• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ورزشکاره: د طالبانو حکومت به سقوط کیږي او نجونې به بیا ښوونځیو او ورزش ته ځي

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

په جرمني کې مېشته افغانه سوک وهونکې سعدیه برومند له تېرو شپږو کلونو راهیسې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او هیله لري، چې د طالبانو په سقوط سره به نجونې بېرته خپل حقونه ترلاسه کړي. هغې د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې په افغانستان کې زده‌کړې او ورزش کاوه.

هغه وايي، اوس چې یې په هېواد کې نجونې له دغو حقونو بې برخې دي،‌ نو دې په برلین کې خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

د جرمني دویچه‌وله په خپل راپور کې د هغې له خولې لیکلي: «دا وضعیت به تلپاتې نه وي. طالبان به بېرته سقوط وکړي. هیله لرم هغه ورځ راشي چې افغانستان ته سوله راغلي وي او نجونې وکولای شي تعلیم وکړي، ورزش وکړي او په هر ډګر کې وځلېږي.»

سعدیه وايي، چې ماشومتوب کې به پر بایسکل ښوونځي ته تلله او د درس له خلاصېدو وروسته به یې ورزش کاوه.

نوموړې له ښوونځي تر فراغت وروسته د ښځو په یوې ټلوېزیوني شبکه کې دنده هم کوله. هغه وايي: «په افغانستان کې د یوې ښځې لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده، چې ښځه وي. کله چې پرېکړه کوې څو خپلو هیلو ته ورسېږې، نو سخته او اوږده مبارزه باید وکړې.»

سعدیې د خپل پلار په ملاتړ د سوک وهنې ورزش پیل کړ، خو کله چې ملي ټیم ته وبلل شوه او بهرنیو سیالیو ته د تګ وخت راورسېد، کورنۍ یې اندېښمنه شوه او مخالفت یې وکړ.

خو هغه وايي، ویې کولای شوای، چې د خپلې کورنۍ رضایت ترلاسه کړي او د خپلو هیلو لاسته راوړلو مزل ته دوام ورکړي. 

په ۲۰۱۹ کال کې، د امنیتي ګواښونو له امله سعدیې افغانستان پرېښود او اروپا ته ولاړه.

هغه وايي، هیله یې دا وه، چې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي، خو د ۲۰۲۱ کال کې یې د‌ طالبانو په راتګ سره دا هیله وتروړل شوه.

طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاونه ګالي او ځینې مجبوره شوې چې خپل هېواد پرېږدي.

سعدیه که څه هم اوس خپل ملي ټیم او روزونکي نه لري، خو بیا یې هم په برلین کې د ورزشي سیالیو پر مهال د افغانستان بېرغ رپانده ساتلی دی. نوموړې یو شمېر نړۍوالې سیالۍ هم کړي او ځینې مډالونه یې ګټلي دي.

سعدیه وايي: «زه په بېلابېلو سیالیو کې برخه اخلم او نړۍ ته ښیم چې افغانې نجونې استعداد لري. که چانس ورکړل شي، کولی شي په هره برخه کې بریالۍ شي، نه یوازې په ورزش.»

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟
۱

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۲

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۳
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۴

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۵

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي