• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران او طالبانو شاوخوا ۲۰۰ بندیان سره تبادله کړل

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

ایراني رسنۍ وايي، د طالبانو او ایران د قضايي ادارو د مسولینوو له لوري د ایران په سیسان او بلوچستان کې د بندیانو تبادله ترسره شوه. ایران طالبانو ته ۱۹۹ افغان بندیان او طالبانو بیا ایران ته دوه ایراني بندیان سپارلي دي.

د ایران ایرنا خبرې اژانس د راپور له مخې، د ایراني چارواکو او طالبانو ترمنځ د افغان او ایراني بندیانو تبادله تېره ورځ د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت په میلک بندر کې ترسره شوې ده.

د بندیانو دغه تبادله د ایران د عدلیې وزارت د استازي او سیمه ییزو ایراني چارواکو او طالبانو د عدلیې وزارت او زندانونو چارو مسوولینو په حضور کې تر سره شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې ایران د تهران، اصفهان او ایرانشهر ولایتونو په زندانونو کې بندي ۱۱۹ تنه افغانان طالبانو ته سپارلي او طالبانو بیا دوه تنه ایراني بندیان د دغه هېواد چارواکو ته سپارلي دي.

طالبانو د ایران له خوا د ۱۹۹ افغان بندیانو د ورسپارلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

شاوخوا لس ورځې وړاندې هم ایران ۱۹۹ تنه افغان بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور په دغه هېواد کې نیول شوي وو، طالبانو ته وسپارل او طالبانو هم دوه ایراني بندیان طالبانو ته سپارلي وو.

د طالبانو او ایران د عدلي او قضايي چارواکو ترمنځ د ۱۵۰۰ افغان بندیانو د سپارلو هوکړې وروسته چې تېرکال ترسره شوي، دا د ایران او طالبانو ترمنځ د بندیانو د سپارلو درېیم پړاو دی چې ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ ټرېنچارد: د نړیوالو همکاریو جلبولو او اقلیمي بدلون په اړه له طالبانو سره کډ کار کوو

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۵۹ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ریچارډ ټرېنچارد د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له رییس مطیع الحق خالص سره کتلي دي. ریچارډ ټرېنچارد ژمنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن یکشنبې د غويي اوومه په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

طالبانو د ریچارډ ټرېنچارد په حواله لیکلي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند د چمتو کولو په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

نوموړي په ګډ کار، همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.

طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الله خالص په حواله لیکلي:«کوښښ کوو چې له سفیرانو او د نړیوالو ارګانونو له استازو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د اقلیمي بدلون موضوع مطرح کړو، څو په ملي او نړیوالو غونډو کې اقلیمي بدلون د سر ټکي او د بحث وړ موضوع وګرځي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي، ځکه دا بشري موضوع ده او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي.

مطیع الحق خالص غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ٣٠ په شمول په نورو نړیوالو غونډو کې د طالبانو حکومت استازو د ګډون زمینې په برابولو او کاپ ٣٠ کنفرانس ته د چمتووالي په برخه کې لازمه تخنیکي مرسته او همکاري وکړي.

د شمالي کارولینا کلیسا له امریکا نه د افغان مسیحي کډوالو د اخراج مخه نیسي

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۱

د امریکا د شمالي کارولینا په رالیګ ښار کې یوه کلیسا د افغان مسیحي کډوالو د اخراج د مخنیوي لپاره د امریکا پر حکومت فشار راوړي، چې ویې نه شړي. کلیسا وايي، چې که دغه افغان کډوال خپل هېواد ته واستول شي، له سختو ځورونو سره به مخ شي.

دغه کلیسا په رالیګ کې د شاوخوا شل هغو افغان مسیحیانو ملاتړ کوي، چې د طالبانو په واکمني کې له افغانستان څخه تښتېدلي او په امریکا کې ورته قانوني حیثیت ورکول شوی و.

د یادې کلیسا یوې غړې جولي ټیسډیل چې د دغو مهاجرینو د ملاتړ په چارو کې مخکښ رول لري، وايي، «هغوی همیشه دلته په قانوني توګه او له ټولو قوانینو سره سم پاتې شوي دي».

نوموړې د امریکا له قانون جوړوونکو سره د اړیکو او عامه پوهاوي کمپاینونو د تنظیمولو په ګډون د یادو افغان مسیحیانو د حمایت لپاره بې کچې هڅې کوي.

ټیسډیل زیاته کړه: « موږ بې وسلې هڅه کوو چې د هغوی قانوني وضعیت وساتو، په داسې حال کې چې د قانوني لګښتونو د پوره کولو لپاره پیسې راټولوو».

دغه کډوال د امریکا د نوې ادارې د کډوالو سیاستونو په پایله کې د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.

د کرېسچین نیوز د رپوټ له مخې، له دې وړاندې د بایدن ادارې افغان کډوالو ته د موقت حفاظت وضعیت (TPS) ورکړی و، خو په ۲۰۲۵ کال کې د کورني امنیت وزارت وښوده چې د ډیری افغانانو لپاره به دغه وضعیت نوی نه شي، چې د هغوی د اخراج لامل کېدای شي.

ټیسډیل وايي چې که دغه افغانان اخراج شي دوی به د خپل مسیحیت له امله شکنجه شي او وبه وژل شي.

د امریکا د شمالي کارولینا کلیساغړي اوس د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې خپل دریځ بیا وڅیړي او افغان مسیحي مهاجرینو ته د هغوی د ژوند د خوندي کولو لپاره نور خونديتوبونه ورکړي.

د کشمیر خونړۍ پېښه؛ هندي استازي کابل کې له طالبانو سره د سیمې پر تحولاتو خبرې وکړې

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي ریس انند پرکاش، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره قطر ته د هغه له تګ وړاندې په کابل کې لیدلي او د دوه اړخیزو سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي اړیکو او سیمې وروستیو تحولاتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ناستې پر مهال، متقي د افغانستان او هند ترمنځ د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه او و یې ویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه موجود دي.

هغه هندي پانګوالو ته بلنه ورکړې ده، چې د افغانستان له نویو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي.

متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې هند دې د افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلانو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر بېرته عادي حالت ته راولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، انند پرکاش ژمنه کړې چې هند به له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

نوموړي د ځینو زیربنایي پروژو د بیا پیل خبره کړې، چې له تېرو کلونو راهیسې ځنډېدلې وې او وايي،«نوی ډیلی غواړي په نورو پروژو کې هم پانګونه وکړي».

د انند پرکاش دغه سفر د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر وروستي برید له ترینګلو اړیکو سره هممهاله دی.

هند په دغه برید کې پاکستان میشتې وسله والې ډلې ښکیلې ګڼي او له اسلام اباد سره یې د اوبو تړون لغو کړی او د اتارې او واګې لارې، د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي.

پاکستان وايي، چې دوی د هند د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې چمتووالی لري.

د کرکټ ملي لوبډلې غړي پر طالبانو غږ کړی چې په کابل کې د خلکو امنیت ټینګ کړي

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهونکی حضرت الله ځاځي په کابل کې د طالبانو له امنیتي مسوولانو غوښتي چې د خلکو امنیت ټینګ کړي. حضرت الله ځاځی وايي، چې تېره ورځ یې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې ورور د نامعلومو کسانو له خوا وهل شوی او سخت ټپي دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړي حضرت الله ځاځي د یکشنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي چې ورور یې د نامعلومو وسله والو غلو له لورې په زوره موټر ته ورخېژول کېږي، خو چې کله مقاومت کوي نو د څو تنو غلو له خوا وهل کېږي.

هغه زیاتوي چې وسله وال د نورو عادي خلکو د موټرو له راڅرګندېدو وروسته صحنه پرېږدي او ورور یې عام خلک روغتون ته لېږدوي.

حضرت ځاځي لیکلي:« ښایي دا یوازې زما ورور نه وي چې له داسې یوې پېښې سره مخ کېږي. په ورځ کې په لسهاوو وسله وال غله په لارو کوڅو کې په موبایل ټلیفون، موټر سایکل، موټر یا په خپلو پیسو باندې د مرګ تر پولې وهل او یا هم وژل کېږي.»

نوموړي په کابل کې د طالبانو له امنیتي او له جرمونو سره د مبارزې ادارې له مسوولانو غوښتنه کړې، چې وضعیت ته پام وکړي او په ټوله کې د هېوادوالو امنیت خوندي کړي.

که څه طالبان په افغانستان کې امنیتي پېښې پټوي او داخلي رسنۍ د ولس غږ نشي پورته کولی خو په ټولنیزو رسنیو کې د پلازمېنې کابل په کډون په ګڼو ښارونو کې شکایتونه خپریږي، چې جینايي پېښې زیاتې شوې دي او خلک په ډاډه زړه نه شي ګرځېدلی.

امیر خان متقي د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته لاړ

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د یکشنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړ. ضیا احمد تکل د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې د طالبانو پلاوی به له قطري چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه قطر ته د امیر خان متقي د سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او د سفر دقیق هدف لا هم څرګند نه دی.
تر دې مخکې د روان کال د وري میاشتې په ۲۸ مه نېټه، متقي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز ال الخلیفي په ټیلیفون خبرې کړې وې.

په دغه خبرو کې د ډېپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا او په نږدې راتلونکي کې قطر ته د امیر خان متقي د سفر په اړه خبرې شوې وې.

که څه هم هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفر د دقیقې نېټې او هدف په اړه جزئیات نه وو ورکړي، خو د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند تایید کړه، چې متقي نن قطر ته په سفر روان شو.

قطر د طالبانو ملاتړی او ددې ډلې د سیاسي دفتر او له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو د بهیر کوربه هېواد ګڼل کیږي.