• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې نجونې باید زده‌کړو ته بشپړ لاسرسی ولري

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۴۳ GMT+۱

ملګرو ملتونو پر خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره یو ځل بیا زده‌کړو ته د افغان نجونو پر حق او بشپړ لاسرسي ټینګار کړی او د میلیونونو نجونو له ښوونځیو څخه د محرومیت د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو له لوري په پیغام کې راغلي: «ښوونې او روزنې ته بشپړ لاسرسی یو بشري حق دی، خو اوس مهال په افغانستان کې میلیونونه نجونې له ښوونځيو بې برخې دي. دوی ته باید اجازه ورکړل شي، چې زده کړې وکړي، خپلې بشپړې پوهې ته ورسېږي او د خپل هېواد په راتلونکي کې ونډه واخلي.»

د یونسکو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منعه شوې دي.

ملګرو ملتونو په وار وار پر طالب ډلې غږ کړی، چې پر نجونو او ښځو تعلیمي بندیزونه لرې کړي، خو لا هم دا بندیزونه پر ځای پاتې دي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې په افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو د بشپړ لاسرسي غوښتنه کوي، چې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځیو ته پر تګ د بندیز له ۱۳۰۰ ورځو څخه ډیرې وشوې او د دې ترڅنګ طالبانو نجونې له پوهنتونونو او طبي زده کړو هم بې برخې کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا د دایمي استازي مرستیال جیمز کاریوکي د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړه، کله چې طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي وتړل؛ نو دوی وویل، چې دغه پرېکړه د لنډمهال لپاره ده خو له درېیو کلو هم ډېره موده تېره شوه، چې افغان نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

ښاغلي کاریوکي وویل، بریټانیا د نورو هېوادونو ترڅنګ د زده‌کړو بندیز او ټول هغه بندیزونه په کلکه غندي، چې د افغان مېرمنو او نجونو له بنسټیزو حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟
۱

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۲

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۳
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۴

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۵

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي