طالبانو په ارزګان کې ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو لپاره عام خلک وربللي

په ارزګان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره له عامو خلکو غوښتي، چې ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو پر مهال د نندارې لپاره ورشي.

په ارزګان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره له عامو خلکو غوښتي، چې ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو پر مهال د نندارې لپاره ورشي.
د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چار شنبې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې سبا په د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۱۵ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې سزا ورکوي.
یاد ریاست په دې خبرتیا کې له عامو خلکو غوښتنه کړې، چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو د نندارې لپاره په ترینکوټ ښار کې ورزشي لوبغالي ته ورشي.
طالبانو له عامو خلکو غوښتنه کړې، چې د ورتګ پرمهال دې د هر ډول تلیفون او کامرې له وروړلو ډډه وکړي.
له ترینکوټ ښار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ښار په یو شمېر جوماتونو کې او هلته د سیمه ییزو راډیوګانو له لارې هم ۱۵ کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو په تړاو نندارې ته د عامو خلکو د وربللو اعلانونه کړي دي.
سره له دې چې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدنې سزاګانو ورکولو اقدام د نړیوالو بشري بنسټونو له لوري سخت غندل کیږي، خو دغه ډله وايي، پر مجرمانو "شریعت" پلی کوي او د پند اخیستلو لپاره عام خلک هم وربولي.
طالبانو تېره اونۍ په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
د طالبانو دغې کړنې ته د فرانسې، یوناما او اروپايي اتحادیې په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ ګڼو بنسټونو سخت غبرګون وښود.


په اسلام اباد کې افغان خبريالان وایي، چې فرشته سدید د حاجي کمپ په نوم له میشتغالي څخه له دوو ورځو بند وروسته نن خوشې او خپل استوګنځي ته ستنه شوه. هغه د دوشنبې په ورځ پاکستاني پوليسو په اسلام اباد کې له خپل کوره نيولې او د جبري ستنولو په موخه يې دغه کمپ ته لېږدولې وه.
په پاکستان کې مېشت افغان خبريالان وايي، چې د خبريالانو د ملاتړو ادارو په همکارۍ يې فرشته سدید د حاجي کمپ په نوم له میشتغالي څخه نن د پاکستان پر ځايي وخت څه باندې درې بجې ازاده او خپل کور ته ستنه کړې.
د نوموړې کورنۍ پرون ويلي و، چې هغه به د ډېپورټ کېدو په صورت کې طالبان ونیسي.
په پاکستان کې افغان خبريالان زياتوي، چې له ډېرو هڅو وروسته وتوانيدل چې فرشته له دې ځایه ازاده او افغانستان ته له ستنېدو را وګرځوي.
یوه افغان خبریال، چې په دې برخه کې فعال و، وویل: «نن د پاکستان پر وخت څه باندې درې بجې مو فرشته سدید خوشې کړه، امنیتي ادارو ته مو فرانسې ته د هغې د پرواز ټکټونه اونور اسناد ور وښودل.»
فرشته سدید په کاپيسا ولایت کې د راډيو بهار خبریاله وه او دمګرۍ د اسلام اباد په بي-۱۷ ښارګوټي کې اوسېده.
د نوموړې د کورنۍ یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، چې فرشته سدید د ویزې په برخه کې یو کال جریمه شوې وه، خو د فرانسې سفارت اسناد یې لرل چې د نیول کېدو په وخت کې یې پولیسو ته ښکاره کړي وو.
په پاکستان کې له تېرو دریو میاشتو راپه دې خوا د پولیسو له لوري کور په کور د افغان کډوالو تالاشۍ روانې دي، زیات شمېر افغانان نیول شوي او جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي او زیات شمېر لا هم د دوی لهخوا د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ساتل کېږي.

په تبعید کې د افغانستان د ښځینه وو کرېکټ ملي لوبغاړې د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) له لوري د مالي ملاتړ ژمنې هرکلی کوي او وايي، مالي ملاتړ به د افغانستان د ښځینه وو کرېکټ لوبدلې لپاره هیله بښونکی وي.
د افغان ښځینه کرېکټ یوې لوبغاړې رویټرز ته ویلي، چې دغه ملاتړ د لوبډلې د پېژندنې او نړیوالو سیالیو ته د بېرته راستنېدو هیله ورکړې ده.
د کرېکټ نړیوالې شورا یوه ویاند د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ICC به د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې لپاره یوه ځانګړې مالي بودجه برابره کړي.
که څه هم د کرېکټ نړیوالې شورا د یادې مالي مرستې د دقیق مقدار یا مهال وېش د نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو ښځینه افغان کرېکټ لوبغاړې هیلهمنې دي چې دا ژمنه به د ښځینه کرکټ لپاره یو مهم بدلون وي.
د افغانستان د کرېکټ لوبغاړې ناهیده څپاند چې د اسټرالیا په ملبورن ښار کې اوسیږي، رویټرز سره په خبرو کې وویل: «دې خبر د راتلونکي زموږ باور ډېر کړی».
هغې زیاته کړه:«موږ یوې او بلې ته پیغامونه سره واستول، یو بل ته مو زنګونه ووهل. ځینو نجونو خو وژړل، ځکه موږ واقعاً ډېر سخت زحمت ایستلی و.»
څپاند د هغو ۲۵ ښځینه لوبغاړو له ډلې یوه وه چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا ورسره قراردادونه لاسلیک شوي وو. دوی هیله لرله چې د نارینهوو لوبډلې په څېر به یوه ورځ نړیوالو لوبو ته لاره ومومي.
اوس زیاتره دا لوبغاړې اسټرالیا ته تللې دي او ځینې نورو هېوادونو لکه بریتانیا او کاناډا ته هم کډه شوې دي.
د ناهیده څپاند په مشرۍ، د اسټرالیا مېشتو افغان ښځینه لوبغاړو یوه لوبه د جنورۍ په میاشت کې وکړه. دا لوبه د بې پولې کریکټ په نوم یوه خیریه موسسي تنظیم کړې وه چې د ښځینه کرکټ ملاتړ کوي.
که څه هم دې سیالي نړیوال اعتبار نه درلود، خو د اسټرالیا کرېکټ بورډ له خوا اسانتیا ورته برابره شوې وه او ځايي حکومتي چارواکو هم ملاتړ ترې کړی و.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز ولګول شو.

په کندهار کې درملو سوداګر وایي، چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې یې د ثبت او د موادو د کیفيت معلومولو په نوم په ورځو ورځو موټر په ګمرک کې لمر ته درولي. دغه سوداګر زياتوي، چې لمر ته په ولاړو موټرو کې درمل خپل کیفيت له لاسه ورکوي او دوی ته په زياته کچه مالي زيان رسيږي.
په کندهار کې د درملو څو سوداګرو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويل، چې د کندهار په ګمرک کې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې په زيات شمېر د درملو موټر د ثبت په نوم لمر ته درولي.
دغه سوداګر زیاتوي، چې دوی په لویې پانګونې سره دغه درمل له هندوستان څخه راوړي او اوس د طالبانو د بې غورۍ له کبله له سخت مالي زيان سره مخ دي.
سوداګر وایي، په کابل کې د درملو د موټرو د ثبت پروسه بنده ده، خو په کندهار کې طالبانو د پيسو د ترلاسه کولو لپاره نه ده بنده کړې.
سوداګرو په یوه ګډه اعلاميه کې ویلي: « دا تيره يوه مياشت د خوړو او درملو ملي ادارې د کندهار په ګمرک کې بې شمېره د درملو کانټينران درولي دي چې د هندوستان هيواد څخه راغلي دي، وايي ثبت او راجستر نه دي، بعضې کانټينران لمر ته ولاړ دي، دا د خلکو او سوداګرو سره ظلم دی، دا د تجار لپاره د سرمایې زيان دی.»
په کندهار کې دغه سوداګر نیوکه کوي، چې له کابل څخه د طالبانو د پلاوي په راتګ د خلکو سوداګريز توکي په ګمرکونو کې لمر ته ولاړ او بند وي.
طالبان د درملو د دغو بندو موټرو په اړه وضاحت نه ورکوي.
سوداګر زیاتوي چې که په ګمرکونو کې سړې خونې، د کیفیت معلومولو لپاره لابراتوار، د مالیاتو کمول او معلومي ادارې جوړې نه شي ډېر ژر به دغه سیمه د درملو له کمښت سره مخ او سوداګر به له پانګونې لاس واخلي.

د امریکا د پوځ یوه پخوانۍ افسره چې څلور ځله یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، د هغو افغان متحدینو په اړه ژوره اندېښنه لري، چې د موقتي خوندي حالت (TPS) د پای ته رسېدو له امله له امریکا څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا اې بې سې نیوز د دغه هېواد له یوې پخوانۍ پوځې افسرې ربیکااېډمنسن سره مرکه کړي.
نوموړې په دې مرکه کې د امریکا پر حکومت په توندو نیوکو کولو سربیره ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د پخوانیو متحدینو لیږدول به هغوی او د کورنۍ غړي یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.
اېډمنسن وايي:« هغه ښځې چې ما او زما همکارانو روزلې وې، بله لاره نه لرله پرته له دې چې له افغانستان څخه وتښتي، ځکه دوی د امریکا له پوځ سره تړاو درلود».
د راپورونو له مخې، تر یوې میاشتې به د افغان کډوالو لپاره د امریکا له خوا ورکړل شوی موقتي خوندي حالت (TPS) پای ته ورسیږي او هغه افغان کډوال چې د کډوالۍ بله لاره نه لري، ښايي له امریکا څخه وایستل شي.
اېډمنسن د نسسکټ میشن په نوم له یوې خیریه ادارې سره کار کوي او موخه یې د هغو افغان ښځینه سرتیرو مرسته ده، چې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدلې وې او اوس د دوی د کار او تابعیت زمینه برابروي.
نوموړې وايي:« ما او همکارانو مې ګډ کار وکړ، څو دوی مو امریکا ته را و ایستل. هغه مهال ۴۰ کسان وو، خو دا شمېر اوس زیات شوی او تر ننه پورې یوازې شپږو ته دایمي (Green Card) ورکړل شوی دی.»
اندیښنې دادې چې د ټي پي اېس په پای ته رسیدو سره به هغه کسان چې په امریکا کې د پاتې کېدو بله قانونی لاره نه لري، بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولیږدول شي.
نوموړې وايي:« دوی هلته د ژوندي پاتې کېدو چانس نه لري. د دوی نوموونه او د کورنۍ غړي ټول طالبانو ته معلوم دي. نه یواځې به ووژل شي، بلکې دا به په خورا وحشیانه او عام ډول وشي، څو نورو ته پیغام ورکړل شي.»
د کډوالۍ د ملي فورم له خوا هم په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان لا هم بې ثباته دی او د بشري حقونو پراخي سرغړونې پکې روانې دي.
د امریکا د پوځ دغه پخوانۍ سرتیرې وايي:« موږ افغانستان ته ولاړو، بیا بیا مو د هېواد لپاره هلته دنده ترسره کړه او اوس داسې احساس کوو، چې دا هر څه بې ګټې وو. دا څه مانا لري؟، که څوک زموږ خبرې نه اوري حال دا چې موږ ورته وایو چې دا خلک ارزښت لري.»
پر همدغه مهال د ګلوبل ریفیوجي ادارې له ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان لپاره دې د ټي پي اېس موده وغځوي.
د موقتي خوندیتوب د لغو کېدو په پرورسه کې هغه کسان شامل دې، چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستان څخه تښتیدلي دي.
د کډوالۍ د ملي فورم د اټکل له مخې، شاوخوا ۸۰۰۰ افغان کډوال د امهال د TPS له لارې په امریکا کې مېشت دي.

د افغانستان پانګهوال د لومړي ځل لپاره د ازبکستان د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له پلوه د پنځو مخکښو هېوادونو په نوملړ کې شامل شول. لومړی ځای لا هم د چین پانګهوالو دی، ورپسې د روسیې او ترکیې کمپنۍ دي.
د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د رپوټ له مخې، په ازبکستان کې د افغان پانګهوالو ۶۷۲ شرکتونه په بشپړې یا جزوي پانګونې ثبت شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې په ازبکستان کې ۱۵،۷۳۹ شرکتونه له بهرنۍ پانګې سره ثبت شوي دي چې۴،۰۳۱ پکې ګډ شرکتونه دي او ۱۱،۷۰۸ د بهرنیو پانګهوالو څانګې دي.
رپوټ وايي، چې د مارچ په پرتله پر دې شرکتونو ۲۳۶ نور ور ډېر شوي، چې د ۱،۵ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.
چین لا هم خپل مخکښ مقام ساتلی دی. د چین د شرکتونو شمېر ۳،۷۱۱ ته رسیدلی دی، چې د تیرې میاشتې په پرتله ۱۳۵ زیاتوالی ښیي. په دویم ځای کې روسیه ده، چې په۳،۰۳۳ شرکتونو سره فعالیت کوي، ورپسې ترکیه ځای لري چې ۱،۹۴۲ شرکتونه لري.
قزاقستان په څلورم ځای کې دی، چې ۱،۰۸۲ شرکتونه لري او په شمېر کې یې بدلون نه دی راغلی.
جنوبي کوریا، چې مخکې د پنځو مخکښو هېوادونو په لړ کې ځای درلود، اوس په شپږم ځای کې ده.
دمګړۍ په ازبکستان کې ۶۶۳ کوریايي شرکتونه ثبت شوي دي، چې د مارچ په پرتله یوازې یو پکې اضافه شوی.
په لومړیو لسو هېوادونو کې نور هېوادونه متحده عربي امارات، تاجکستان، هند، امریکا او قرغیزستان او ورپسې اذربایجان ، بریتانیا او بیلاروس دي.
یاده دې وي چې مخکې راپور ورکړل شوی و چې په کابل کې د ازبکستان د ساختماني موادو د پلور تخصصي تجارتي مرکز جوړېږي.