طالبان وايي د پنجشیر ۵۰۰ ځوانان یې د پولیسو په لیکو کې جذب کړي

په پنجشیر کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې له دغه ولایت څخه یې ۵۰۰ ځوانان د پولیسو په لیکو کې ثبت کړي او د مسلکي زده کړو لپاره یې پروان ولایت ته استولي دي.

په پنجشیر کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې له دغه ولایت څخه یې ۵۰۰ ځوانان د پولیسو په لیکو کې ثبت کړي او د مسلکي زده کړو لپاره یې پروان ولایت ته استولي دي.
په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعد وايي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې د پنجشیر ولایت له مرکز او اوو ولسوالیو څخه ۵۰۰ ځوانان د پولیسو په لیکو کې جذب کړي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په موخه یې پروان ولایت ته استولي دي.
طالبانو د یادې ډلې د پولیسو په چوکاټ کې د پنجشیر د ځوانانو استخدام د امنیت، ثبات او سوکالۍ په برخه کې تحول بللی.
طالبانو دا نه دې ویلي، چې د پنجشېر دغو ځوانانو تردې وړاندې له طالبانو سره کوم تړاو درلود او که نه، خو یاده ډله تر ډیره د کورنیو او دفاع وزاراتونو په تشکیلاتو کې له طالب فکره او یا هم خپلو پخوانیو جنګیالیو پرته عام کسان نه مني.
دمګړی په پنجشیر ولایت کې ډېری د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، خوست او پکتیا ولایتونو طالبان ځای پر ځای دي.


په یوه نادر اعتراف کې، د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل نوي کتاب «۱۵دقیقې» کې د خپل پخواني «جهادي» ژوند یادونه کړې او هغه سختدریځي چلندونه یې بیان کړي، چې طالبانو د جګړې پر مهال له ولسي وګړو سره کړي دي.
ځدراڼ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ یوه خاطره کې وايي، چې دوی د یوه سراچه موټر تالاشي کوله او د پخواني جمهوري نظام تور، سور او زرغون ملي بیرغ یې پکې ولید. نوموړی لیکي: « هلته ما ته دا یوازې د دښمن بیرغ ښکارېده. د دې لپاره چې ځان تورزن ثابت کړم، تر ټولو ور وړاندې شوم او را پرې مې کړ، د موټر ډریور مې را کښته کړ او همدا د رخت له ټوټې جوړ بیرغ مې پرې وخوړ، موټروان د اوبو اجازه غوښته، خو ما د اوبو د څښلو اجازه نه ورکوله».
ځدراڼ زیاتوي، چې موټروان بیرغ په سختۍ تېر کړ او بیا یې د تګ امر ورته وکړ.
نوموړی د کیسې په دود وايي، چې وخت نا وخت به د سړک پر سر تالاشۍ ته هم درېدل او عام موټر به یې تالاشي کول.
هغه زیاته کړې: « نوی چې به چا ته ټوپک په لاس ورغلی و، په هغه کې به توندي او سختدريځي زیاته وه، د مشرانو خبرې یې چندانې په نظامي ډګر کې غوږ ته نه لوېدې. ښايي علت یې دا و چې خپل زړورتوب ثابت کړي».

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو غړی د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سره د جګړې پر مهال له خپلې سختدریځۍ پرده پورته کوي او په جګړه کې پر ملکي وګړو د شوې سختۍ کیسه کوي.
نوموړي په دغه کتاب کې په پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ، د یو کس د ترور کولو او دغه راز د امریکايي زنداني او نورو طالب قوماندانانو په اړه هم خپلې خاطرې لیکلې دي.
د خالد ځدراڼ یادې کیسې ته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کاروونکو غبرګونونه ښودلي او دا چاره یې وحشیانه بللې ده.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چې له افغانستان نه د پاکستان د نارضایتۍ لامل بل څه دی، خو زور یې له افغان کډوالو اېستل کیږي. فضل الرحمن وايي، چې د افغان کډوالو جبري اېستل یوډول احساساتي پرېکړه ده.
مولانا فضل الرحمن د سې شنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان سختې پالیسۍ ته اشاره وکړه او د هغوی د جبري بیرته ستنولو پالیسي یې احساساتي او بې ګټې وبلله.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، چې له ۴۰ کلنې مېلمه پالنې وروسته د هغوی وهل او ډبول او د څارویو په څېر په موټرو کې اچول د مېلمه پالنې د اصولو او بشري حقونو خلاف دي. هغه زیاته کړه، « «کډوال یو اړخیزه مساله نه ده، دا د افغانستان او پاکستان ګډه مساله ده، موږ په خوښي منلي وو، د پښتنو په ټولنه کې مېلمه پالنه د پښتنو د دودونو یوه روښانه برخه ده، اوس یې چې له ۴۰ کلونو وروسته شړې، نو دا د مېلمه پالنې خلاف دي».
هغه په دې برخه کې د ګډه میکانیزم جوړ ولو وړاندیز وکړ.
فضل رحمان وویل، « هغه افغانان چې دلته له ۳۵ کلونو راهیسې سوداګري کوي، که دا کاروبار له بانکونو واېستل شي، پاکستان به له اقتصادي زیان سره مخ شي».
فضل الرحمان چې د پاکستان مذهبي او سیاسي مشر دی، دغه راز وویل چې د هغه ګوند به د ایالتونو د واکونو په تړاو هیڅ ډول جوړجاړی ونه مني.
هغه پر مرکزي حکومت تور ولګاوه چې د ایالتونو د کاني سرچینو په کنټرول کې دخالت کوي او دا نه یوازې د مرکز د استفادې لپاره بلکې د نړیوالو قدرتونو د ګټو لپاره دی.
مولانا فضل الرحمان د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل چې سیاسي فعالان او مذهبي عالمان د زیاتېدونکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه، « ډېرې سیمې داسې دي چې حکومت پکې واک نه لري».

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ناروې له سفير پير البرت الساس سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا غوښتنه او په افعانستان کې د تلپاتې ټیکاو لپاره پر ملي تفاهم ټینګار کړی.
حامد کرزي د چارشنبې په ورځ د خپلې اېکسپاڼې له لارې ویلي، چې په کتنه کې يې د افغانستان او ناروې هېوادونو د اړیکو د پياوړتيا او پراخولو غوښتنې کړې دي.
حامدکرزي د هېواد د پرمختګ لپاره د نجونو زده کړې او د سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم مهم بللی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تېر کال د ليندۍ په مياشت کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې افغان کډوالو سره ۳.۸ مېلیون ډالره مرسته کوي.
دغه وزارت له پاکستان او ایران نه د اېستل شویو افغانانو سره د مرستې په برخه کې د ۲.۹ مېلیونه ډالرو نورې مرستې خبر هم ورکړی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان له خلکو سره د لا زیاتو بشري مرستو په رسولو کې ژمنه شوې او پکې راغلي چې ناروې تل د افغانانو د لاسنیوي لپاره چمتو ده.

په ارزګان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره له عامو خلکو غوښتي، چې ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو پر مهال د نندارې لپاره ورشي.
د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چار شنبې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې سبا په د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۱۵ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې سزا ورکوي.
یاد ریاست په دې خبرتیا کې له عامو خلکو غوښتنه کړې، چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو د نندارې لپاره په ترینکوټ ښار کې ورزشي لوبغالي ته ورشي.
طالبانو له عامو خلکو غوښتنه کړې، چې د ورتګ پرمهال دې د هر ډول تلیفون او کامرې له وروړلو ډډه وکړي.
له ترینکوټ ښار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ښار په یو شمېر جوماتونو کې او هلته د سیمه ییزو راډیوګانو له لارې هم ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو په تړاو نندارې ته د عامو خلکو د وربللو اعلانونه کړي دي.
سره له دې چې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدنې سزاګانو ورکولو اقدام د نړیوالو بشري بنسټونو له لوري سخت غندل کیږي، خو دغه ډله وايي، پر مجرمانو "شریعت" پلی کوي او د پند اخیستلو لپاره عام خلک هم وربولي.
طالبانو تېره اونۍ په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
د طالبانو دغې کړنې ته د فرانسې، یوناما او اروپايي اتحادیې په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ ګڼو بنسټونو سخت غبرګون وښود.

په اسلام اباد کې افغان خبريالان وایي، چې فرشته سدید د حاجي کمپ په نوم له میشتغالي څخه له دوو ورځو بند وروسته نن خوشې او خپل استوګنځي ته ستنه شوه. هغه د دوشنبې په ورځ پاکستاني پوليسو په اسلام اباد کې له خپل کوره نيولې او د جبري ستنولو په موخه يې دغه کمپ ته لېږدولې وه.
په پاکستان کې مېشت افغان خبريالان وايي، چې د خبريالانو د ملاتړو ادارو په همکارۍ يې فرشته سدید د حاجي کمپ په نوم له میشتغالي څخه نن د پاکستان پر ځايي وخت څه باندې درې بجې ازاده او خپل کور ته ستنه کړې.
د نوموړې کورنۍ پرون ويلي و، چې هغه به د ډېپورټ کېدو په صورت کې طالبان ونیسي.
په پاکستان کې افغان خبريالان زياتوي، چې له ډېرو هڅو وروسته وتوانيدل چې فرشته له دې ځایه ازاده او افغانستان ته له ستنېدو را وګرځوي.
یوه افغان خبریال، چې په دې برخه کې فعال و، وویل: «نن د پاکستان پر وخت څه باندې درې بجې مو فرشته سدید خوشې کړه، امنیتي ادارو ته مو فرانسې ته د هغې د پرواز ټکټونه اونور اسناد ور وښودل.»
فرشته سدید په کاپيسا ولایت کې د راډيو بهار خبریاله وه او دمګرۍ د اسلام اباد په بي-۱۷ ښارګوټي کې اوسېده.
د نوموړې د کورنۍ یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، چې فرشته سدید د ویزې په برخه کې یو کال جریمه شوې وه، خو د فرانسې سفارت اسناد یې لرل چې د نیول کېدو په وخت کې یې پولیسو ته ښکاره کړي وو.
په پاکستان کې له تېرو دریو میاشتو راپه دې خوا د پولیسو له لوري کور په کور د افغان کډوالو تالاشۍ روانې دي، زیات شمېر افغانان نیول شوي او جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي او زیات شمېر لا هم د دوی لهخوا د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ساتل کېږي.