تېره ورځ له دوو زرو ډېر کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شول

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت وایي، چې تېره ورځ چهارشنبه د تورخم له لارې ۲۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شول. د دغه وزارت لهخوا په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې له دې ډلې ۷۲۷ کډوالو د اې سي سي کارتونه لرل او ۱۵۷۱ تنه کډوال بیا بې اسناده وو.