زلمي خلیلزاد د طالبانو له خوا د کشمیر برید غندل یو هڅوونکی پرمختګ وباله

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له خوا د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانونو د برید غندل یو هڅوونکی پرمختګ وباله.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له خوا د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانونو د برید غندل یو هڅوونکی پرمختګ وباله.
زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:« په یوه هڅوونکي پرمختګ کې، طالبانو په کشمیر کې له سیلانیانو سره د ملاتړ څرګندونه کړې او د دې ترهګریز برید غندنه یې کړې ده.»
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند تر ادارې لاندې د کشمېر په پهلګام کې پر سیلانیانو وروستی برید وغانده او د وژل شویو کورنیو ته يې تسلیت ووایه.
عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: « د جمو او کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانیانو برید د غندنې وړ دی او په پېښه کې د وژل شويو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوو.»
بلخي اندېښنه ښودلې، چې دغه ډول پېښې د سيمې امنیت او ثبات ته ګواښ جوړوي.
د هند تر ادارې لاندې د کشمېر په پهلګام سیمه کې د سې شنبې په ورځ پر سېلانیانو برید شو، چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول یو شمېر نور ټپیان شول.

د افغانستان په کوربتوب د ایرلنډ او سریلانکا درې اړخيزه اتلولي د سریلانکا الف کرېکټ لوبډلې خپله کړه او په پایلوبه کې يې ایرلنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه. کوربه افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې د دې سياليو په څلورو لوبو کې یوه بريا او درې ماتې وخوړې.
د افغانستان په کوربتوب د دې درې اړخيزه سیاليو د پایلوبې پچه سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې ایرلنډ کرېکټ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ایرلنډ لوبډلې په ۴۷.۲ اور کې سریلانکا ته ۲۰۱ منډې هدف وټاکه.
سریلانکا الف کرېکټ لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۴.۳ اور کې دغه هدف پوره کړه او په پایلوبه کې يې ایرلنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.
کوربه افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې په دې درې اړخیزه سیاليو کې څلور لوبې وکړي، چې د سریلانکا او ایرلنډ سره يې په دريو سیاليو کې ماتې خوړلې او په یوه لوبه کې يې ایرلنډ لوبډله ماته کړې.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې يو شمېر لوبغاړي کابل ته رسېدلي او د همدې لوبډلې يو شمېر نور لوبغاړي بیا تېره شپه متحده عربي اماراتو ته ورسېدل.
د بورډ د مالوماتو له مخې، افغان ابدالیان لوبډله به د همدې اپريل مياشتې په ۲۹ مه د سریلانکا الف لوبډلې سره یوازېنۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پيل کړي.

د ایران رسنیو د کرمان د بېړنيو پېښو د برخې د مشر له قوله ویلي، چې د برسیر ښار د باغین – بردصیر پر لویه لار د افغان کډوالو یو موټر چپه شوی، چې ۶ تنه په کې مړه او ۴ نور ټپيان شوي دي. سیدمحمد صابري زياته کړې، چې موټر د تېز تګ له امله چپه شوی او د ټپيانو حالت هم نازک دی.
د ایران ایسنا خبري اژانس د جمعې په ورځ ویلي، چې د افغان کډوالو د موټر چپه کېدو په پېښه کې د مړه شويو کسانو عمرونه له ۲۰ تر ۳۵ کلونو ترمنځ دي.
د کرمان د بېړنيو پېښو د برخې مشر سیدمحمد صابري ویلي، چې د پېښه ځای ته یې پر وخت روغتيايي ډلې لېږلې وې او دغو کسانو په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.
د نوموړي په خبره، د پېښې قربانیان ټول نارینه دي

یورو ایشیا رېویو په یوه تازه مقاله کې ویلي، چې طالبان نور یوازې یوه مذهبي بنسټپاله ډله نه ګڼل کېږي بلکې په خبره یې، اوس د یو تنظیم شوي مافیایي شبکې په توګه عمل کوي. وايي، دغه ډله پر فساد سربېره د قاچاق له لارې بې شمېره عواید لاسته راوړي.
دې ډلې د زور، باج اخیستنې، قاچاق، سېسټماټیک فساد او د عامه شتمنیو غصب له لارې یو داسې جوړښت جوړ کړی، چې موخه یې د قدرت او اقتصادي ګټو ساتنه ده، نه د اسلامي شریعت تطبیق.
د یور ایشیا رېویو ویبپاڼې د یوې مقالې پر بنسټ، طالبانو په افغانستان کې یو غیررسمي خو ډېر منظم سېسټم جوړ کړی، چې هم د عوایدو تولید کوي او هم ټولنیز کنټرول تامینوي.
دغه شبکه د سیمه ییزو قوماندانانو، اقتصادي حلقو، د مخدره توکو قاچاقبرانو او د پیسو مینځلو شبکو نه جوړه ده، چې ټول د طالبانو له مرکزي جوړښت سره تړاو لري.
مقاله زیاتوي، طالبان د دې شبکې له لارې نه یوازې د هېواد د طبیعي سرچینو او تجارتي لارو کنټرول په لاس کې لري، بلکې له نړۍوالو جرمي ډلو سره هم امنیتي او اقتصادي اړیکې لري.
مقاله وړاندې کاږي، چې طالبان د عوایدو بیلابیلې سرچینې لري: «په ناقانونه ډول د سرو زرو، لیتیمو او لاجوردو کانونه استخراجوي، له خصوصي شرکتونو او ټرانزیټي لارو باج اخلي، په ګمرکونو کې له موټرچلوونکو او کاروبارونو پیسې ټولوي او همدارنګه د مخدره موادو او بشري قاچاق له لارې عواید ترلاسه کوي. دغه مالي سرچینې د دوی امنیتي دستګاه، تبلیغاتي شبکو او د مخالفینو د ځپلو لګښتونه تمویلوي.»
امنیتي شنونکي باور لري، چې د طالبانو جوړښت د یو عادي حکومت نه، بلکې د «مافیایي کارتیل» جوړښت ته ورته دی.
سره له دې چې دوی هڅه کړې مذهبي او دودیزه څېره وساتي تر څو په خلکو کې مشروعیت ولري، خو د دوی اصلي فعالیتونه پر اقتصادي ګټو، مادي منفعت او تسلط ولاړ دي.
د طالبانو اوسنی سیاسي جوړښت هم د شخصي وفاداریو، قبیلوي اړیکو او د اقتصادي ګټو د وېش پر بنسټ ولاړ دی، نه د وړتیا یا حکومتولۍ پر اصولو.
د یورو ایشیا ریویو مقاله خبرداری ورکوي، چې که نړۍوال تحلیلونه د طالبانو جرمي او مافیایي اړخ له پامه وغورځوي، نو دا به سټراټېژیکې تېروتنې رامنځته کړي.
نړۍواله ټولنه باید طالبان نه یوازې یو امنیتي یا سیاسي ګواښ، بلکې د یو منظم جنایي جوړښت په توګه وګوري چې د فساد او تور اقتصاد له لارې بقا ساتي.
د مقالې په پای کې راغلي تر هغې، چې د طالبانو مالي سرچینې بندې نه شي او دا جرمي شبکه له منځه لاړه نه شي، په افغانستان کې د یو شفاف، حساب ورکوونکي او پر خپلو پښو ولاړ نظام جوړېدل ناشوني ښکاري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال اندېښنه څرګنده کړې، چې له پاکستان نه ستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
نوموړي تورخم ته د سفر پر مهال په یوه ویډیوي پېغام کې چې د (غوایي ۵مه) خپره شوې ویلي، تر اوسه پورې د روانې اپرېل میاشتې په لړ کې نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستان نه خپل هیواد ته په جبري توګه راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې په دغو کډوالو کې راستنیدونکې افغانې مېرمنې ښايي د افغانستان دننه د طالبانو د سخت بندیزونو له کبله له زده کړو، کار او سفرونو څخه محرومې شي.
عرفات جمال وایي، چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال د خپل راتلونکي په تړاو اندېښمن دي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان نیمایي نفوس پر بشري مرستو تکیه کوي او اوس هم لازمو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، که څه هم د ملګرو ملتونو بېلابېل سازمانونه له کډوالو سره د نغدي او بشري مرستو په برخه کې همکارۍ کوي، خو لا هم ورته شته مرستې بسنه نه کوي او باید هېوادونه د دغو افغانانو لاسنېوی وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی وایي، په راتلونکو اونیو کې د بشري ناورین د مخنېوي لپاره نړۍوالو مرستو ته جدي اړتیا لري.
دغه سازمان داسې مهال له نړۍوالو څخه د افغانستان لپاره د مرستو غوښتونکی دی، چې تېره اوونۍ هم د طالبانو بېلابېلو وزارتونو وزیرانو له مرستندویه سازمانونو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کړې وه، څو خپلې مرستې پراخې کړي.
ویل کېږي طالبان په کور دننه د راستنیدونکو کډوالو او فقر ځپلو افغانانو سره د مرستو توان نه لري.
دغه ډله یوازې په شعاري ډول د ناورین د مخنېوي خبرې په داسې حال کې کوي، چې هره ورځ نړۍوال مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې له زیاتیدونکې لوږې څخه ویره څرګندوي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو ویلي، دا چې افغانستان وار دمخه له بشري ناورین سره مخ دی، له پاکستان نه د کډوالو تازه بهیر به په هېواد کې د لوږې او فقر کچه لا نوره ډېره کړي. همدا راز د بېرته ستنیدونکو کډوالو پر وړاندې په هېواد کې بې روزګاري او د سرپناوو نه شتون هم لویې ننګونې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي مشر عبدالباري عمر له نړۍوالو غوښتي، چې د برېښنا په برخه کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
نوموړي دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتنبایوا سره په یوې ګډې ناستې کې کړي دي.
عبدالباري عمر همدا راز غوښتنه کړې، چې نړۍوال باید د برېښنا په برخه کې له طالبانو سره د نویو پروژو مالي ملاتړ هم وکړي.
په خبرپاڼه کې د نیمګړو پروژو او د نویو غوښتل کیدونکو پروژو په تړاو جزیات نه دي ورکړل شوي.
هغه په یاده ناسته کې همدا راز زیاته کړې، چې د دوی د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړیدو او تخنیکي سېسټمونو د اړتیاوو تر څنګ باید ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، جې د ملګرو ملتونو استازې ژمنه کړې چې د دغه ستونزو د حل په موخه به نړۍوال تمویلوونکي سازمانونه وهڅوي.
د معلوماتو له مخې د عبدالباري عمر تر مشرۍ لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت په پراخ فساد کې ښکېل دی او په یو شمېر ولایتونو کې یې په بېلابېلو نومونو له خلکو څخه پیسې اخیستي دي.
د ننګرهار په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د صندقونو د قلفونو په نومونو هم یاد شرکت له خلکو پیسې اخیستې او هېڅ ډول سندونه یې نه دي ورکړي.
همدا راز د یاد شرکت یو شمېر کارکوونکو شکایتونه کړي، چې عبدالباري عمر د دوی له تنخوا ګانو ۱۶سلنه تقاعدي پیسې نه ورکوي.
نیوکه شوې د یاد شرکت رییس یوازې څلور سلنه تقاعدي پیسې ورکړي، چې دا کار د ملا هبتالله له فرمان سره په ټکر کې دی.
د برېښنا شرکت پر عمومي رییس تور دی، چې په دغه اداره کې یې د خپلې کورنۍ ځینې غړي او یو شمېر خپلوان سره له دې چې مسلکي وړتیاوې نه لري بیا هم پر دندو ګومارلي دي.
