• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کویټه کې د افغان کډوالو د جبری اېستل کېدو پر ضد لاریون شوی

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو په کویټه ښار کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون کې لاریون کړی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دغه لړۍ ودروي.

د پاکستانۍ ډان ورځپانې د راپور له مخې، لاریونوال د کویټې ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو او د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو تګلارې خلاف یې شعارونه ورکول.

لاریونوال د کویټې ښار په بېلابېلا سیمو کې وګرځېدل او په منان چوک کې یې یوه اعتراضیه غونډه هم وکړه.

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند یوه غړي عبدالرحیم زیارتوال د خپلې وینا پر مهال د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي.

د هغه په خبره، دغه افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي قانوني کارتونه لري او باید په جبري توګه اېستل کېدو ته اړ نشي.

د غونډې یوه بل ویناوال ډاکټر عبدالمجید اڅکزي بیا ویلي، افغانانو د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې ځانګړې ونډه اخیستې او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې یې د دغه هېواد له وګړو سره څنګ په څنګ ژوند کړی دی.

ګډونوالو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې له لسیزو راهیسې مېشتو افغانانو ته دې تابعیتونه ورکړل شي.

ویناوالو وویل، چې لوېدیځ هېوادونه کډوالو ته د پنځو کالو اوسېدو وروسته تابعیت ورکوي؛ خو پاکستان د څلوېښتو کالو وروسته هم کډوال اېستلو ته اړ باسي.

دغه لاریونونه داسې مهال کېږي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې او د جبري اېستنې دویم پړاو یې پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، په تېرو ۲۶ورځو کې له ۱۲۰زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ټاکل شوې، چې پاکستان په دغه دویم پړاو کې د «اې سي سي» کارت لرونکي اته سوه زره افغان کډوالو تر څنګ بې اسناده افغانان هم له خپل هېواده وباسي.

پاکستان کې له دوه مېلیونه ډېر افغان کډوال مېشت دي او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له دغه هېواده غوښتي، چې د جبري اېستل کېدو څخه یې ډډه وکړي؛ خو پاکستان دغو غوښتنو ته دا ځل چندان ارزښت نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغان فعالان: نړۍواله ټولنه باید د طالبانو تګلارې د جنسیتي توپیر په توګه په رسمیت وپېژني

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۰۷ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان، څېړونکي او د مدني ټولنو استازي وایي، چې طالبانو په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض پر بنسټ رژیم رامنځته کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دغې ډلې تګلارې دې د جنسي توپیر په توګه په رسميت وپېژني.

تېره ورځ شنبه (د غویي په ۶مه نېټه) د «کلبه دوست» بنسټ او د فرانسې هېواد الفوغ ویل ښار ښاروالۍ په همکارۍ جوړه شوې غونډه کې دغو استازو د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د جنسیتي تبعیض بېلګې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې دغه تګلارې له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونه ده.

په دغه ناسته کې د بشري حقونو افغان فعالانو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ناوړه وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي:« د طالبانو تحلیلونو، ساحوي شواهدو او په دې کنفرانس کې د شته فعالانو د تجربو په رڼا کې موږ ټینګار کوو، چې له ۲۰۲۱کال راهیسې د طالبانو تګلارې په سیستماتیک ډول د افغان ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو د پراخې سرغړونې لامل شوې دي.»

په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې، چې نړۍواله ټولنه باید طالبان د بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله د جرمونو نړۍوالې محکمې او نورو بنسټونو ته راجع کړي.

دغو فعالانو همدا راز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له طالبانو سره دې د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کېدو مخه ونیسي؛ تر څو چې د ښځو، مذهبي او قومي لږکیو، د بشري حقونو د مدافعینو او پخوانیو امنیتي ځواکونو له حقونو څخه سرغړونې دوام ولري.

خالد حنفي: ۲۵زره ښځو ته مو د میراث حقونه ورکړي دي

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي ویلي، تر اوسه یې د خلکو لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه کړې چې په دې لړ کې یې ۲۵زره ښځو ته د میراث حقونه هم ورکړي دي.

د طالبانو د یاد وزرات په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د بهر مېشتو افغانانو له یوې ډلې سره په ناسته کې کړې دي.

حنفي زیاته کړې، چې په ټولنه کې یې د عامه پوهاوي د لوړېدو لپاره هڅې روانې کړې دي او یو شمېر ناوړه دودونه یې هم لمنځه وړي دي.

هغه د کوم هېواد د نوم اخیستلو پرته ویلي، چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د بېلابېلو هېوادونو د فکري او فزیکي جګړو ښکار و.

نوموړی داسې مهال ښځو ته د حقونو د ورکړې په تړاو غږېږي، چې د همدې وزارت محتسبانو په ټول هېواد کې پر ښځو د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

نوموړي په دغه ناسته کې بیا د نجونو د زده‌کړو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملا هبت الله له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه د دغه وزارت له لوري په خورا جدي توګه څارل کېږي.

د دغه وزارت محتسبان د خپل سختدریځي مشر د امر له مخې ښځینه پرته له محرمه کورني سفرونو ته نه پرېږدي او ان په ځینو ولایتونو کې ښځینه په ټکسي موټرو کې د سفر پر مهال له پوښتنو ګروېږنو سره مخ کېږي.

همدا راز د طالبانو د امر بالمعروف ډله په نادولتي موسساتو کې د ښځینه‌وو د کار مخه هم نېسي او نه یې پرېږدي چې دندې وکړي.

ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې د امربالعمروف قانون د افغان ښځو لپاره خورا ظالمانه او له کړاوونو ډک بللی دی.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د افغانستان دننه د ښځو پر روان وضعیت سختې اندېښنې څرګندې کړې دي او طالبان یې په نړۍ کې د ښځو خلاف تر ټولو سختدریځه ډله بللې ده.

همدا راز د طالبانو استخباراتو له لوري یو شمېر ښځې د خپلو حقونو د غوښتنو او د بشري حقونو د ملاتړ له کبله زنداني شوې هم دي.

د دغه ډلې له زندانونو یو شمېر ازادو شویو مېرمنو نیوکې کړې، چې د طالبانو په زندانونو کې له سختو شکنجو سربېره له جنسي تېریو سره هم مخ شوې دي.

پولیټیکو: سپينه ماڼۍ د افغان عیسویانو د اېستلو پر معافیت غور کوي

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د مسیحي ډلو او مشرانو له فشارونو وروسته؛ د ټرمپ اداره پر دې غور کوي، چې په امریکا کې مېشت افغان عیسویان له دغه هېواده د اېستلو څخه معاف کړي.

پولیټیکو خبري اژانس د دوو حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت به تر ډېره هڅه وکړي چې له عیسوي افغانانو څخه د پناه اخیستلو غوښتنه وکړي.

مشهورو عیسوي مشرانو او غیر انتفاعي سازمانونو په سپینه ماڼۍ فشار راوستی، چې د هغو سلګونه افغان عیسوي کډوالو ساتنه وکړي چې د دوی په وینا ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

دغه عیسوي مشرانو استدلال کړی، که افغان عیسویان افغانستان ته راستانه شي؛ نو ښايي له ځورونې او ګواښ سره مخ شي.

د پولیټیکو په وینا، چارواکو د معافیتونو یو نوملړ چمتو کړی چې په کې هغه کسان شامل دي چې ښايي افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې تر ټولو پراخو ګواښونو سره مخامخ شي؛ خو دا لا څرګنده نه ده، چې په دغه پالیسۍ کې به کوم ځانګړي بدلونونه راشي او که نه.

فاکس نیوز (د وري میاشتې په ۲۹مه نېټه) راپور ورکړی و، چې سلګونه افغان عیسویان د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د تګلارو له امله له جدي ګواښ سره مخ دي.

د راپور له مخې، مذهبي مشرانو د ټرمپ پر ادارې غږ کړی چې له امریکا څخه د افغان عیسویانو د اېستلو مخه ونیسي.

په امریکا کې مذهبي مشران وايي، چې له دغه هېواده ستنونه به زیان منونکي خلک په ځانګړې توګه افغان عیسویان د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ کړي.

ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو وروسته یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې امریکا ته د کډوالو د لېږد پروګرام ودراوه او د هر ډول ویزو لپاره یې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو بهیر وځنډاوه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت (د اپرېل میاشتې په ۲۱مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په امریکا کې د افغان کډوالو دوسیې به د محکمې له‌خوا وڅېړل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې د افغان عیسویانو په ګډون د افغان کډوالو د ملاتړ د پای ته رسولو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«راځئ، چې یوه خبره روښانه کړو. موږ دغه پروګرام پای ته نه دی رسولی؛ بلکې د پای نېټه یې پوره شوې ده.»

هغې وویل، د هغو کسانو لپاره چې امریکا ته داخل شوي او غواړي د پناه غوښتنه وکړي؛ یو قانوني بهیر شته. دغه کسانو په قضیو به د قاضي له‌خوا بیاکتنه کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار وکړ، چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د امریکا د کډوالۍ قانوني بهیر عملي کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت مرستیال تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته منلې وه، چې د افغانستان د زرګونه اتباعو لنډمهالی خونديتوب لغوه شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې ترېشا مک لافلین په وینا، دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د کورنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو سره په سلا مشوره پرېکړه وکړه، چې افغانستان نور د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره قانوني شرایط نه پوره کوي.

د لنډمهالي خونديتوب وضعیت پروګرام هغو خلکو ته ورکول کېږي، چې هېوادونه یې د طبیعي پېښو، وسله‌والو شخړو، یا غیر معمولي شرایطو سره مخ دي. دغه حالت معمولا له شپږو څخه تر ۱۸ میاشتو پورې صادریږي، چې د تمدید کولو وړ او د اخراج مخه نیسي.

د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام کډوالو ته اجازه ورکوي، چې په امریکا کې د اوسېدو ترڅنګ کار وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر: که هند برید وکړ، نو سخت ځواب به یې ورکړو

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که هند پر پاکستان برید وکړي یا کوم ډول تېری وکړي؛ نو پاکستان به یې له تمې پورته سخت متقابل ځواب ورکړي. هغه ټینګار وکړ، که هند له تاوتریخوالي ډډه وکړي؛ نو پاکستان هم له هر ډول پوځي اقدام څخه ځان ساتي.

خواجه اصف دغه څرګندونې له روسي رسنیو سره د پاکستان او هند د تاوتریخوالي په اړه د یوې مرکې پر مهال کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:« موږ د کشمکش د زیاتېدو اراده نه لرو او نه غواړو، چې د کوم اقدام پیل وکړو؛؛ خو که هند تېری وکړي یا برید وکړي، نو موږ به یې له تمې زیات سخت غبرګون وښیو.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د وسله‌والو یوې ډلې ۲۵سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

د یاد هېواد چارواکو خبر ورکړی، چې د پېښې په تور یې درې تنه نیولي چې له ډلې یې دوه تنه پاکستانیان دي.

له دغې پېښې سره سملاسي د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې سختې کړکېچنې شوې.

هند باور لري، چې دغه برید په پاکستان کې مېشتو وسله‌والو ډلو کړی؛ خو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او نورو لوړپوړو چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.

پاکستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د یاد برید بې پرې څېړنې دې وکړي.

هند تر یاد برید وروسته له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کړ، ډېپلوماټیکې اړیکې یې ورسره کمې کړې او پاکستان هم ورته اقدامات وکړل.

په تېرو دوو ورځو کې د کشمیر پر پوله د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ ډزې هم تبادله شوې او وېره شته، چې ګوندې هند به د پاکستان پر ځینو ښارونو بریدونه وکړي.

ایران او یو شمېر هېوادونو له هند او پاکستان غوښتي، چې د روان کړکېچ د حل لپاره دې له زغم څخه کار واخلي.

په فساد او ناامنۍ کې راګېره خزانه؛ د افغانستان طبیعي زېرمې له جدي ننګوونو سره مخ دي

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۱

افغانستان سره له دې چې د نړۍ تر ټولو لويو طبيعي سرچينو څخه برخمن دی؛ خو د پراخې ناامنۍ، سيستماتيک فساد، کمزوري مديريت او د مناسبو زېربناوو د نشتوالي له امله تر اوسه نه دی توانېدلی، چې له دې سترې شتمنۍ څخه ګټه واخلي.

ايرانۍ رسنۍ «اېراف» په يوې تازه مقاله کې خبرداری ورکړی، چې دغه ستونزې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره يو تاريخي فرصت په جدي توګه ګواښي.

اېراف ليکي، چې وسله‌والې ډلې او ترهګرې ډلې لکه القاعده او په ځانګړي ډول د بدخشان او تخار ولايتونو د سرو زرو په کانونو کې حضور لري او له دغو زېرمو څخه ستر عايدات ترلاسه کوي. بل لور ته، د معدني قراردادونو پراخ فساد، مالي ناوړه ګټې اخسیتنې او د روڼتیا نشتوالي د طبیعي سرچینو څخه سمه استفاده خورا ستونزمنه کړې ده. کمزورې حکومتولۍ او چاپېريالي ګواښونو ته نه پاملرنې دغه ستونزې لا زياتې کړې دي.

سره له دې، افغانستان لا هم د مس، سرو زرو، ليتيم (Lithium) او ګران بیه ډبرو پر يوه لويه خزانه ولاړ دی. د دغو زېرمو ټولیز ارزښت تر درې ټریلیونه ډالرو پورې اټکل شوی دی. د عينک د مسو کان چې کابل ته نږدې پروت دی، د نړۍ له سترو مسي زېرمو څخه شمېرل کېږي او د چين په مرسته يې استخراج روان دی. دا کان هر کال مېلياردونه ډالر عايد راټولولای شي.

تر څنګ يې افغانستان په شمال، لوېديځ او سوېلي ولايتونو کې ۳۴ د سرو زرو کانونه لري، چې د کال په کچه د سلګونه مېليونه ډالرو د عوايدو وړتيا لري. د ليتيم په برخه کې هم د کونړ، نورستان او هلمند ولايتونو سترې زېرمې شته.

مقاله وړاندې کاږي، د ټکنالوژۍ د نړۍوال بازار د پراخوالي له امله، د دغو زېرمو ستراتيژيک ارزښت څو برابره زيات شوی دی. د افغانستان د ليتيم د زېرمو ارزښت یوازې نږدې يو ټرېلیونه ډالر اټکل شوی دی.

اېراف همداراز زياتوي، چې د افغانستان ګران بیه ډبرې لکه زمرد، ياقوت او لعل د نړۍوالو بازارونو د بیو له لوړېدو سره یې ارزښت لا ډېر شوی دی او کولای شي د هېواد لپاره يوه مهمه عايداتي سرچينه وګرځي.

خو سره له دې ټولو بې ساري فرصتونو اېراف خبرداری ورکوي، چې که ساختاري اصلاحات، د امنيت ښه والی، د فساد پر ضد جدي مبارزه او د زېربناوو پراختيا عملي نه شي؛ نو دغه خزانه به لا هم د کورنیو او بهرنیو ګواښونو او د ناوړه ګټه اخیستنې لاندې پاتې شي. افغانستان د دې لپاره چې له دغه ناورین څخه ووځي او له خپلو شتمنيو ګټه واخلي؛ يوې جدي ملي ارادې او نړۍوال ملاتړ ته اړتيا لري.