یو اړخیزه مساله نه ده، دا د افغانستان او پاکستان ګډه مساله ده، موږ په خوښي منلي وو، د پښتنو په ټولنه کې مېلمه پالنه د پښتنو د دودونو یوه روښانه برخه ده، اوس یې چې له ۴۰ کلونو وروسته شړې، نو دا د مېلمه پالنې خلاف دي».

هغه په دې برخه کې د ګډ میکانیزم جوړ ولو وړاندیز وکړ.

فضل رحمان وویل، « هغه افغانان چې دلته له ۳۵ کلونو راهیسې سوداګري کوي، که دا کاروبار له بانکونو واېستل شي، پاکستان به له اقتصادي زیان سره مخ شي».

د یادولو وړ ده، چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام په‌ ډېرې چټکۍ روان دی او هره ورځ سلګونه او رزګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورو لارو څخه بېرته افغانستان ته ستنوي.

د روسیې ستره محکمه سبا له تور نوملړه د طالبانو پر اېستلو ناسته کوي

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۱

تمه ده چې د روسیې ستره محکمه سبا د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړي، چې له مخې به یې د طالبانو پر فعالیت لګول شوی بندیز لرې شي یا به پرېښودل شي. دا بندیز په ۲۰۰۳ کال کې لګول شوی و، چې روسیې طالبان د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړل.

ټاکل شوې دا قضیه سبا د مسکو په وخت دوه بجې د محکمې په تړلې ناسته کې وڅېړل شي.

یاده پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنو له خوا د استیناف غوښتنې په پایله کې کېږي.

دا استیناف د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی.

د روسیې د سترې محکمې چارواکو ویلي، چې دا قضیه د روسیې د فدرالي قانون له مخې پر مخ وړل کېږي او هدف یې دا دی چې که کومې ترهګرې ډلې خپل هغه فعالیتونه درولي وي، چې د ترهګرۍ تبلیغ، توجیه یا ملاتړ پکې وي، نو پر هغې لګیدلی بندیز به د محکمې په پرېکړه د لنډ وخت لپاره وځنډول شي.

د تېر کال په دسمبر کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې طالبان له هغه فدرالي لیست څخه ایستل کېدای شي، چې ترهګرې ډلې پکې ثبت دي.

که چیرې محکمه د طالبانو پر فعالیت بندیز لرې کړي، نو دا پریکړه به له قانوني اړخه دې ته لاره هواره کړي چې طالبان له تور نوملړه وایستل شي.

مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واک ته رسیدلي، له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې دي.

طالبان دا مهال په روسیه کې له قانوني پلوه یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي او دا چاره له دوی سره د مسکو رسمي تعامل محدودوي.

د طالبانو او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې پر «باور رامنځته کولو» ټینګار کړی

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ پاکستاني پلاوي سره د همغږۍ ګډې کمیټې په ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړېکو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې اوومه غونډه نن په کابل کې ترسره شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو له لارې د باور په فضا کې د خپلو مسایلو حل او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو څخه په ډډه کولو ټینګار کړی، چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.

متقي په دېناسته کې د پاکستان له خوا په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پلاوي مشر محمد صادق له قوله لیکلي، چې نوموړي د همغږۍ ګډي کمیټې په ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راپورته شوې ستونزې د حل په اړه په غور کولو ټینګار کړی.

خو په خبرپاڼه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزو ته کومه اشاره نه ده شوې.

صادق د یادې ناستې پر مهال په نږدې وخت کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سفر خبر هم ورکړی دی.

طالبان وايي د پنجشیر ۵۰۰ ځوانان یې د پولیسو په لیکو کې جذب کړي

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۱

په پنجشیر کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې له دغه ولایت څخه یې ۵۰۰ ځوانان د پولیسو په لیکو کې ثبت کړي او د مسلکي زده کړو لپاره یې پروان ولایت ته استولي دي.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعد وايي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې د پنجشیر ولایت له مرکز او اوو ولسوالیو څخه ۵۰۰ ځوانان د پولیسو په لیکو کې جذب کړي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په موخه یې پروان ولایت ته استولي دي.

طالبانو د یادې ډلې د پولیسو په چوکاټ کې د پنجشیر د ځوانانو استخدام د امنیت، ثبات او سوکالۍ په برخه کې تحول بللی.

طالبانو دا نه دې ویلي، چې د پنجشېر دغو ځوانانو تردې وړاندې له طالبانو سره کوم تړاو درلود او که نه، خو یاده ډله تر ډیره د کورنیو او دفاع وزاراتونو په تشکیلاتو کې له طالب فکره او یا هم خپلو پخوانیو جنګیالیو پرته عام کسان نه مني.

دمګړی په پنجشیر ولایت کې ډېری د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، خوست او پکتیا ولایتونو طالبان ځای پر ځای دي.