• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې افغانستان ته تر یو مېلیون ډېر کډوال ستانه شوي دي

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې افغانستان ته تر یو میلیون ډېر کډوال له ایران او پاکستان څخه ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳کال په اکټوبر میاشت کې ویلي و، چې پلان لري په درېیو پړاوونو کې افغانان له دغه هېواده وباسي.

دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره دویم پړاو پیل کړی، چې ښایي د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې به د شاوخوا ۱.۶ مېلیونه بې اسناده او د (اې سي سي) کارت لرونکي افغانان اغېزمن کړي.
د دغو جبري اېستلو لومړی پړاو د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر او ډیسمبر ترمنځ ترسره شو؛ چې په کې شاوخوا ۴۰۷۷۴۵ بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول.
د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شو، تر ۱۳مې نېټې پورې نږدې ۶۰زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان دارنګه په ۲۰۲۳کال کې تر ۲۰۲۴ کاله پورې له ایران نه د راستانه شویو کډوالو شمېر لوړ ښودلی او تازه ایراني چارواکو په ۲۰۲۵ کال کې د افغانانو د اېستلو د زیاتولو پلانونه هم اعلان کړي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په ټولیزه توګه د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر او ۲۰۲۵ کال د اپرېل ترمنځ له ۲.۴۳ مېلیونو څخه ډېر بې اسناده افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له نیمایي څخه زیات ۵۴ سلنه کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میهیونګ پارک وویل: «د راستنو شویو کډوالو شمېر یو مېلیون ته ورسېده او ډېری راستنېدونکي کډوال د ژوند کولو لپاره هیڅ هم نه لري.»
‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان په هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې اته د کډوالو د هرکلي مرکزونه لري، چې په کې راستنېدونکو ته خواړه، لنډمهاله سرپناه، روغتیایي پاملرنه او ټرانسپورټي مرستې ورکول کېږي.
دغه سازمان او شریکانو یې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د افغانانو جبري ستنېدل سمدلاسه ودروي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۵

جواد ظریف: په کابل کې د ایران سفیر د قدس ځواک غړی دی