• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: چین روسیې ته د اوکراین د جګړې له‌پاره وسلې ورکوي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

د اوکرایني سرتېرو له‌خوا د جګړې په لومړۍ کرښه کې د چینایي وګړو له نیولو وروسته د دغه هېواد ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي ادعا کړې چې، چین روسیې ته د اوکراین د جګړې له‌پاره وسلې ورکوي.

زېلېنسکي ادعا کړې، چې چینایي وګړي په روسیه کې د اوکراین جګړې له‌پاره د وسلو په تولید بوخت دي.

زېلېنسکي په کیف کې یوې غونډې ته وویل چې نن یې د اوکراین د امنیتي خدماتو له خوا د وسلو او توپخانې په اړه عمومي استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې موږ به په راتلونکې اونۍ کې په تفصیل سره ووایو چې موږ باور لرو چې چینایي استازي د روسیې په خاوره کې د ځینو وسلو په تولید بوخت دي."

د زېلېنسکي دا څرګندونې په لومړي ځل د کییف له لوري دا تایید څرګندوي چې بیجینګ د وسلو په برابرولو سره د روسیې د جګړې ملاتړ کوي. ایران او شمالي کوریا د مسکو نور متحدین دي چې روسیې ته وسلې ورکوي.

تر دې وړاندې ګڼو راپورونو کې ویل شوي وو، چې چین د اوکراین پر ضد د مسکو د جګړې له‌پاره روسیې ته وسلې لېږي، خو بیجینګ دا خبره رد کړې. د ۲۰۲۴ په دوبي کې، زېلېنسکي وویل چې چین تایید کړه چې دوی به روسیې ته وسلې نه ورکوي.

بیجینګ په رسمي توګه د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړې کې ځان بې طرفه بولي، خو په عین وخت کې یې له مسکو سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او د لویدیځو بندیزونو پر وړاندې یې د روسیې ملاتړ کړی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې، دوه چینایي وګړي د اوکراین په دونیتسک اوبلاست کې د اوکراین په وړاندې د روسیې د پوځ په لیکو کې د جګړې پرمهال د اوکراین سرتېرو له‌خوا ونیول شول. وروسته، زېلېنسکي وویل چې لږترلږه "څو سوه" چینایي وګړي په اوکراین کې د روسیې له‌پاره جګړه کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

د غزې د کړاو سمبول؛ د بې‌لاسو فلسطیني ماشوم انځور د روان کال غوره جایزه وګټله

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۱

د هغه فلسطیني ماشوم دردونکي انځور چې د غزې په تړانګه کې یې د اسراییلي پوځيانو د بریدونو په ترڅ کې دواړه لاسونه بایللي، د «ورلډ پرېس فوټو» نړۍوال بنسټ (World Press Photo) د روان ۲۰۲۵ کال د غوره انځور جایزه ترلاسه کړې ده.

د الجزیرې نړۍوالې ټلوېزیونې شبکې د راپور پر بنسټ، دا عکس په قطر کې د مېشتې فلسطینۍ انځور اخیستونکې، سمر ابو العوف له‌لوري اخیستل شوی او د «محمود اجور» په نوم د یو نهه کلن جګړه‌ځپلي فلسطیني ماشوم د ژوند ژور درد او کړاو انعکاسوي.

د یاد اژانس په راپور کې راغلي، چې دا ماشوم د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د اسراييلي پوځ له هوايي برید څخه د تېښتې پرمهال په نښه شوی او په پایله کې یې دواړه لاسونه پرې شوي دي.

د محمود عکس چې د امریکا متحده‌ایالاتو مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز ته اخیستل شوی، په پراخه کچه یې ستاینه شوې او دا عکس د سیالۍ داورانو د «عاطفي ځواک، مستند روایت او تاریخي ارزښت» لپاره غوره کړی دی.

سمر ابو العوف وايي چې دا عکس يوازې د يو خبري راپور په توګه نه، بلکې د فلسطيني ولس د زړونو چیغه او فرياد دی چې غواړي نړۍ ته یې ورسوي.د «محمود ارامه خو، دردمنه څېره اوس د غزې د ماشومانو د کړاو سمبول ګرځېدلی دی.»

سږکال له ټولې نړۍ څخه تر ۵۹ زرو ډېر عکسونه سیالۍ ته وړاندې شوي وو. د محمود له عکس سره یوځای د امریکا په پوله کې د چینایي کډوالو او په امازون کې د اقلیمي بدلون عکسونه هم غوره شوي وو، خو د فلسطیني ماشوم انځور د غوره ګټونکي په توګه انتخاب شوی دی.

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د حماس له‌خوا پر اسراییل تر برید وروسته پیل شوې، له ۵۱ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې دي. دا عکس اوس د عصري پېړۍ د یوې ترټولو ترخې غمېزې د تاریخي سند په توګه پېژندل کېږي.

د امریکا هوایي ځواکونو په یمن کې هغه بندر ویجاړ کړی چې حوثي وسله والو ترې ګټه پورته کوله

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۱

د متحده ایالاتو پوځ ویلي، امریکايي هوایي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په یمن کې د راس عیسی د تېلو بندر ویجاړ کړی دی. د دوی په وینا له دغه بندر څخه د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسله والو ګټه پورته کوله.

امریکایي ځواکونو ویلي، چې په دغه بندر د برید موخه یې په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي وسله والو ته د اکمالاتو او بودیجې د یوې سرچینې پرېکول وو.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) پر اېکس لیکلي: "د متحده ایالاتو ځواکونو د ایران په ملاتړ حوثي ترهګرو لپاره د تېلو د دې سرچینې د له مینځه وړو لپاره اقدام وکړ او دوی یې له غیرقانوني عاید څخه محروم کړل چې د ۱۰ کلونو راهیسې د ټولې سیمې د نا امنه کېدو له‌پاره یې کاروه."

امریکایي ځواکونو په دې ورستیو کې په یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد سخت اقدامات ترسره کړي.

تېره ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو لیکلي و، چې د حوثي وسله‌والو پر ضد یې پرېکړه پرېکنده ده.

ډونالډ ټرمپ: د اوکراین د کانونو تړون به راتلونکې پنجشنبه لاسلیک شي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې له اوکراین سره د ستراتیژیکو کانونو د کیندنې په اړه تړون به راتلونکې اونۍ د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شي.

تمه کیده چې د کییف او واشنګټن ترمنځ دغه تړون د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي ترمنځ لاسلیک شي، مګر د دوی ترمنځ شخړه رامنځته شوه او یاد تړون وځنډید.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ د منرالونو یو تړون لرو چې زما په اند د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به لاسلیک شي. زه فکر کوم چې دوی به ډېر ژر دغه تړون ته غاړه کېږدي."

ټرمپ په دغه وینا کې دا هم وویل چې هغه زېلېنسکي په خپل هېواد کې د روسیې د برید لپاره "مسوول" نه بولي. نوموړي زیاته کړه، چې که زېلېنسکي مسول نه دی نو کوم لوی کار یې هم نه دی کړی.

نوموړي وویل: "زه زېلېنسکي مسوول نه بولم، خو زه د دې حقیقت په اړه چې دا جګړه پیل شوه، په بشپړ ډول خوښ نه یم. زه هغه نه ملامتوم، مګر زه دا هم نه وایم چې هغه کوم لوی کار ترسره کړی.»

د بښنې نړۍ وال سازمان: د اسراییل په زندانونو کې ۹۵۰۰ فلسطینیان دې ژر تر ژره خوشې شي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان د فلسطیني بندیانو د ورځې په مناسبت ویلي، چې دمګړی د اسراییل په زندانونو کې ۹۵۰۰ فلسطیني زندیانان ساتل کیږي، دغه سازمان له اسراییل څخه غوښتنه کوي، چې په خپلسري او غیري قانوني توګه بندي شوي فلسطیني بندیان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د فلسطین بندیانو ورځې په مناسبت ویلي چې دمګړی په اسراییل کې له ۹۵۰۰ څخه ډېرو بندیانو له ډلې ۵۲۰۰ فلسطیني بندیان له کوم تور یا محکمې پرته د اسراییل په زندانونو کې ساتل کیږي.

د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان وايي، چې د اسراییل له زندانونو تازه خوشي شویو بندیانو په زندانونو کې د ربړونې، عادلانه محکمې څخه د محرومولو، د خوړو کمښت او طبي پاملرونو نه شتون په اړه هم شهادتونه ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د اسراییل له خوا دا ډول خپلسري توقیفونه ناقانونه بولي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې راهیسي د ۱۷ کلن ولید احمد په ګډون د اسراییل په زندانونو کې ۶۱ فلسطیني بندیان مړه شوي دي.

یاد سازمان له اسراییل څخه غوښتنه کړي، چې ټول بندیان دې ژر تر ژره خوشې او د یرغمل شویو بندیانو ځایونه دي په ډاکه کړي.

د فلسطین د بندیان ورځ هر کال د اپریل میاشتې په ۱۷مه نېټه د اسراییل په زندانونو کې د بندي فلسطینیانو د یادونو، ملاتړ او بشري حقونو لپاره د غږ پورته کولو په هدف نمانځل کیږي.

له امریکا سره له خبرو وړاندې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر پوتین ته د خامنه‌یي لیک وړی

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۴۲ GMT+۱

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د پنجشنبې په ورځ خپل د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ولېږه او ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې یو لیک استولی، چې له کرملین سره د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو جزئیات شریک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله پر ایران د بمبارۍ ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که تهران له واشنګټن سره د خپل لانجمن اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ونه رسېږي، نو پر هغو درېیمو هېوادونو به هم تعرفې ولګوي چې د ایران نفت اخلي. متحده ایالاتو سیمې ته اضافي جنګي الوتکې لېږلې دي.

د ټرمپ حکومت او ایران تیره اونۍ په عمان کې خبرې درلودې، چې دواړو خواوو دا خبرې «مثبتې او رغوونکې» وبللې.

تر راتلونکو خبرو چې ټاکل شوې د روانې اونۍ په پای کې په روم کې ترسره شي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل: «د ایران د یورانیمو د بډاینې حق د خبرو وړ نه دی».

روسیه چې له پخوا د تهران متحده ده، له لویدیځ سره د ایران د اټومي خبرو اترو برخه ده، ځکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ویټو حق لري او هغه اټومي تړون یې هم لاسلیک کړی و، چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرېښی و.

عراقچي ایراني دولتي تلویزیون ته وویل: «موږ تل د اټومي مسالې په اړه له خپلو دوستانو چین او روسیې سره نږدې سلا مشورې درلودې. اوس یو ښه فرصت دی چې له روسي چارواکو سره دا کار ترسره کړو».

هغه زیاته کړه چې پوتین ته داسې یو لیک رسوي چې د سیمه‌ییزو او دوه‌اړخیزو مسایلو یادونه پکې شوې ده. د پوتین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف وویل، پوتین به عراقچي وویني.

لوېدیز هېوادونه وايي، ایران یورانیم تر هغه حده غني کوي چې د ملکي اټومي انرژۍ لپاره د توجیه وړ نه دي، بلکې دا د اټومي بم جوړولو ته نږدې کچه ده. خو ایران تل ویلي چې اټومي وسلې نه غواړي او د ملکي اټومي پروګرام حق لري.

روسیې د اوکراین جګړې لپاره له ایران نه وسلې پیرودلې او سږ کال یې له تهران سره یو ۲۰ کلن ستراتیژیک شراکت هم لاسلیک کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل «موږ اراده لرو چې د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت لپاره له ایران سره دوه اړخیزې ګټورې اړیکې پراخې کړو».

پوتین هڅه کړې چې له خامنه‌يي سره ښې اړیکې وساتي، ځکه هم روسیه او هم ایران د لویدیځ له‌خوا د دښمنانو په توګه انګېرل کېږي، خو مسکو نه غواړي چې په منځني ختیځ کې د اټومي وسلو سیالي پیل شي.

روسیې ویلي، پر ایران هر ډول پوځي برید به ناقانونه او د منلو وړ نه وي.